په ۱۹۴۵ کال کې د جاپان په ناګاساکي ښار باندې د اټمي بم چاودنې انځور، چې له چاودنې وروسته یې د ۱۸ کېلو مترو په شاوخوا کې هوا ته نفوذ وکړ.
اتومي (هستوي) وسیلې او یا هم هستوي وسلې هغو ته وایي چې د هستوي انشقاق او هستوي اتحاد څخه یې له لاسته راغلې انرژۍ نه، د ورانکارۍ او وژلو په موخه ګټه پورته شي.
دغه ډول وسلې یوازې او په لومړي ځل د امریکا متحده ایالاتو له خوا د جاپان په دوو ښارونو، ناګاساکي او هیروشیما باندې وکارول شوې چې په بشري تاریخ کې د ټول وژنو تر ټولو لویه او ستره غمیزه ګڼل کیږي.
اټومي بم
اټومي بم د هغو ټولوژونکو وسلو څخه دی چې د هستوي انشقاق او یا هم هستوي اتحاد نه د تر لاسه شوې انرژۍ نه یې د تخریب په موخه کار واخستل شي. د هستوي اتحاد نه د جوړو شوو اتومي بمونو د تخریب او قدرت کچه، د هستوي تجزیې نه د جوړشوو اټمي بمونو په پرتله خورا زیاته ده. حال دا چې په دواړو اټمي بمونو کې ماده په انرژۍ د(E=mc²) اړیکې په مټ اوړي. خو له هستوي اتحاد په مټ جوړو شوو اتومي بمونو کې د مادې زیاته برخه په انرژۍ اوړي. له پلوتیمو ( هستوي انشقاق) نه جوړ شوی اټمي بم، لومړی بم وو چې په ۱۹۴۵ میلادي کال کې امریکا د دوهم نړیوال جنګ په موده کې جوړ او بیا یې د همدې کال د جولای په ۱۶ نېټه د نیو مکسیکو په آلاموګوردو دښتې کې وازمویه. نو امریکا هاغه لومړنی هېواد دی چې اټمي بم یې د نظامي موخې لپاره وکاروه. (په هیروشیما ښار باندې یې له یورانیمو نه جوړشوی اټمي بم او په ناګاساکي ښار باندې یې پلوتینیمي اټمي بم وکاروه. یاده دې وي چې د یادو دواړو اټمي بمونو نه ترلاسه شوې انرژي د هستوي انشقاق تعامل له ډول نه وه)
ددې ډول وسلې جوړونه په فزیک او کیمیا کې اوږده تاریخي سابقه لري. خو د اټمي بم جوړول تر ډېره رابرت او پنهایمر او ادواردټېلر ته منسوب دی.
د هستوي وسلو تاریخچه
د اټمي بم جوړولو او لاسته راوړلو هڅې د لو مړي ځل لپار د آلمان نازي دولت پیل کړې، ځکه په همدې وخت کې د هامبورګ پوهنتون استاد او کیمیا پوه پل هارتک د نظامي موخې لپاره د اټمي انرژۍ په قوت خبر شو. نو نوموړي د۱۹۳۹ کال د فبرورۍ په څلرویشتمه نېټه د ټولوژونکې هستوي انرژۍ نه د جوړې شوې وسلې په هکله د برلین دفاع وزارت ته خبر ورکړ چې د همدې راپور نه وروسته د پلټنې لپاره یوه ډله جوړه شوه او د هستوي بم جوړولو په موخه یې آلماني فزیک پوه وارنر هایزنبرګ په غیر رسمي توګه د همدې څیړنیز ټیم مشر وګوماره.

په همدې وخت کې البرت انشتین د امریکا ولسمشر روزولت ته په یوه لیک کې خپله اندېښنه، چې ښایي آلمان هېواد د اټمي بم جوړولو په تکل کې دی، وښوده. نو له دې امله روزولت د دې څېړنې او د اټمی بم جوړولو په موخه له انګلستان هېواد سره د یوې ګډې پروژې په سر کار کولو باندې هوکړه وکړه. د یادې پروژې د پلي کولو لپاره د نیومکسیکو ایالت لوس آلاموس، د تنسي ایالت اوک ریج او د واشنګټن ایالت هامفورد سیمې په کار یووړل شوې او د هاغه وخت غوره فزیک پوهان یې ورته په کار وګومارل. که څه هم آلمان هېواد اټمي بم جوړ نه شو کړای خو د هاغه هېواد د نازي حکومت له لورې د نړیوال دویم جنګ نه مخکې د هستوي وسلو کارولو ګواښونه شوي وو. خو امریکایي څېړونکو د جې آر اوپنهایمر په مشرۍ لومړنی هستوي بم جوړ کړ چې په کال ۱۹۴۵ د جولای میاشتې په ۱۶ نېټه د نیو مکزیو په ترینتي سیمه کې وازمویل شو.دامریکا هوایي ځواک د همدې کال اګست میاشتې په شپږمه د Gay Elona سکادران۵۰۹ بم غورځوونکېپه نوم (چې اوس هم په واشنګتن کې ساتله کېږي) الوتکه د اقیانوی له سهیلي څنډو نه والوته او دهماغه ځای په ځایي وخت۸:۱۵ یې د هیروشیما په ښار د وړوکي ماشوم په نوم اټمي بم وغورځاوه. همدا بم وو چې د امرېکا نوم یې په تاریخ کې د ټولوژونکو وسلو د لومړني استعمالونکي په توګه ثبت کړ. په دغه بم کې چې ۶۴ کېلو ګرامه یورانیم پکې ځای په ځای شوي وو له ۹۶۰۰ مترو لوړوالي نه خوشې کړای شو او له ځمکې نه ۵۸۰ متره لوړ وچاودل شو چي د چاودنې زور یې د ۱۵ زرو ټنو TNT سره معادل وو. دغه بم د ۱۴۰۰۰۰ کسانو ژوند ترېنه واخست.
له همدې نه درې ورځې وروسته یانې د اګست په نهمه د ناګاساکي په ښار باندې د پنډ سړي په نوم د یوه بل پلوتونیمي اټمي بم د چاودنې له امله ۷۴ زرو وګړو ژوند له لاسه ورکړ. ددې بم د چاودنې زور له ۲۱ کېلو ټنو TNT سره برابر وو.
په یادې پروژه کې یو بل اتومي بم هم جوړ شوی وو، خو استعمال نه شو.
له دویم نړیوال جنګ نه وروسته په امریکا کې د هستوي وسلو په اړه څېړنې لا هم پراخه شوې. که څه هم داسې ګمان کېده چې تر ۱۹۵۵ کال پورې هیڅ کوم بل هېواد نه شي کولای هستوي وسلو ته لاس رسی ومومي، خو یوه الماني فزیک پوه کلاووس فیوکس چې د اوپنهایمر ټیم سره یې د زورورې چاودنې (High Explosive) توکو په برخه کې کار کاوه، په ترینتي کې یې د ازمویل شوي اټمي بم د جوړښت فورمول روسي څارونکو ته ورکړ. نو په همدې ډول هم روسیې د ۱۹۴۹ کال د اګست په ۲۹ خپله لومړنۍ اټمي ازموینه په کامیابه توګه تر سره کړه. دې کار غربي نړۍ ولړزوله. دا چاودنه د امریکا او شوروي هېواد تر منځ په وسله وال رقابت هم بدله شوه چې د سوړ جنګ په پراخوالي کې یې مهم رول ولوباوه.
له دې نه وروسته امریکا د هایدروجني بم یا هم د هستوي تودوخې(Thermonuclear) بم جوړولو په فکر کې پرېوته. ددغې پروژې مشري د اوپنهایمر په ځای ادوارد ټېلر په غاړه درلوده. د رمز مایک په نوم د هستوې تودوخې اټمي بم لومړنۍ ازموینه د ۱۹۵۵ کال د نومبر میاشتې په الوګاب جزېرې کې تر سره شوه ددغې چاودنې په موخه د کارول شوو تجهیزاتو وزن تر ۶۵ ټنو پورې رسېده. که څه هم په دې بم کې د هایدروجن له مایع ایزوتوپونو دیوتریوم او ترېتیوم نه ګټه پورته شوې وه نو له همدې امله یې دې بم ته د(wet bomb) نوم ورکړ. ددې بم د چاودنې زور دوه مېګا ټنه TNTښودل شوی وو. خو د شوې وړاندوینې په خلاف ددې بم د اودنې زور له ۱۰.۴ مېګا ټنو TNT سره برابر وو. حتی تر دې چې د شاوخوا اورین قطر اوږدوالی یې یوازې پنځه کېلو متره وو آن ددې ازموینې په پایله کې د یادې جزیرې ټولې اوبه تبخیر شوې، د ۸۰۰ مترو په شاوخوا کې یې کډی له ځانه نښاني پرېښود چې د خولې شعاع یې د درې کېلو مترو په شاوخوا کې وه.
د اتومي بم چاودنې په هکله څو مهمې خبرې
- د هستوي بم چاودنې سیمه په پنځو برخو وېشله کېږي: ۱-د تبخیر سیمه ۲) بشپړه ورانه شوې سیمه ۳) زیاتې ګرمۍ ځپلې سیمه ۴) زورورې چاودنې ځپلې سیمه ۵) زورور باد او اور ځپلې سیمه. یاده دې وي چې د تبخیر په سیمې کې د تودوخې درجې کچه تر سل ملیون سانتي ګرېد درجو پورې لوړېږي، نو په یادې تودوخې درجه کې له انسانانواو څارویو نه نېولې تر فلزاتو پورې ټول شیان اور نه اخلي او په بخار اوړي.
- ددې چاودنې اغېزي تر پنځو کېلو مترو شعاع پورې وجود لري او چاودونکې څپه یې چې زښته زیاته انرژي له ځانه سره لېږدوي او کولای شي د ملیونونو ډالرو په ارزښت برېښنایي تجهیزاتو لکه سپوږمکۍ او مخابراتي سیستمونه له کاره وغورځوي.
- پورته یادې شوې اغېزې ددې بمونو ظاهري او فوري بڼې دي. خو له چاودنې نه وروسته ددې بمونو نه په سیمه کې د راولاړ شوو زیانمنوونکو تشعشعاتو او رادیو اکتیف وړانګو د خوريدو له امله تر راتلونکو اوږدو کلونو پورې هیڅ کوم ژوندی څاری ژوند ته دوام نشي ورکولای.
- رادیو اکتیف وړانګې له ګاما، الفا، بېټا او نیوتروني تشعشع نه جوړې دي. چې الفا وړانګه یې تر ټولو نه خطرناکه ده خو د نفوذ وړتیا یې په بدن کمه ده، دا ځکه چې په بدن کې یې د ننوتلو وړتیا تر ۱۰۰ ملي مایکرون پورې ده.
- د ګاما وړانګه له کانکرېټي دېوال او تېږو نه هم تېرېږي. خو ۹ ملي متره سرب او یا هم هره ۲۵ متره هوا یې د تشعشع زور راکموي. دغه وړانګه هم د لوړې فرېکونسۍ لرلو له مخې زیاته انرژي لري. که چېرې د انسان له بدنه سره ولګېږي نو له حجروي جوړښت نه تېرېږي او د بدن په دننه کې د دای اوکسي رایبو نو کلیک اسید (DNA) له منځه وړلو لامل گرځي. چې په پایله کې د یو شمېر سرطاني او لاعلاجه ناروغیو لامل کېږي. آن دا چې دا ناروغۍ راتلونکو نسلونو ته هم خورېږي.
یاده دې وي چې د ګاما وړانګې د تشعشع نه د مخنیوي په موخه لس سانتي مترو پورې سربي دېوال ته اړتیا ده.
په نړۍ کې د شته اتومي بمونو شمېر
د نړۍ په پورته نقشه کې رنګ هاغه پنځه هېوادونه ښیي چې په رسمي توګه هستوي وسلې لري. د هستوي وسلو لرونکي هېوادونه هاغه هېوادونه چې د خپلو هستوي وسلو او تاسیساتو په لا پراخوالي کې شکمن دي هاغه هېوادونه چې یو وخت یې هستوي وسلې او هستوي تاسیسات لرل هاغه هېوادونه دي چې هستوي وسلې لري خو په پراخه کچه یې تولید کړې نه دي.
د ملګروملتونو نړیوال سازمان مشر بانکي مون په مکسیکو ښار کې د هستوي وسلو په دوه شپېتم نړیوال کنفرانس کې وویل چې د ۲۰۰۹ کال د سپټمبر تر نهمې نېټې پورې په ټولې نړۍ کې ۲۰۰۰۰ اټمي بمونه جوړ شوي دي.
کوم هېوادونه هستوي وسلې لرې؟
د وېټو حق لرونکو پنځه هیوادونو (انګلستان، فرانسه، روسیه، امریکا، چین) برسېره هند، پاکستان او شمالي کوریا تر اوسه پورې دا ډول وسلې لري.
داسې ګمان کېږي چې اسرائیل هېواد هم دا ډول وسلو ته لاس رسی لري، خو دا هېواد د خپل پټ هستوي سیاست له مخې هیڅکله هم ددې ډول وسلو لرل نه دي منلي.
اتومي بمونه په درې ډوله دي
- د هستوي انشقاق په مټ جوړ شوی بم (A-Bomb)
- د هستوِياتحاد په مټ جوړ شوی بم (B-Bomb)
- نیوتروني بم (N-Bomb)
ولې هستوي وسلې؟؟؟
دا ځکه چې نورو جنګي وسلو ته په پام سره هستوي وسلې لاندې ځانګړنې لري.
- د درنو مالي او ځاني زیانونو رامنځته کول
- د چاپېریال ککړتیا
- مقابل لوري ته تهدید او پرې د ټولو غوښتنو منل
- د جنګ لوري بدلول
- د ورانکارۍ او درنو زیانونو پراخي
- په هر ډول شرایطو کې ترېنه په چټکتیا ګټه اخستنه
- په تاسیساتو کې یې د ورانکارۍ پراخېدنه
خو یادونه باید وشي چې د هستوي وسلو دغو ځانګړنو ته په کتو سره سره یې لرونکي هېوادونه له لاندې ستونزو سره لاس او ګرېوان دي:
- د نړیوالو له کلک غبرګون سره مخ دي.
- شاید دښمن یې هم لاس رسی ورته ومومي.
- په سیمې کې هستوي ککړتیا رامنځته کوي.
- د تشعشعاتو نه کنترول یې
د هستوي چاودنې اغېزې او پړاوونه یې!!!
تودوخیزه تشعشع
- د چاودنې په سیمه کې د یوه سور تنور جوړېدنه، کوم چې د تودوخې درجه یې تر څو ملیون سانتې ګرېد درجو پورې رسېږي ( دا تودوخه د لمر سطحې له تودوخې نه هم لوړه ده).
- ځانته په خپل نزدې واټنو کې هر پروت شی په سپینې ایرې اړوي.
- له پورتني عمل سره د تېز باد شتون هم مرسته کوي کوم چې په هماغو دوو یا دریو ثانیو کې رامنځته کېږي او د غږ سرعت نه دوه برابره په چټکۍ سره حرکت کوي او له خپلې مخې نه هر شی لرې واروي.
- هغه توکي لکه ډبرې او…. چې د چاودنې څپه یې له ځانه هاخوا او دې خوا واروي، له بېرته راغورځېدلو سره سم انسانانو ته جدي ګواښ پېښولای شي.
- د چاودنې څپه په خپله هم د انسانانو په مغزو بده اغېزه پرې باسي او د عدم تعادل (موقتي او یا هم دایمي) لامل یې کېږي چې موږ ورته څپې وهلی هم وایو او همدارنګه یې د غوږونو پردې څېرلو، د سینې قفس زیانمونولو لامل کېږي.
- د چاودنې له ځای نه د لرې والي په صورت کې یې د تودوخې کچه هم راټېټېږي.
اتومي تشعشع
دا وړانګې (تشعشعات) ډېرې خطرناکې دي او له چاودنې سره یوځای هرې خواته خورېږي چې په څلورو ډولو دي:
الفا
نورو ذرو ته په کتو سره د یادې ذرې د نفوذ وړتیا او فریکونسي کمه ده چې د کاغذ پاڼې او یا هم د انسان پوټکی یې درولای شي.
بېټا
ددې ذرې د نفوذ وړتیا د الفا ذرې په پرتله زیاته خو فریکونسي یې کمه ده او د یوې درې ملي مترو فلزي ورقې په مټ درېدلای شي.
ګاما
دغه وړانګه د راډیویي څپو په څېر د لویې فرېکونسۍ لرونکې ده چې د نفوذ او تخریب کچه یې هم ډېره ده. ۱۵ سانتي متره سمنټي پلستر او یا هم ۲۰ سانتي متره کاګېل یوازې ددې وړانګې نیمی برخه نیولای شي او نیم نور یې خپلې زینمنوونکې اغېزې شیندي.
نیوترون
نیوترون هم د ګاما په څېر زیات زیانونه پېښولای شي په دې توپیر چې ګاما وړانګه او دا ذره ده، بل دا چې ددې ذرې تخریب کچه د نورو شیانو په پرتله په ژوندي څارو کې زیاته ده. چې د چاودنې پر مهال زیاته وژونکې وي.
په پای کې دا یادونه اړینه بولم ، تر دا مهاله زوروره هستوي چاودنه په ۱۹۶۱ کال کې روسیې هېواد د ۵۰ مېګا ټنو TNT په برابر تر سره کړې ده.