مجید قرار

درانه ورور مفتی عبدالولي صاحب زما د ملا او عالم د توپیر کولو د غوښتنې په اړه نظر څرګند کړی. لومړی خو د محترم مفتي صاحب د لیکنې مننه کوم چې زما کلام یې په مکالمې را بدل کړ. زه دا دری کاله په همدې او همدې ته ورته موضوعاتو لیکنې کوم او تل مې په دې خبره ځان نیمګړی باله چې خبره مې چا نه را غبرګوله. تفاهم، یا په عصري اصطلاح – کمیونیکېشن له مقابل درلودلو پرته نه بشپړېږي. زه تل له هغه چا څخه خوشاله یم چې دا نیمګړتیا پوره کوي.

مفتي صاحب زما ځوابیه بحث د ملا د لفظ په اړه په تحقیق را پیل کړی. راځئ تر لفظونو او شکلیاتو هاخوا بحث وکړو. دا بحث د لفظونو نه، د معنا او مفاهیمو او د یوې پراخې ټولنیزې او دیني ستونزې دی. بهتره به دا وای چې تاسې په معنا کې د عالم او ملا پر تفاوت غږېدلي وای چې آیا ریښتیا د ملا په نامه موجوده طبقه د علم استاځې ده او کنه ده؟ آیا هر عالم ملا دی او هر ملا عالم دی؟ ولې د ملا طبقه په همدې جوړښت یواځې په عجمو، په تېره په پاکستان، افغانستان او ایران کې شته. ولې په نوره نړۍ کې علماء دي، په موږ کې ملایان دي. که ریښتیا ملا عالم ته ویل کېږي نو بیا موږ ولې سربېره پر دې چې تر هر چا ډېر ملایان لرو، تر هر چا ډېر د جهالت په بحر کې ډوب یو؟

زما ټوله مدعاء دا ده چې ملا او دیني عالم توپیر لري. ما د دوی عملي توپیرونه په ګوته کړي. مفتي صاحب پر توپیرونو او مشابهتونو د غږېدلو پر ځای قاموسونو ته مخه کړې ده او دا یې هېره کړې چې ملا صاحب یو ژوندی کاین دی. په قاموسونو کې نه، د افغانستان په حجرو او د پاکستان په مدرسو کې اوسېږي، او د اسلامي امارت په موټرسایکلونو وسله پر اوږه چکرونه وهي. د پېژندلو لپاره یې قاموس ته نه، بلکې د ملا صاحب کردار او عمل څېړلو ته ضرورت دی.

 مفتي صاحب تر دې ټولو بحثونو تېر شوی، په قاموسونو، هغه هم د زاهد مشواڼي په قاموس کې د ملا د لفظ په څېړنه یې پیل را کړی.

مفتي صاحب لیکلي چې ملا د اوسني عصر پیداوار نه دی. زه به دا ووایم چې د ملا لفظ که د اوسني عصر پیداوار نه دی، د دین د لومړنیو او پخوانیو عصرونو پیداوار هم نه دی. زه دا منم چې دا لفظ د مسلمانانو د انحطاط د دورې پیداوار دی. د هغه پېر، چې په دین کې د عصري او دیني تعلیم د بېلوالي فتنه پیل شوه، او دین د ترکانو او فارسیانو لمنې ته پرېووت.

که د مسلمانانو د عزوج د دورې پیداوار وای چې لومړی خو دا لفظ باید عربي وای یا یې عربي ریښه درلودای. که عربي نه وای، د هغه د لومړنیو عصرونو په متنونو کې به یې کومه ریښه درلودای. دا لفظ مسلماً تر هغه د را وروسته زمانې پیداوار دی چې د مسلمانانو د مدنیت بنیادونه د مغولو لخوا د دجلې او فرات په سیندونو کې د ملیونونه ټوکه کتابونو په اچولو ونړول شول.

نو زما په اند، دا یو مبتدع لفظ او مبتدعه طبقه ده چې په وروستیو عصورو کې پېژندل شوې او د اسلام په لومړنیو متنونو کې یې نه د لفظ او نه د طبقاتي کیفیت د وجود څرک لیدل کېږي.

کنه تاسې چې دې کلیمې ته په دیني لحاظه پخوانۍ وایاست او فکر کوئ چې د اوسني عصر پیداوار نه ده، نو مهرباني وکړئ تر شپږ سوه هم نه، تر اته سوه هجري قمري په ور اخوا ته عصرونو کې، چې د اسلام لومړي عصور دي، په یوه نه یوه کتاب کې د دې کلیمې څرک را ته وښیاست. که څه هم، په دیني لحاظ له مبتدع والي څخه د یوه شي د وتلو لپاره تر دې هم شدید تعریف ته ضرورت دی.

ښاغلي مفتي صاحب د ملا د کلیمې د معنا موندلو لپاره پښتو قاموسونو ته مخه کړې ده. د ملا کلیمې په ریښه کې که څه هم ژبپوهانو شدید اختلاف کړی خو په دې کې هیڅ شک او شبهه چې دا کلمه پښتو نه ده. ځکه نو د زاهد مشواڼي یا قلندر مومند قاموس د دې کلیمې د سرچینې په اړه درست نه دي. د دري ژبې د عمید فرهنګ ملا باسواد ته ویلی. عالم ته یې نه دی ویلی. په معاصره نړۍ کې د باسوادۍ معیار یواځې لیک لوست نه دی. نو د عمید فرهنګ معنا زما په حق کې ده، نه ستاسې په حق کې.

دوهمه دا چې د وخت په تېرېدلو د یوې کلیمې دلالت بدلېږي.

مثلا، ترکي څېړونکي ذکي ولیدي طوغان د آخوند کلمه د یوناني له آرخون څخه مشتقه بولي چې مسیحي روحاني ته ویل کېده. وروسته دا کلمه ترکي ته راغله، چې افندي ته نیږدې وکارېده. د شرقي ترکستان په ایغوري ژبه او منځنۍ آسیا په ترکي لهجو کې آخونیم ویل کېږي. ایران ته په لومړي ځل د تیموري ترکانو پر مهال راغلی چې امیرعلیشېر نوایي خپل استاد مولانا فصیح الدین ته اخوند ووایه.

دا کلمه هغه مهال لوی استاد او لوی عالم ته ویل کېده، خو اوس موږ تاسې ټول د اخوند کلمه د ابتدايي کم سواده ملا لپاره کاروو بلکې دا هم یو حقیقت دی چې نن سبا لوی علماء ځان ته د ملا خطاب اهانت او ملایان ځان ته د اخوند خطاب اهانت ګڼي. د دې معنا دا ده چې د الفاظو دلالتونه وخت پر وخت بدلېږي. پخوا په هندوستان کې سردار سردار ته ویل کېده، اوس یواځې سیک ته ویل کېږي.

د ملا او آخوند د کلیمو په اړه ویل کېږي چې دا دواړه کلیمې د مسلمانانو د ژباړې د څو سوه کلنې پروژې په نتیجه کې له نورو مدنیتونو څخه را ژباړل شوې ده. ما د دې کلیمو په اړه په فارسي او ترکي مراجعو کې ولوستل نو لږ تر لږه په دې پوه شوم چې په دې یوه ژبه کې هم ریښه نه لري. د دې خبرې حتمي معنا دا د ه چې دا ژبه یا لکه ځینو چې لیکلي، د لوی منجم او یا د آتشکدې د ساتونکي په معنا ده، او یا کومه بله نااسلامي ریښه لري او دواړه کلیمې له پخوانیو زردشتي او یوناني مدنیتونو څخه را لېږدېدلي.

ملا صاحب د ځینو اشخاصو مثال ورکړی او استدلال یې کړی چې د اشخاصو ګناه باید د ملا طبقې پر غاړه ور وانه چول شي. زه فکر کوم روانه فتنه د ملایانو په نامه د افرادو نه ده، بلکې د ټولې ملایي مؤسسې ده. روانه جګړه او فتنه د کراچۍ دارالعلوم، او ۳۱ زره مدرسو په فتوا روانه ده. موږ د ۳۱ زره ملایانو په فتوا وژل کېږو. اشخاص او افراد مو نه وژني.

مفتي صاحب په خپل درېیم استدلال کې د ابوذر رضی الله عنه حدیث شرح کړی، خو دلته یې هم همدا حدیث شریف زما په ګټه شرحه کړی. ما همدا ویل چې د قیادت لپاره یواځې ملایي کافي نه ده، بلکې قوت او امانتداري ورته په کار دی. دلته د  امانتداري معنا کفایتداري ده، لکه څنګه چې بل آیت شریف وایي چې إن الله يأمركم أن تؤدوا الأمانات إلى أهلها… یعنې د مالیه وزارت به د مالي چارو، زراعت به د زراعتي چارو، دفاع به د نظامي چارو، بهرنیو چارو وزارت به د دپلوماتیکو چارو او د ترافیکو ریاست به د ترافیکي چارو متخصص ته سپارې. دا نه چې د اوبو برېښنا وزارت د هغه د جهاد په معاوضه کې یوه مجاهد ته وسپارل شي.

د افغانستان ملایان په حقیقت کې د همداسې یوه نظام په لټه کې دي چې ټولې چارې یې دې ملایان سمبال کړي. زما مقاله د همدغه د نظر د رد لپاره ده.

د مفتي صاحب څلورم استدلال دا دی چې ګواکې حکمتیار، مسعود او نور ملایان نه ول. دا چې مفتي صاحب هم حکمتیار او اقبال علماء بولي او ملایان یې نه بولي نو په حقیقت کې زما دا خبره تاییدوي چې عالم او ملا توپیر لري. ما په دې لیکنه کې دې خبرې ته اشاره کړې چې که څه هم جهادي رهبران او ډلې ټول ملایان نه ول، او د دوی د کار وروستۍ بدنامي هم ټوپکوال، ټوپکي او لنډه غر ته ور واوښته، او ملا په کې پاکه پېروزه را ووت، خو حقیقت دا دی چې د دوی معنوي قیادت د ملا و.دوی ته د جهاد فتوا کوم انجنیر یا ډاکټر نه وه، بلکې ملا ورکړې وه. د دوی په ډل کې رباني، مولوي منصور، مولوي خالص، مولوي محمدنبي، او ګڼ نور مولویان ول. په محلي کچه د دوی په ملاتړ افراد د ملا لخوا هڅول شوي ول. انجنیر، ډاکټر او نور هغه مهال هم د انجنیرۍ په مقتضا نه، بلکې د ملائیت پر مقتضا پر دې فساد او ملي غدر ور ګډ ول.

پاتې شوه د علامه اقبال د شعر خبره، نو هغه خو دا هم وایي چې: کار ملا في سبیل الله فساد… کار صوفي في سبیل الله عنا

هغه خو بیا غازي امان الله خان ته هم د اسلامي نړۍ اتل وایي. بیا یې هغه هم ومنئ.

که یې یوه منئ، بیا یې باید بله هم ومنئ.

ما د لاهوري اقبال د علم مثال ورکړی، خو هغه زما لپاره نه مقتداء دی او نه یې خبرې د سیاست قاعدې او اصول ګڼم.

مفتي صاحب زما د لیکلي آیت شریف لپاره را نقل کړې معنا داسې تأویل کړی چې زه پرې راضي نه یم. د ملا صاحبانو په قول، “تأویل بما لایرضی به قائله” یې کړی دی. زه دا حق لرم چې تر مفتي صاحب مخکې د خپلې خبرې معنا او توضیح خپله وکړم.

ما هیڅکله دا آیت شریف داسې نه دی تفسیر کړی عالم قیادت ته نشي راتللای. کلا و حاشا…

زه وایم چې او اسلام وایي چې علم د قیادت له مقوماتو څخه دی. هغه قوت چې آیت شریف د قاید لپاره واجب ګڼلی، یواځې د مټو قوت نه دی، بلکې د علم، پوهې او ذکاوت قوت هم دی.

زما هدف دا وو چې په اسلام کې دیني علم ته د منسوبې طبقې د طبقاتي حاکمیت تصور نشته.

دا تأویل زما نه دی، د نړۍ د مشهورو علماوو دی. په دې اړه د محمد عبده یو قول درته ژباړم چې وایي: په اسلام کې د هغه ډول دیني سلطه چې په اروپا کې د مسیحي کلیسا وه، تصور نشته. په اسلام کې د نېک نصیحت، نېکو ته د دعوت او له شر څخه له تېښتې ور اخوا د بل ډول دیني سلطې تصور نشته. البته، د اسلام په دې ډول تسلط کې ټول مسلمانان، اعلی او ادنی ټول شامل دي. حاکمیت د امت دی، د افرادو نه دی. امت د دې حق لري چې حاکم خلع کړي… دا سمه خبره نه ده چې اسلامي خلافت دې د مسیحیانو د خدای د استاځي د حاکمیت یا تیوکراسي له تصور سره خلط کړای شي.

ما ویلي چې د قیادت لپاره دیني علم کافي نه دی. مفتي صاحب زما دا خبره په حدیث شریف تایید کړې ده.

زه وایم چې په اسلام کې د علماوو د طبقې حاکمیت نشته. مولوي صاحب په دې اړه سکوت اختیار کړی. هیڅ یې نه دي ویلي.

مفتي صاحب زما له اوږدې لیکنې څخه یواځې هغه ځایونه را اخیستي چې د ده په اند زه پکې ملامتېدای شوای. زما د لیکنې پر نورو اړخونو، لکه همدا چې آیا په دین کې طبقاتیت او د طبقې د حاکمیت تصور او د مسلمانې ټولنې د رقابو د مالکیت تصور شته او کنه، په دې خبره یې هیڅ نه دي ویلي.

مفتی صاحب د د امارت په نامه د ملایانو د اوسنۍ ګنده او وحشیانه لوبې په اړه هم سکوت کړی دی.

زما اندېښنه دا ده چې که مفتي صاحب غوندې هوښیار او روڼ اندي وګړي د ملا او عالم په توپیر نه قایلېږي نو خدای مکړه بیا به خلک د ملایانو په نامه روان فساد ته هم له دین او دیني علم سره تړاو ورکوي. بیا به خلک د پاکست‍ان د آی ایس آی د یهودي قراردادي روزنځایونه هم د علم مرکزونه بولي او روانه فتنه به خامخا د دین په نامه تمامېږي. البته، دا یادونه ضروري ګڼم چې زما دا لیکنه د حاکمو فرضیو پر اساس نه، بلکې د نویو وړاندیزونو پر اساس ده. زه دا نه وایم چې خلک ملا او عالم یو نه ګڼي. خلک ریښتیا په همدې غلطۍ مبتلاء دي، خو زما هدف دا دی چې خلکو ته د دې دواړو مفاهیمو تفاوت ور په ګوته او د دواړو ترمنځ د اساسي تفکیک وړاندیز وکړم.

By Editor2

One thought on “د مفتي صاحب ځواب: د ملا او عالم د توپیر بحث”
  1. د قرار صاحب خبری بلکل د علم پر بنسټ ولاړي دئ او څومره ښکلی تصویر یی ورته ټاکلی ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *