تیر او سږ کال کله چې طالبانوخپلو جنګیالیو ته لارښوونه وکړه چې د جګړې پرمهال د بندیانو د سرنوشت په اړه له خپل صلاحیت څخه کارواخلي او طالب جنګیالیو هم پدې برخه کې د سنګسار، اعدام او ځینې نور حدود او مجازات تطبیق کړل، نو ټولو نړیوالو اوکورنیو رسنیو دې ډول محاکمو ته د صحرايي محکمو نوم ورکړ او دا یې ډیرې ناروا او د نه منلو وړ وبللې. د نړیوالو ځواکونو په اړه هم ویل شویدي چې هغوی هم یوشمیر طالب جنګیالي او یا مشکوک افغانان له محکمې پرته د جګړې په ډګرکې ځورولي ، وهلي او حتي وژلي دي، پدې برخه کې د میدانښار د ب��زونو تاریخ له هیچا پټ ندی. خو سږ کال افغان دولت هم خپلو قوماندانانو او وسلوالو ځواکونو ته صلاحیت ورکړیدی چې په صحرا او غرونو کې چې کله طالبان ونیسي نو ژوندي یې دې نه ساتي، بلکې غوره ده چې همالته ځای پرځای ووژل شي. پدې برخه کې لومړنۍ کس چې په خورا بې باکۍ یې دا خبره مطبوعاتو ته وکړه، د قندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق دی. له نوموړي وروسته د ننګرهار د حصارک ولسوال عبدالخالق معروف هم دا خبره پخپله یوه مرکه کې وکړه او زیاته یې کړه چې اړتیا نه لیدله کیږي چې طالب بندیان دې ژوندي وساتل شي. د جنرال عبدالرازق دلیل داوو چې عدلي او قضايي ارګانونه مفسد دي او طالب بندیان خوشي کوي او سخته سزا یعنې مرګ نه ورکوي، له همدې امله دوی نور طالب بندیان ژوندي نه پریږدي او نورو دولتي ادارو ته یې هم نه سپاري. که څه هم د پولیسو یوه دنده داده چې مفسدین د قانون منګولو ته وسپاري او د فساد مخه ونیسي، مګر جنرال رازق ددې کار په ځای، خپله هم د پولیس، هم د څارنوال، هم د قاضي او هم د ولسمشر دنده ترسره کوي. ولسوال عبدالخالق معروف بیا استدلال درلود چې طالب بندیان ځکه د وژلو دي چې دوی د پاکستان د اهدافو لپاره کارکوي او له همدې امله دوی د ژوندي پاتې کیدو لیاقت نه لري. که څه هم هره ورځ پاکستان د ننګرهار او کنړ په ځینو ولسوالیو باندې بریدونه کوي، خو ولسوال او والیان او افغان دولت د پاکستان ددغه مستقیم یرغل په وړاندې تراوسه کوم د پام وړ ګام ندی اخیستي، خو طالبان چې پدې متهم دي چې د پاکستان لخوا حمایه کیږي، د هغوی په وړاندې بیا غبرګون تردې حده دی چې په وړاندې یې خپل اساسي قانون هم نشي زغملای.

څرنګه چې د جنرال رازق او ولسوالو عبدالخالق معروف څرګندونې د ډیرو مغرضینو اوکوتا فکره لخوا تایید او هیڅ کورنۍ او نړیوالې ادارې پدې اړه انديښنه ونښوده، نو زما انديښنه داده چې له دې وروسته به هرجنګیالۍ د خپلې خوښې سره سم انتقامي وژنې ترسره کوي چې پدې کې به زیات زیان هغو افغانانو ته واوړي چې په دې ناروا سیاست کې هیڅ دخیل ندي. خو ګناه مو خپله ده، خپله مو ځانونه د پاڼ او پړانګ ترمنځ ایسار کړیدي. په افغان ولس کې نه اتفاق راغی چې د ظالم لاس لنډ کړي او نه دا شعور پکې پیدا شو چې په مفسد پسې ولاړ نشي. هغه افغانان چي له نن وروسته د هرلوري وژل کیږي، د ګیلې حق ځکه نه لري چې خپله وینه یې د جګړې اړخونو ته پخپله مباح ګرځولې ده.

له بله پلوه د حزب اسلامي پخواني غړي، د صلحې د شورا مرستیال او د ننګرهار والي هم پدې خفه دی چې د طالبانو یوشمیر بندیان له بندیخانو خوشي شویدي. نوموړی شواهد نه وړاندې کوي، خو وايي چې اکثره هغه بندیان چې له افغان او خارجي بندیخانو څخه خوشي شویدي، بیرته د جګړو لیکو ته ستانه شویدي. که څه هم داخبرې ډیرې د طالبانو د قسم خوړلیو دښمنانو یعنې نظار شورا لخوا مطرح کیږي، خو دا لومړی ځل دی چې د حزب یوه فعال او مخکښ غړي او د سولې شورا مرستیال دا خبره مطبوعاتو ته ډاګیزه کړه. سړی نه پوهیږي چې دولت او د سولې شورا بالاخره دې ولس ته له کومې زاویې ګوري؟! دې زبون وهلي ولس ته شپه ورځ ویل کیږي چې تاسې ته به سوله راولو، خو هره ورځ وژنې ترسره کیږي. که غیرپښتانه پدې نه پوهیږي چې په پښتني سیمو کې د یوه کس وژنه څه معنا لري، پښتانه خو باید پدې پوه شي چې هرکس ترشا یو قبیله لري او د خپل وژل شوي کس انتقام اخیستل پرځان پوربولي. نو ډیرووژنۍ، ترڅو ډیردښمنان ځان ته جوړکړۍ. په پای کې د افغانستان در مسیر تاریخ د ۵۵۵ مخ یوپاراګراف د عبرت لپاره لیکم:

شه شجاع چې د مکناټن له نارواوو او وعده خلافیو څخه ترپزې راغلی وو، نو یوه ورځ یې مکناټن ته وویل چې: نور هیواد مامون (امن) دی او تاسو ته اړتیا نشته، تاسې باید له وعدې سره سم له هیواد څخه ووزۍ. مکناټن په ځواب کې ورته وویل: ترڅو چې د امیردوست محمد خطر موجود وي، زمونږ ځواکونه به دلته وي. له هرافغان نه مې په ټینګه خو احترامانه غوښتنه ده چې افغانستان درمسیر تاریخ کتاب حتما ولولي. که زه واک پیدا کړم، دا به پښتو ژبې ته وژباړم، د نصاب برخه به یې وګرځوم اوزما په آند هغه څوک چې ولسمشرۍ یا نورو مهمو کلیدي پوستونو ته کاندید کیږي، ددې تاریخ آزموینه یې باید په سلو کې ۵۰ نمرې جوړې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *