د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال له افغانانو څخه د افغانانو د ضرورتونو د تعين په باب د وړاندي سوي پېشنهاد ملاتړ وکړى

نيټه١٣٩٢، ٠٤، ٠٩

کندهار ولایت خبرپاڼه

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بانکي مون، مرستيال جان ايليسن وايي چي د کندهار د محلي ادارې د هغه وړانديز ملاتړ کوي چي پر اساس يې بايد  نړيواله ټولنه  او مرستندويه ادارې د افغانستان د خلکو اړتياوي له افغاني ادارې څخه وغواړي څو مؤثريت يې زيات سي.

نوموړي چي نن سهار يې په کندهار ولايت مقام کي له کندهار والي او نظامي و ملکي استازو سره ليدنه درلوده زياته کړه چي د کندهار د محلي ادارې دغه پېشنهاد ډېر ځاى دى چي بايد  د مرستو د ښه مؤثريت او د خلکو اړتياوو ته د پر وخت جواب ويلو لپاره د خلکو او افغاني ادارې لخوا پر وړانديز سوو پروژو او غوښتنو باندي کارونه وسي.

نوموړي زياته کړه(( موږ ژمن يوو چي په اوږدمهالې توګه له افغانانو او افغانستان سره خپل ملاتړ ته ادامه ورکړو، مهمه نه ده چي له ٢٠١٤ وروسته به پېښ سي، څه چي زموږ لپاره مهم دي هغه دادي چي د اوږدمهال لپاره له افغانانو سره اوږه پر اوږه کار وکړو او د تيري لسيزي لاسته راوړني وساتو)).

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا ښاغلي ايليسن ته وويل چي په افغانستان او په خاصه توګه په کندهار ولايت کي د يوناما فعاليت ډېر محسوس دى او اداره يې ورڅخه مننه کوي.

نوموړي زياته کړه چي د حالاتو د ښه والي لپاره بايد ولاياتو ته توجه زياته سي او کندهار ته تر نورو هغو ترجيح ورکول سي، ځکه په خبره يې چي لوى کندهار د افغانستان د تارېخ سرلارى دى او بايد دلته پاملرنه زياته سي ځکه چي اوس هم د وسلوالو مخالفينو لويه کتله له دغې حوزې متشکله ده.

هغه وويل چي د نړيوالي ټولني له ټولو مرستو مننه کوي خو په وينا يې چي دغه مرستي بايد د افغانانو له اړتياوو او پېشنهاداتو سره سمي مصرف سوي واى ترڅو ګټه يې ډېرو خلکو ته رسېدلې واى.

کندهار والي پېشنهاد وکړى چي مرستندويه ادارې دي د محلي حکومت او خلکو په خوښه کارونه وکړي ترڅو هماهنګي رامنځ ته سي او مرستي د څو قانون ماتوونکو او جنګسالارانو پر ځاى اړمنو او متضررو خلکو ته ورسيږي.

ښاغلي ويسا اندېښنه ښکاره کړه چي د انتقال مرحله يوازي په نظامي بخش کي تطبيق سوې او په دې توګه ملکي او پرمختيايي برخي په ټوله معنى له پامه غورځول سي چي کېداى سي ښه عواقب ونه لري.

هغه يادونه وکړه چي بايد د نظامي انتقال ترڅنګ په حکومتدارۍ، اقتصادي پراختيا، پرمختيايي او ښوونيزو برخو کي هم انتقال صورت پيدا کړي او ټول کارونه په هم مهاله توګه پر مخ ولاړ سي.

نوموړي د ولسمشرۍ د ټاکنو، د سولي پروسې د برياليتوب، له مخالفينو سره د ځوانانو د شموليت د کمښت او د نشه يي توکو سره د قوي مبارزې لپاره د عامه پوهاوي سطحي پر لوړلو باندي ټنګار وکړى او په دې برخه کي يې د کور، مسجد او مکتب د سره وصلولو طرحه تر ټولو کارنده وبلله.

د ملل متحد مرستيال وويل دوى اماده دي چي له افغاني ادارې څخه د هغوى اولويتونه تر لاسه کړي او بيا يې د فعاليتونولپاره د خپلو امکاناتو په چوکاټ کي کارونه سرته ورسوي.

ښاغلي ايليسن د محلي ادارې لخوا د تيرو کلونو په اوږدو کي د ترسره سوو کارونو او فعاليتونو ستاينه وکړه او زياته يې کړه چي د هغو هڅو په نتيجه کي د کندهار ولايت په بېسارې توګه يو ښه مثبت تغير کړى او حالات د سمون خوا ته روان دي.

هغه وويل چي افغانستان به راتلونکى کال له يوه خورا حساس پړاو څخه تيريږي چي هم به بهرني ځواکونه مسؤليتونه افغانانو ته سپاري او هم به د ولسمشرۍ انتخابات کيږي، چي دواړې مسئلې ډيري مهمي او تاثير ګزاره دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *