وای د چا په سینه مار تیر شوی و، هغه خواشینی و، چا ترې پوښتلي و چې ولي خفه یې، وای مار مې په سینه تیر شو، نو چیچلی خو یې نه یې، هغه په ځواب کې ورته ویلي و چې ویریږم دا یې لار نشي. هو دا ریښتیا ده، ماران په تګ راتګ خپله لاره او عادت جوړوي. د بون د غونډې د سهامي شرکت جوړښت په افغانستان کې ګڼو زورواکو، غلو، داړه مارانو او درغلګرو ته دا لاره پرانیزله چې په هر راتلونکي حکومت کې د واک په ګدۍ نانندرې جوړي کړي او خپلي ګټي خوندې کړي.
اشرف غني احمدزی چې په ۲۰۰۹ کال کې هم د ولسمشرۍ کاندید و، د بشردوست څخه یې په کمو رایو ماته خوړلي وه، په ټاکنو کې یې څلورم ځای خپل کړی و، خو دا ځل په ۲۰۱۴ کې یې د بدلون او دوام تر شعار لاندې ګڼو افغانانو ته دا هیله ورکړي وه چې ګوندې نور حالات مخ په ښه کیدو دي، د یو ستر بدلون د راتګ وخت راغلی، او خلک به د واک له ټیکدارانو خلاص شي، بلاخره به حکومت د شایسته سالارۍ او سم سمي ( پراخو اصلاحاتو ) پر اساس ورغول شي، په همدې هیله میلیونونو افغانان په ډیرو سختو شرایطو کې له خپلو کورونو ووتل او د رایو صندوقونو ته لاړل، خپله رایه یې د اشرف غني په ګټه استعمال کړه. په لومړي پړاو ټاکنو کې د پراخو درغلیو شتون د ملت استعمال شوي رایه تر سوال لاندې راوسته، د بدلون او دوام ټیم پخپلو رسنیزو بحثونو کې د مقابل لوري د جعل او تذویر څخه پرده پورته کړه او ملت ته یې دا ډله په روښانه ټکو د افغان ملت د ټولو ګټو او لاسته راوړنو په خلاف وبلله. د اصلاحاتو او همپالنې ټیم جوړښت یې د افغانستان د ملي ګتو، ملي ارزښتونو او ارضي تمامیت په خلاف په دسیسه او چل تورن کړ، د همدې تورنو پایله دا شوه چې کله دوی د بیا ځلي ټاکنو ( دویم دور ټاکنو) خواته لاړل، نو افغان ملت په ډیره میړانه د جعل، تذویز او پردي پالو په خلاف د رایو صندقونو ته ووتل، د ګڼو افغانانو ګوتې پرې شوي، ګڼ امنیتې مسولین د طالب او افغان حکومت د مخالفینو په بریدونو کې ووژل شول، خو دا ځل د ټاکنو پایله دا ثابته کړه چې د اشرف غني په کړو ژمنو او ټاکنیزې تګلارې د خلکو باور تر هر بل وار ډیر شوی. د رایو لومړنیو پایله دا وښودله چې اشرف غني په زیات توپیر له خپل سیال عبدالله څخه مخکې دی. همدا وه چې ځینو فرصت طلبه، پردې پالو او د افغان ملي ګټو خلاف داړه مارانو د خپلو شومو اهدافو د ترلاسه کولو دپاره د ټاکنو ټوله پروسه تر برید لاندې ونیوله، په دې لړ کې د اصلاحاتو او همپالنې ډلې د ټاکنو بنسټونو ( د ټاکنو کمیسون او د شکایتو کمیسون) مشروعیت تر سوال لاندې راوست، د افغان ملت رایه یې جعلي او له تذویره ډکه وګڼله، د افغان ملت رایې ریشخند کړه او مقابل لورې ته یې ګواښ وکړ چې که د رایو پر اساس حکومت رامنځته کیږي دوی یې نه مني او په وړاندې به یې موازې حکومت را منځته کړي.
ډاکتر صیب اشرف غني چې په تیرو دریو لسیزو کې د افغان جګړې له ډګره بې برخې پاتې شوي، د ګواښ او جګړې بریدونه یې په افغانستان کې نه دې ارزولي، پرته د خپل ټاکنیز ټیم ( ټیکټ ) له مشورې په ډیر بې زړه توب د مقابل لورې د ګواښونو تر اغیز لاندې راغی، د امریکا په وساطت ( د جان کیري په راتګ) سره بلاخره اشرف غني د نړیوالي او کورنې دسیسي ښکار شو. اشرف غني له جان کیري او عبدالله سره په لومړي ځل کتنه کې د رایو د سل سلنه تفتیش او په ورته حالت کې د سیاسي حل تر نامه لاندې د ایتلافي یا ګډ حکومت په جوړښت هوکړه وکړه، چې د خپل ټیم د ګڼو مخکښو کسانو تر سختو نیوکو لاندې راغی، هغه و چې په رسنیو کیې د ټیم په استازیتوب ګڼو کسانو د هر ډول توافق او ګډ حکومت خلاف غږ پورته کړ، دې غږ عبدالله وارخطا کړ او هغوی د رایو د تفتیش پروسه له خنډه او ځنډ سره مخ کړه چې په پایله کې جان کیري یو ځل بیا تر کابله را په تکلیف شو. دا ځل د افغان ملت د رایو په سر اشرف غنی او عبدالله داسې یوه شومه مامله وکړه چې د افغانانو ټولي هیلي او امیدونه له خاورې سره خاوري شول.
داوړو کاندیدانو پخپله کړي موافقه لیک کې د واک په سر د ویش په اړه هوکړه کړي، په توافق لیک کې واک د حکومت تر څوکیو محدود شوی چې د اجرایوي ریس څخه نیولي، د کابیني او ولایتونو د څوکیو تر ویش او بیا د اپوزیسون تر جوړښته پورې ټول واکونه په کې را محدود کیږي، اوس پوښتنه دا ده چې ولسمشر خو همزمانه د دولت مشر دی، ایا عبدالله او دهغه ملګري به د حکومت د ویش دا شومه دسیسه د دولت دویش تر بریده ونه غځوي؟ زما په اند، کله چې د حکومت جوړښت په ویشلي حالت را منځته شي، په دویم ګام کې به د دولت دواکونو په ویش نانندرې پیل شي، څوک باید د قضایه قوه ( ستري محکمي) ریس شي، څوک به لوی څارنوال کیږي، د ولسي جرګې مشرې به د چا وي، د مشرانو د جرګې مشر به څوک وي. له دې ویش څخه وروسته به ، د راتلونکي سهامي شرکت مشران په دې هم نانندریو ته کیني چې اوس نو د افغانستان بهرنی سیاست څنګه رامنځته شي؟ د پاکستان ګټي، د هندوستان ګټي، د روسیي او ایران ګټي به څوک ساتي، ځکه مونږ د تیرو تجربو شاهدان یو چې واک په همدې دریو محورونو کې ویشلي پاتې شوی، زمونږ کورنی جوړښت ( حکومت) زمونږ د قضایه او دارنګه مقننه قوه په ویشلي او نیمګړي حالت د همدې ټیکدارانو ترمنځ ویشلي ده.
اشرف غني احمدزي چې د ټاکنو په پیل کې د بدلون او دوام کومه ناره خپله کړي وه، هغه یې تته کړه، غږ یې په ستونې کې اوس بند ښکاري، اوس د خپلو کارونو په وړاندې توجیهات او تفصیلات وړاندې کوي، ګڼ روڼ اندې، لوستي افغانان چې روانو حالاتو لار ورکي کړي، فکر کوي چې د خلاصون لار همدا ده چې په حکومت کې دواړه لوري د ملي وحدت تر نامه لاندې شریک شي، او په دې توګه روان بحران ته د پای ټکی کیږدي. خو زما په اند، دا نه یواځې د ملت سره جفا ده بلکې ځان غولول هم دي. مار د اشرف غني په سینه لار کړي، او دا لار به د اشرف غني په چیچلو پای ته رسیږي.
د حل لاره یې په دې کې ده چې اوس هم وخت شته چې د افغان ملت له سپینو رایو څخه په کلکه دفاع وشي، د نړیوالو څارونکو د راپور په استناد نړۍ ته ډاډ ورکړل شي چې افغانانو خپل ولسمشر د ټاکنو له لارې انتخاب کړي او هغه باید وخت ولري چې پخپله ځانته حکومت جوړ کړي، دارنګه افغان حکومت وهڅول شي چې په ټاکنو کې قانوني مداخله وکړي او دواړه لوري د قانون حاکمیت ته اړ کړي، او بله لاره یې هم سیاسي او دمدني جوړښتونو لخوا د فشارونو ده چې باید اشرف غني دیته مجبوره کړي چې د افغان ملت له رایو دفاع وکړي او راتلونکی حکومت د اصلاحاتو او کړو ژمنو پر اساس رامنځته کړي، کنه خدای د مل شي دوطن او دملګرو.
When the Election amount & Expenses fund from other country the Election also like afghan Election, please waiting for new drama that was the beginning of serials’
په پشتو کی یو متل دی – دادی پټی سر دی او پتی ډیر سورور دی ـ پدی معنی چی که دغه حال وی څوک به ونشی کولای چی یو خاین ولی – ولسوال – قاضی یا بل چارواکی له دندی لری کړی