تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې تر پرونه د ۷ زره ۳۸۲ صندوقونو رایې شمېرل شوي وې او نن یې د ابطال پړاو پیل شو.

د رایو تفتیش د ۲۶۰ ټیمونو له لوري په ۲ شیفتونو کې روان دی.

له دې سره په یووخت د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د کورنیو او نړیوالو څارونکو تر څارنې لاندې د رایو د پایلو د جمع بندۍ بهیر نن /پنجشنبه/ پیل کړ. په دې بهیر کې ښودل کېږي چې کومې رایې باطلې شوي او کومې منل شوي دي.د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی نور محمد نور وویل، د دې بهیر په پای کې به د انتخاباتو قطعي نتیجه څرګنده شي.

د ښاغلي نور په وینا د رایو د باطلېدو په اړه ځینې پرېکړې به د ټولو په وړاندې وشي.

د ده په وینا د رایو د تفتیش او بیا شمېرلو په مهال له کړنلارې سره سم یو شمېر مشکوکې رایې په نښه کېدې او اوس د باطلېدو په مرحله کې د هغو د ابطال په اړه پرېکړه کېږي.

له دې پړاو سره په یووخت به د پاتې رایو د تفتیش او بیا شمېرلو کار دوام وکړي څو د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې په ټاکلي وخت څرګندې شي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن یو وار بیا غوښتنه وکړه چې د رایو پایلې دې له ټاکلي مهالوېش سره سمې څرګندې شي.

نور د شپږ زره صندوقونو د بیا تفتیش او شمېرلو احتمال مطرح کړ، ویې ویل چې هر کاندید د ۳ زرو صندوقونو په اړه شک څرګند کړی او وړاندیز یې کړی چې هغه دې بیا وکتل شي.

دا صندوقونه تراوسه پوري تفتیش شوي نه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *