سپک مي مه بوله غورځنګ راباندي مکړه

زه پدې افتاده ګۍ کي لوی ګړنګ یم

وایې: چونګوښه چې کله لوټې ته وخېژي، کشمیر په خوب ویني.

زمونږ ورستې او د نورو استفراق کړې دموکراسۍ هم، د دې پرځای چي د قانون حاکمیت او د ولسي نظام د پیروۍ اصول را وپیژني، زښته ډیرې چونګوښې را ولاړې کړي او هره یوه، آن په کشمیر هم غاړه نه باسي.

د بحران تهدید، د وینو د سېلابونو تهدید، د فیډرالیزم، تجزئې او موازي حکومتونو تهدیدونه، په ښارونو کې عملا د ټوپکو د باړونو چلول، چې یو شمیر پولیس ئې هم ښه په نره ورسره بدرګه کوي او بالاخره په ډیره سپین سترګي د برحاله ولسمشر انځورونه راغورځول او لغتي پکې وهل، دا ټول ددې ښکاروندویېکوي چې یو شمیر او یا په څرګندو ټکو: یوڅو کسان، په رڼو سترګو کشمیر خو څه چې کوه قاف په خوب وینی او د یاجوج ماجوج پشان له سد سکندر سره ککرې جنګوي.
سیاسي لوبې او حقوقي مبارزې، ځانله خپل اسلوب، چوکاټ او ټاکلي معیارونه لري او باید، په چیلنج کې دیوه ملت له راوستلو، یا د هغوئ له ګروګان نیولو سره ئې توپیر وشي.

د افغانستان مسلمان او غیرتي ملت د پنځه زره کلونو په بهیرکې، له زورواکانو او یرغلګرو سره ډغرو د بټۍ د خښتو پشان پاخه کړي، له اسکندر مقدونی نه رانیولې، تر همدې اوسمهاله د هر متکبر او متجاوز پښي همدلته تر ګونډو په خټو ننوتلې او له هر څومره ساز او سامان سره ئې همدلته زور اوبه شوی دی.

اوسنی نسل چي د جګړې په لوخړو کې پیدا شوی او د جګړې په لوخړو کې ئې ټیکونه سپین شوي، ایله بیله ئې لږ د آرام او سکون ساه اخیستې، لګیا دي چې د علم، پوهې او هنر په مټ پرمخ ګامونه واخلی او له همدې کبله د زښتو ډیرو ناکړدو په وړاندې، له صبر زغم او متانت نه کار اخلي، خو دغه صبر او پټه خوله ئې د ویرې، یا د کوم داړه مار له تهدید نه د تیښتې علامه نه، بلکې د سېلاب په تل کې د درنو درنو کاڼو پشان،د سنګینۍ، حوصلې، زغم او بردبارۍ یو شهکار دی، چې په سړه سینه یې هر ډول توپاني څپو ته پر خپلو ککرو باندې لاره ورکړې.

که څوک افغانان، له جګړې، تجزیو، یا په یوه هیوادکې له بیلابیلو حکومتونو ویروی،لومړی باید لاندی څو ټکي لږ په سړه سینه ولولئ او که ئې ماغزه سرته راغلل، نو لطفا دی یوځل بیرته پرخپلو دړکو باندې له سره غور وکړی:

۱-هغه ولس چې دا څلوېښت کاله په متواتره توګه، په یوه تحمیلي او د پردو په جګړه کې ښکېل دي، هره ورځ دلسګونو او سلګونو تنکيو ځوانانو، پېغلو، ماشومانو، تورسرو او د ځیګر د ټوټو، سره پاشلې غوښې پخپلو لاسونو راټولوي، د ځمکې تل ته ئې سپاري او پردیو جګړو له هرڅه نه لوڅ لپړ کړي، هغوئ به نور د چا له جګړې او د جکړې له تهدید نه څه وبیریږي او څنګه به سرونه ورته ټیټ کړي؟

۲-په هغه هیواد کې چې لسګونه کلونه یو شمیر د پردیو پر اخور ولاړو، د فیډرالیزم او تجزیو نیمګړي ارمانونه خاورو ته ورسره وړي او ددغه یو موټي، مسلمان او پر وطن مین ملت، جوړښت، اړیکو، تاریخي ویاړونو، مشترکاتو او دملي وحدت لپاره پیاوړې او نه ايلیدونکې ارادې، دغه ډول هر ارمانجن ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړي، د اخلافو لپاره به ئې هم له دغه ډول رسوا او شرمنده سرنوشت پرته، نور هیڅ په لاس ورنشي. ان شاء الله تعالی.

۳-په هغه هیواد او آن هغه ښارکې، چې دا موجوده نسل د سر په سترګو، د ډیرو او موازي حکومتونو ناخوالې او بربادۍ لیدلې او د زهرو پشان ئې تر اوسه پورې لا هماغه ترخې خاطرې د وجود په هر هر رګ کې ټوپونه وهې، په هغوئ کې به بیا کوم لیوني موازي حکومتونو ته زړه ښه کوي؟

دغو لنډو تاریخی تجربو ته په پام سره، یواځنۍ او معقوله لاره، د ملت ارادې، قوانینو او له حقوقي لارو د ستونځو حل کولو ته مخه کول دي، له دې پرته بله هره لاره، په شکست محکومه او د ملت له محکمې ارادې سره ډغرې وهل دي، چې پایله به ئې رسوائي او پښیماني وي.
الله تعالی دې پر دې مظلوم او بې کسه ولس خپل فضل او مرحمت وکړي. امین.

(ډډې مو وهلې، سره پاشو بړبوکي پلاس)

(کاڼې یو، درانه یو، د سیلاب له څپو پاتي یو)

«هوتکی»

0 thoughts on “افغاني دموکراسي/ مولوي عبدالرحمن هوتک”
  1. کابل ته درغلم ، عبدالحکیم مجاهد سره می ولیدل ستاسی یی راته یادونه وکړه چه لوړپوړی چارواکی یی د الله ج څخه دی شیطان ته پناه وړی حیران پاتی شوم ، دا ورځی هم تیریږی لکه مخکی چه تیری شوی مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *