د ولسمشرۍ ټاکنو له کمپاین سره سم دا کمپاین هم په فېسبوک کې ګرم شو، چې امریکا ځکه لاسي روانې ټاکنې کړکېچ طرف ته بوځي چې له احتمالي وړونکي کاندید سره د خپلو غوښتنو پوله روښانه کړي او هغه وخت خو لا دا ډېره ډنډوره کېده، چې که د یوولسو (وروسته اتو) کاندیدانو ترمنځ هر یو یې له امریکا سره له قید و شرط پرته د امنیتي تړون لاسلیک ته غاړه کېږدي، نو د بریالیتوب لپاره به یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې هم وکړي.
دا ډنډوره که سل په سلو کې هغه وخت د تطبیق وړ نه وه، خو په اوس وخت کې تر یو ځایه صحیح ده، خو یوازې په لږ بل ډول. نورې ټولې خبرې به یو طرف ته کړو، خو دغه څه ټولو ته روښانه دي چې امریکا او ملګرو نړیوالو یې په افغانستان کې د ولسواکۍ لپاره قرباني ورکړې او تر هر چا ډېر ددې قربانۍ برخه هم امریکا وړي.
زه پدې هم نه لیکم چې دوی په رشتیا هم په هغه ډول چې وایي، د افغانانو له غمه مړه دي او که پخپلو ګټو پسې پدې خاوره کې ستړي دي، خو دا په جهر وایم چې تر دوی وړاندې مو پخپل منځ کې څه حال وو؟
په ټاکنو د امریکا د اغېزې زور نن سبا تر بل هر وخت ښه روښانه دی. د لویې جرګې په خیمه کې د اصلاحات او همپالنې ټیم لخوا د جوړې شوې هغې غونډې لوی ملاتړې هم امریکا وه او په اشاره او مشوره یې ترسره شوه، چې ډاکتر عبدالله عبدالله پکې د موازي حکومت د اعلان غږ پورته کړ.
د هغه دې کار په ټاکنو کې لاسي د امریکا رسمي او ښکاره لاسوهنې ته زمینه سازي وکړه، چې د جان کیري په راتک سره پیل شوه.
دا چې د معاملې بل اړخ ډاکتر اشرف غنی و، نو دې ټولو فشارونو ته د هغه د ځواب ویلو او ورسره پدې معامله کې د شریکېدو په غبرګون کې د ولس یوه لویه برخه په هغه په غوسه ده او پدې ورځو کې یې شمېر تر پخوا څو چنده شوی دی.
دا بېله موضوع ده چې اشرف غني د کمپاین پر مهال له ولس سره کومې ژمنې وکړې او د اکثریت رایو خپلولو فلسفه یې څه وه او آیا هغه ژمنو ته به ځواب وویلی شي او کنه؟
خو پدې هم ولس پوهېږي چې روانه ټوله معامله لاسي امریکا په دغه ډول ترتیب کړه او په اشرف غني یې له خپل ټول فشار څخه کار واخست. هغه امریکا چې دواړو کاندیدانو سره یې په خصوصي مجالسو کې همدا ویل، چې اکثریت به مني، مات اړخ به هم ورته غاړه ږدي او له یوه اړخ سره د دوی کېدل به یې هغه قربانۍ سره کرښه کړي، چې د ولسواکۍ پلي کېدا لپاره یې په افغانستان کې تر اوسه ورکړې دي.
هغه امریکا چې تل یې په شعارونو کې همدا ویل، چې غیر ملي ټیم به د افغانستان ستونزې څو برابره کړي، د هغه کاندید ملاتړ ورته په سر سترګو قبول دی چې د ولس په وینو یې لاسونه سره نه دي، برنامه لري او کاري تجربه یې ایجابوي چې د افغانستان اوسنیو حالاتو ته په کتو به وکولای شي ستونزو ته تر یو ځایه حل لاره وباسي.
ټاکنې په رایه ولاړې وي، رایه له فرد سره وي او د افرادو مجموعه ولس جوړوي، چې که د ټاکنیزو اصولو په اساس د هر کاندید تر شا د ولس اکثریت ودرېږي، نو هماغه له شک پرته ګټوونکی دی.
د افغانستان په ټاکنو د امریکا د مستقیم او غیر مستقیم اغېز په اړه خبرې به اوس نور بیخي تکراري وي، خو د هغه څه اندېښنه چې نن سبا ولس ځوروي او عقده یي کوي یې داده چې وروستیو تعاملاتو په ټاکنو د ولس باور صفر کچې ته راټیټ کړی دی.
رسنیو ته په درز شویو هغه معلوماتو کې ډېره واضح ده ، چې د دغه حالت په رامنځته کولو کې تر هر چا زیات امریکا ښکېل ده.
سږنۍ ټاکنې به بالاخره د ملي مشارکت په نوم یوه حل لاره پیدا کړي، ولس به د پنځو نورو کلونو لپاره هم د اوسنی حالت وزغمي ـ او زړه خو دلته درزېږي چې له دې د بدترې ورځې شاهدین نه اوسي ـ خو پنځه کاله وروسته به په کومو سترګو د اوسني نظام برخوال بیا ولس ته درېږي او د ښې حکومتدارۍ، رایې ارزښت او مليت په چیغو به ستوني شکوي؟
پنځه کاله نور به هم ولس پرونۍ ژمنې د بېلابېلو دلایلو له وجې شاته وغورځوي، خو هېرولی یې ځکه نشي چې حافظو یې لا تېر دېرش کاله له هېره ندي اېستلي، هېرولی یې ځکه نشي چې لا د دېرشو کالو عاملین اوس هم له دې ولسه امتیاز اخلي، خو پرون یې په یوه نوم اخستل او نن په بل نوم.
دغه څېرې د روس په مقابل کې هم د امریکا په لمن کې را لویې شوې، مړې شوې، وپالل شوې او نن بیا هم د همدوی په لمن کې د رغړېدو چانس ورکول کېږي.
چې اراده مې را ووژنې، هیله مې ووژنې او زما ولسواکۍ د خپلې ډالۍ په نوم په ما څو ځله وپلورې، نو د مکر دا ژړا دې نوره ودروه. هغه په ما او ما په هغه د کوربه او غل په نوم ډاروې او وژنې او بیا په سترګو ناړې هم ورپورې کوې، اما ولس پوهېږي، چې هم مې وژنې او هم را باندې ژاړې!