د لغمان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه:
په سیمه ییزو پولیسو د سرک د غاړې ماین په چاودنه کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
نن سهار د پنځو بجو په شا و خوا کې د بادپښ ولسوالۍ اړوند د وچې پلوڅې او تور راغه ډاګ تر منځ د سیمه ییزو پولیسو په یو رنجر موټر د سرک د غاړې ماین انفجار کړی چې له امله یې د محمد الله په ګډون چې د یوې پوستې قوماندان دې ۳ تنه شهیدان شوي او څلور تنه محلي پولیس زخمیان شوي دي.
زخمیان دا مهال ټول روغتیايي مرکزونو ته د درملنې لپاره لیږدول شوي او همدارنګه د پیښې په تړاو تر دې دمه څوک نه دي نیول شوي ولې په اړه یې پلټنې روانې دي.
لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي د سولې او وطن د دښمنانو دغه غیر اسلامي کړنه په کلکه غندي، شهیدانو ته د څښتن تعالی له درباره د فردوس جنت، زخمیانو ته د ژر تر ژر روغتیا او کورنیو ته یې د جمیل صبر هیله لري.