توریالی ویسا

تاند- د کندهار والي وايي چې افغان امنیتي ځواکون په وروستیو کې په دغه ولایت کې وسله وال طالبان سخت ځپلي او نور به یې هم وځپي.

د کندهار والي توریالي ویسا دا څرګندونې نن وروسته له دې وکړې چې افغان امنیتي ځواکونو وسله۹ والو طالبانو ته په پنجوايي ولسوالۍ کې درنې مرګ ژوبلې واړولې.

کندهار والي د کندهار ښار په ګډون په ځينو ولسواليو کي د امنيت د ټينګښت لپاره د امنیتي ځواکونو هلې ځلېوستایلې، ويې ويل:« افغان ځواکونو په خپلو سرښندنو او مېړانه وښودله چي په بشپړ ډول له وسلوالو طالبانو سره د مقابلې توان لري.»

کندهار والي همداراز وويل:« له ښه مرغه افغان ځواکونو وسلوال طالبان دومره ځپلي چي اوس يوازي په ښار او ولسواليو کي په خپله ګټه د تبليغاتو کار ورپاته دی، خو افغان ځواکونه به يې د الله تعالی په مرسته او د ولسي خلکو په همکارۍ ټول پردي او خپل جوړ سوي پلانونه له خنډ سره مخ کړي.»

د کندهار والي دا څرګندونې د ولایت په امنیتي غونډه کې وکړې. په غونډه کې د ملي امنيت رياست له لوري د هغو بریاوو په اړه معلومات ورکړل شول چي د تېري اوونۍ په اوږدو کي يې درلودلې وې. د ملۍي امنیت ریاست وویل،  دملي امنيت ځواکونو د ميانشين او ژړۍ ولسواليو په مربوطاتو کي د عملياتو په ترڅ کي دېرش تنه وسلوال مخالفين له منځه وړي، ٥١ تنه يې ژوندي نيولي، پنځه راکټونه، يو د ماين رموټ کنټرول، نهه لاسي جوړ سوي ماينونه، يوه سراچه موټر چي له چاودېدونکو توکو ډک و، يو بنډل ثانيه سوز لاين او يوه اندازه خام باروت کشف او تر لاسه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *