یوه زلمکي خپله لیکنه راوړه او راته ویې ویل: دوې غوښتنې لرم. یو دا چې تېروتنې مې راوښیه او بل مې په دې پوه کړه چې لیکوالي ته جوړ یم؟

یو وخت په وړاندوینو کې زړه ور وم. ژر به مې حکم وکړ چې پلانی داسې آینده لري.

د کلونو تجربو راوښوده چې ډېر ځله ناکامۍ د کامیابیو او کامیابۍ د ناکامیو سبب ګرځي. مطلب دا چې یو څوک به تکړه وي، وبه ستایل شي، ستاینه به یې له ځانه راضي کړي، لټ به شي او پرمختګ به یې په ټپه ودرېږي. برعکس، د یو چا به خونده نه وي، و به نه ستایل شي، حقارت به احساس کړي او د ځان رسولو ارزو به یې اړباسي چې بریالی شي.
د تېروتنو په اړه به ووایم چې پخوا مې په اسانۍ سره سم او ناسم بېلول، ولې ورو ورو دې نتیجې ته ورسېدم چې د سم او ناسم توپیر ډېر ځله مشکل کاردی. مونږ چې تر اوسه پورې د خپلې ژبې داسې جامع ګرامر او جامع قاموس نه لرو چې ټول یې معتبر وګڼو، د سم او ناسم تر منځ توپیر ولې اسان وبولو؟ او په یوې جملې یا کلمې باندې د ناسم ټاپه لګول ولې رانه یو څه ډېر غور ونه غواړي؟

د یوې لیکنې تېروتنې یوازې له ژبې سره تعلق نه لري. د متن له مقصد سره، مقصد ته د رسېدو لپاره له راوړل شوي منطق سره، د جملو له ترتیب سره او د ژانر د اصولو له رعایت سره هم تعلق لري. ایا دا خبره په لیکلو ارزي؟ ایا لیکوال توانېدلی دی چې خپله خبره لوستونکي ته ورسوي؟ هغه غوښتنه چې له لنډې کیسې یې کوو، له نکله یې نه کوو او هغه دلایل چې په مقاله کې ورته اړتیا ده، په شعر کې ورته ضرورت نشته. د غزل هر بیت که له ورپسې بیت سره بې ارتباطه وي، پروا نه کوي خو په مثنوي کې بیا داسې نه ده. البته، د متن د ژبې په څېر په نورو برخو کې هم یوازې ځینې کلیات شته چې تقریبا اتفاق ورباندې موجود دی، نور نو ډېرې خبرې داسې دي چې اتفاق ورباندې نشته.
ډېر ځله لیدل شوي دي چې د دود او قاعدې ماتېدا ادبي اثر ته قوت ورکړی دی. ابوالمعاني بیدل وایي: سکته هم ناز روانی میکند. مطلب دا چې کله کله په سکته کې هغه خوند راپیدا شي چې په رواني کې نه وي.

اوس خو پوه شوئ چې د وخت په تېرېدو سره ولې بې زړه شوی یم. وخت بنیادم په دې پوهوي چې په ډېرو هغو ټکو نه پوهېږي چې په اول کې یې په هغو باندې د پوهېدو ګومان کاوه. البته، وخت او تجربه سړي ته ځینې محدودې خبرې نسبتا سمې او ژورې ورزده کوي. ما د همدې محدودې پوهې په رڼا کې زلمکي ته مشورې ورکړې. ده مې ځینې مشورې ومنلې او ځینې یې ونه منلې خو هغه څه چې زه یې د ده راتلونکي ته زیات امیدوار کړم دا و چې خپلې هرې لیکلې کلمې ته یې یو دلیل درلود. هغه څوک چې د مختلفو کلمو او تعبیرونو په منځ کې یو خاص ویی او تعبیر د یو دلیل په اساس تر نورو غوره ګڼي او استعمالوي یې ، د ادب په دنیا کې پرمختګ ته جوړ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *