باران ودرېد. هوا لا هم سړه وه. زړه نازړه له خونې ووتم.د ونو له پاڼو لا څاڅکې څاڅکې اوبه څڅېدې.

له پیاده روه سړک ته شوم. سړک تش و. د سمندر غاړه خالي وه. له څپو لیرې سپینې شګې  باران لندې کړې وې. بوټ مې په لاس کې ونیول. په لندو شګو وېبلې پښې رهي شوم. د څپو شور، د سمندري مرغانو غږ او یوازې زما  د ذهن نا ارامي مې اورېده او محسوسوله. نور هیڅوک او هیڅ نه و. لیرې ښه لیرې مې یوه کښتۍ ولیده. ونه پوهېدم بار وړونکې وه که سپرلۍ یې درلودې. شاته مې وکتل. په پستو شګو باندې مې د پښو خاپونه وو. رایاده یې کړې. سره ویلي مو وو چې سمندر غاړو ته به راځو. په شګو به سره رغړو. منډې به پرې وهو. تا ویل اوبه به راشیندې.

یخ مې په زړه ننووت. ځان مې ټول کړ. لیرې مې یوه نجلۍ او هلک ولیدل. وېبلې پښې د سمندر اوبو ته نژدې ولاړ وو. څپو یې پښې ښکلولې. دوی یو بل په غېږ کې ټينګ نیولي وو. د یو بل په اوږو یې سرونه ايښي وو. خوند یې راکړ. ته یې رایاده کړې. تا ویلي وو چې ښه سره ستړي شو بیا به مې په ټټر سر ږدې.

ورنژدې شوم. هلک د نجلۍ له اوږې سر راپورته کړ.

–          وبخښه سګېرټ به نه لرې؟

سر مې وښوراوه. نجلۍ له هلکه جلا شوه. شنې سترګې یې  زهیرې راښکاره شوې. لکه ژړلي چې یې وي. هغې وپوښتلم:

–          ویسکي هم نه لرې؟

ورته موسک شوم. بیا مې هم د سر په خوځولو ځواب ورکړ. هغه له هلکه جلا شوه. سمندر ته یې وکتل. اوبو ته ورګډه شوه.  تر نامه پورې په اوبو کې وه. هلک ورته کتل. نجلۍ نوره هم مخته ولاړه. څپه راغله، ټوله یې لنده کړه. هلک کمیس ویوست. ځای پر ځای یې وغورځاوه. اوبو ته ورننوت. پسې ورغی.غوپه یې ووهله. ورک شو. لږ لیرې یې سر له اوبو ویوست. نجلۍ هم په لامبو شوه. دواړه تر لیرې لاړل. بیرته په شا راغلل. دواړو  راته وکتل. زه یې لا هم په ننداره وم. په خپلو کې یې څه وویل. ماته یې وکتل. سره موسک شول. یو بل یې په شونډو ښکل کړل. د سمندر تروې اوبه به یې حس کړې وي.

ته رایاده شوې. چپس دې خوړل. د چپسو مالګې دې چاودې شوې شونډې وسوځولې.ما ویل که ښکل یې کړم جوړې به شي. تا خندل او ویل ماشومه نه یم ، مه مې غلطوه.

په لندو او پستو شګو مخته ولاړم. لمر راوخوت. هوا توده شوه. د سمندر غاړې ته خلک راغلل. ګڼه ګوڼه شوه. شور شو. په عذاب یې کړم. د کافي بوی مې حس کړ. یوه پیاله مې واخیسته. په اوږدې څوکۍ کښېناستم. خلکو ته مې کتل. کافي مې بویوله او څښله. هغه نجلۍ او هلک مې ولیدل چې مخته یې سګرېټ او ویسکي راڅخه غوښتل. د یو بل لاس یې نیولی وو. اوبو یې وېښته داسې لانده کړي وو لکه په سر یې چې سرېښ شوي وي. هیڅ یې نه سره ویل. سرونه کښته، ورو ورو پر مخ تلل. ورپسې روان شوم. یو وخت یې شاته وکتل. ویې لیدم. ودرېدل. ورته موسک شوم. هلک راته وویل:

–          په موږ پسې یې؟

–          نه ، ولې؟

څه یې ونه ویل. داسې یوې خوا ته ودرېدل لکه راته وایي چې ځه نو لار دې وهه. ترې مخته شوم. چټک شوم. شاته مې ونه کتل. له ساحله لیرې شوم. د پارک پر یوې څوکۍ کښېناستم. یوه بوډۍ راغله. تر څنګ مې کښېناسته. موسکه شوه. ویې ویل:

–          ستړې شوم.

څه مې ونه ویل. دې راته وکتل:

–          ځوانه ته سم یې؟

–          هو ولې؟

–          هسې پرېشانه راته ښکاره شوې.

غلی شوم. ته رایاده شوې. یوه ورځ دې راته ویل چې ته غلی شې ګومان کوم څه شوي دي. بوډۍ ته مې وویل:

–          یو څوک رانه بېل شوي دي.

–          اه! مینه بده ده.

بوډۍ ته مې وکتل. سره راځړېدلي اننګي یې په لاسونو نیولي وو. په چورتونو کې ډوبه وه. ومې پوښتله:

–          ته میینه شوې یې؟

–          هر انسان میینیږي.

–          د شرق میینان نه سره یو ځای کېږي، تاسې بختور یاست، سره یو ځای کېږئ.

بوډۍ راته وکتل. سترګې یې سره ورغلې لکه حافظه چې یې سپړله او پوښتله. مخ یې واړاوه. په زنګنو یې لاس کېښود. په سختۍ پورته شوه، ویې ویل:

–          یو ځای کېدل یې یوه برخه ده، پالل یې بله. که یو ځای شې او ویې نه پالې نو څه.

بوډۍ کړوپه ملا رهي شوه. رایاده شوې. ویل دې زما او ستا روح سره ملګري دي. نه سره بېلېږو.

د څوکۍ مخته مې سمندري مرغان کښېناستل. لکه دوه میین سره نژدې نژدې کېدل. ونه پوهېدم لوبې یې کولې که ځورول یې سره، یو یې والوت. بل ورپسې شو. شور یې شو. د تیلې فون زاړه پيغامونه مې وپلټل. ستا وروستۍ خبره مې ولوسته.

–          اې که هر ځای وې که له هر چا سره وې زه به دې په تمه یم، درپسې به یم.

یوازیتوب ستړی کړم. پورته شوم. نه مې لوری درلود نه هدف، رهي شوم، له سمندرغاړو لیرې شوم. خونې ته ستون شوم. پر کټ پړمخې پرېوتم.

د اګست لسمه ۲۰۱۴

بورنتمت د سهار ۱۱:۴۹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *