افغانستان تر ځمکې لاندې او د ځمکې پر سر پراخې طبیعي سرچینې لري، خو له پېړیو راهیسې دغه سرچینې همداسې په طبیعي ډول پاتې شوې او ګټه ترې نه ده اخیستل شوې.

د افغانستان د کاني زېرمو په اړه د شویو نړیوالو سروې ګانو پربنسټ افغانستان د مسو، ډبرو سکرو، اوسپنې، سرو زرو، نفتو او ګازو او د دې منابعو د نامعينو منرالونو او همدارنګه د ليټيم او ورته نورو پېژندل شوو کانونو درلودونکى بډایه هېواد دى.

دا د افغانستان تر ځمکې لاندې نا لاس خوړلې هغه طبیعي سرچینې دي چې تر اوسه په فني او مسلکي ډول راسپړل شوې نه دي.

همدارنګه طبیعي ځنګلونه او اوبه نورې هغه سرچینې دي چې د ملي شتمنیو او په اقتصاد کې د یوه اغېزناک فکټور په توګه کې ترې سمه ګټه نه ده اخیستل شوې او نه یې سم مدیریت شوی دی.

دا چې ولې یادې سرچینې په فني او مسلکي ډول تر اوسه سپړل شوې او مدیریت شوې نه دي او افغانستان د دې کاني موادو په شتون بیا هم خپل د اړتیا وړ سون توکي او نور مواد له بهر څخه واردوي، ځواب یې دا دی چې اوږدې جګړې او پرلپسې بې ثباتیو افغانانو ته دا موقع په لاس نه ده ورکړې چې خپلې طبیعي زېرمي وکاروي.

تر اوسه زموږ یو حکومت هم پر دې نه دی بریالی شوی چې له طبیعي زېرمو موثره استفاده وکړي، ځکه له څلورو لسیزو جګړو راهیسې چې په افغانستان کې یو پر بل پسې حکومتونه ړنګ، جګړې او نا امنۍ دوام لري، دولت ته دا موقع په لاس نه ده ورغلې.

دغه وضعیت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په غیر قانوني ډول د کانونو استخراج ته لاره هواره کړې ده. دا مهال د افغانستان لسګونه کانونه د زورواکو او غیر مسوولو کسانو په ولکه کې دي، دغه کانونه په غیر قانوني او غیر مسلکي ډول سپړل کېږي او مواد یې په ډېره ارزانه بیه ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کېږي.

د افغانستان د اساسي قانون د نهمې مادې پربنسټ کانونه او نورې زېرمې د دولت ملکیت دي او نور څوک په کې د تصرف حق نه لري. خو له بده مرغه دولت د دې ملي شتمنیو په خوندي کولو کې پاتې راغلی دی. همدا اوس د افغانستان پر کانونو چور روان دی، که ساتنه یې ونه شي او یا په ملي کچه ترې استفاده ونه شي، نو لرې نه ده چې د افغان ملت دا یوازېنۍ هیله د یو شمېر غلو او مافیا له خوا پایمال شي.

د کاني زېرمو مسلکي کیندنه او سم مدیریت کولای شي چې افغانستان په اقتصادي لحاظ پر پښو ودروي، ځکه د نړیوالو جیولوجیکي سروې ګانو پر اساس افغانستان د نږدې ۶ تریلیونه ډالرو په ارزښت کاني زېرمې لري.

په تېرو څو کلونو کې دولت نه یوازې د کانونو مسلکي استخراج ته پاملرنه ونه کړه بلکې له دې سکتور څخه د سمې ګټې اخیستنې لپاره یې د یوه مناسب بستر جوړولو ته هم زمینه برابره نه کړه.

که موږ له دې وروسته خپل کانونه استخراجوو، نو د استخراج لپاره یې باید زېربنا ولرو. زموږ کاني سیمې دمګړۍ نا امنه او په ناوړه فزیکي شرایطو کې قرار لري. د کانونو د سپړنې لپاره تر هرڅه لومړی باید سړکونه او د رېل پټلۍ ورغول شي، تر څو پر مټ یې کاني مواد د استحصال لپاره بهرنیو یا کورنیو مارکېټونو ته ولېږدول شي. له بده مرغه افغانستان دغه زېربنا نه لري او که موږ د کانونو استخراج ته مخه کوو، نو دا ستونزه له پامه نه شو غورځولی.

د طبیعي سرچینې د ناسم مدیریت او کنټرول په صورت کې به خدای مه کړه افغانستان د ځینو افریقايي هېوادونو په ځانګړې توګه د کانګو له برخلیک سره مخ شي.

په نړۍ کې پخوا او اوس اکثره جګړې د طبیعي سرچینې د کنټرول پر سر شوې دي او کېږي، افغانستان هم له دې بالقوه او بالفعل ګواښ څخه خوندي نه دی. که د افغانستان دولت دغه ټکي ته جدي پاملرنه ونه کړي، نو خدای مه کړه افغانستان به د دې طبیعي شتمینو پر سر د نا امنۍ او کړکېچ پر دایمي ډګر بدل شي.

د دې ترڅنګ د افغانستان طبیعي ځنګلونه او د سیندونو روانې اوبه هم له ورته برخلیک سره مخ دي.

افغانستان د روانو اوبو پرېمانه سرچینې لري، خو د اوبو د دې سرچینو د نه مدیریت له کبله زموږ کابو اویا سلنه اوبه ګاونډیو ته وړیا روانې دي.

په هېواد کې په میلیونو هکتاره شاړې ځمکې او دښتې لرو، خو د خړوبولو لپاره یې د اوبو بندونه نه شته. په تېره یوه لسیزه کې حکومت د اوبو د مهارولو لپاره لږ تر لږه پر یوه بند هم پانګونه ونه کړه، په داسې حال کې چې افغانستان کرنیز هېواد دی او کرنه د دې هېواد تر نیمايي د زیاتو وګړو شغل او کسب دی.

که د اوبو د سم مدیریت په پایله کې د افغانستان په کچه څلور لوی بندونه جوړ شي او شاړې ځمکې پرې خړوبې شي، نو له شک پرته چې له یوې خوا به د کرنیزو محصولاتو په برخه کې خودکفا شو او له بلې خوا د دې وړتیا پیدا کړو چې بهر ته هم خپل محصولات ولېږدوو.

تر کانونو وروسته دویم سکتور چې لوی ظرفیت په کې لیدل کېږي، کرنه ده چې له بده مرغه د پراختیا نه ده ورکړل شوې او کروندګر اوس هم په کرنه کې له لومړنیو او دودیزونو تکتیکونو کار اخلي.

طبیعي ځنګلونه بله هغه ملي شتمنۍ ده چې په نا قانونه ډول وهل کېږي او لرګي یې بهر ته قاچاق کېږي. په ختیځ کې د کونړ او نورستان ځنګلونه خوندي نه دي په خپلسر د ځنګلونو پرې کونه دوام لري.

همدا زموږ ملي شتمنۍ دي، چې د هېواد د اقتصادي ودې او چټکتیا مهمې سرچینې دي. دا د ولس یوازېنۍ هیله ده او دولت مکلفیت لري چې له دغو ملي شتمنیو ساتنه وکړي او د هېواد په پرمختګ ترې سالمه ګټه پورته کړي.

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *