خواښې او مږور (انږور) ولي بد سره وړي، کولای سو د دوی تر منځ روغه جوړه راولو او که له دې څخه هم د فلسطین او اسرایلو پېچلې کیسه جوړه سوې ده؟
ډېر لږ به یوه مږور ووینو چي خواښې ته دعاوي وکړي او یا هم خواښې له مږوره خوشحاله وي. راځي هغو مسایلو ته پام وکړو چي د دوی تر منځ د ډېر بدبختیو او ناخوالو لامل ګرځي.
په لندن کې مي له یوې مېرمني وپوښتل چې د خواښي رویه یې د دې په وړاندې څنګه وه. هغې داسي راته وویل: ( تر واده وروسته مي د خواښي ډېر عزت او خدمت کاوه، هغه هم ډېره خوشحاله وه، زموږ تر منځ کومه بله ستونزه نه وه، ورځ تر بلي ورځي زه پر خپل خاوند ګرانېدلم، هغه خپل ګرانښت ښکاره کاوه، د خپلي کورنۍ په شتون کې به یې هم پرما ډېره پاملرنه کوله، زه پوهېدلم چي زما د خواښې حسادت ورو ورو راپارېدی، هغې به حق ناحق بهانې لټولې زما له نورو یوڼو (د لیور مېرمن) څخه یې هم ښه نه وړل خو زما سره یې هم نور ښه وضیعت نه کاوه. په هر کار کې به یې ممانعت کاوه، او د کور آرامه فضا به یې خرابول. زما نورو یوڼو یې ښه جوابونه زده وه، خو ما ټوله پر ځان تېرول او په شپو شپو به مي یوازې د ځان سره ژړل)
نوموړې مېرمن وایي هغه ښځه چې پر خپل خاوند ډېره ګرانه وي خسرګڼي کست ورسره کوي او ښه نه ځیني وړي.
په افغانستان کې د ژوند شرایط د نورو هېوادنو په پرتله دې ته نه دي اماده چي د واده وروسته دي زوی او مږور خپل ځان ته ژوند پیل کړي. دا خبره ډېره عادي ده چي مږور به هم په هغه کور کې ژوند پیلوی چیري چي د هغې ټوله خسرګڼي اوسېږي. اوس چي نو له دې ډول ژوند کولو څخه چاره نه لېدل کیږي نو آیا دا اړینه نه ده چي یو تر بل ښه ژوند کول زده کړو؟
او یا هم په ځینو کورنیو کې بیل ژوند کول د بې اتفاقۍ او د مور او پلار په وړاندې د بې احترامۍ او لاپروایۍ ښکارندوي کوي. دا ډول افغانۍ کورنۍ په بهرنیو هېوادونو کې هم ګډ ژوند کوي، او دا په اصل کې یو افتخار بولي چي مږور او زوی یې له دوی سره له واده وروسته ګډ ژوند غوره کړي.
داچي ګډ او که بېل ژوند په کار دی هغه د هرې کورنۍ خپله شخصي مسله ده خو خواښې او مږور که ګډ اوسېږي او که بيل باید ښه ژوند کول زده کړي. او نورو ته اجازه ور نه کړي چې د دوی پر کورني مسایلو د هغو مجلسونه تازه وي.
یوې بلي میرمن دخپل زړه حال داسي را سره شریک کړ، ( زه نجلي وم، ډېره نه پوهېدلم، د کور کار مې نه و زده، خواښې به مي د هر کار پر سر راته دردېدله او په دې هم ډېره په غوسه کېدل چې پلار مي ښه واده ځینې غوښتي و، او د واده په شپه یې ورته وویلی وه چې زما لور ته ښه د زرو امیل ورنه کړی نو واده نسته، له هغه راهیسي چې ما به هر څه کول نو هیڅ به هم نه وه، دوی ماته کری ورځ د پلار پېغورونه راکول، ویل یې ، زما پلارګڼۍ په څه نه پوهېږي او غریبان دي، خواښي مي مځکه سور اور کړې وه، ویل یې موږ باید تا له سره تربیه کړو، چې کله مي کوچنی پېدا شو نو هغه لور وه ماته یې سمه ډوډی نه راکول، ما د لوږې شیدې نه درلودې چې لور ته یې ورکړم، او هغې به ټوله شپه ژړل).
د دې لیکنې مخکي مي له ډېرو ښځو پوښتنې وکړي او دشخړو لامل اود حل لارې مي ځیني وپوښتلي، هغوی راته خپلي کیسی وکړي ډېرو دا مشوره ورکول چې په هغو فامیلونو کې چې نارینه یې کورنیو چارو ته پاملرنه کوي، او په دې مسایلو پوه وي ، شخړي هم لږ لیدل کیږي.
هغه علتونه چې د کورنیو شخړو سبب ګرځي کیدای شي له لاندې مسایلو څخه راپورته سي :
د خواښي خپله د پاچاهۍ چوکۍ نه زړه کیږي چې کلونه وروسته یې د یوې اوږدې مبارزې په پای کې له خپلي خواښي تر لاسه کړې او نه غواړی چې بې تجربې مږور ته یې وسپاري.
د مږور یې زوی په کار وي خو د مور او پلار کار او قهر ته یې ځان نه شي ټینګولای او زوی ته یې شپه او ورځ زګېروی وي
زوی یې د مور او مېرمني تر منځ اختلافات او کورنۍ شخړي نه سي حلولای
مږور ډېره تجربه نلري او د خواښي د مږور غلطیو ته نفس تنګ تنګ ګیږي
خپل تر منځ د پیسو، د کور کار، میلمنو او نورو مسایلو پر سر جوړه نه سي کولای
خواښې غواړي له مږور څخه د کور د مزدوري کار واخلي او حق یې ځیني خوري
خواښې زوی ته د بل واده په ورکولو مږور ته اخطارونه ورکوي او غواړې له دې لاري هغه کنټرول کړی
مږور غواړي زوی د خواښي جلا کړي او خپل آزاد ژوند ولري ، د سپین ږیږي او سپین سری غمونه پر ځان نه وړي
دخسرګڼۍ په واده ډېر مصرف سوی وي او د خواښي یې زړه درد کوي زوی یې هغه پورنه نه وي ادا کړي چې مږور یې نور خیالونه په سر ګرځوي
د مږور کورنۍ یې یوه ورځ نه بله ورځ را روان وي او پر خواښي یې بد لګیږي، وایي د زوی کور مې پر چرګه بار سو
مږور یې ډېره د پلار کره ځي ، خواښې وایي: ویل مږور را واده کړه په استراحت به سې خو دا هره ورځ د پلار کره ځي ، دا یې نو اوس څه ګټه وکړه.
د کورنۍ خزانه د خواښې تر زنګانه لاندې وي او دمږور د نوي فکرونو د عملی کېدو لپاره پیسې نه ورکوي، خزانه چي د هر چا په لاس کې وي پرېکړه به هم دهغه په خوښه وي.
کښته اقتصاد هم د کورني جنجالو تهداب اږدي.
ټولو مږندو ته په یوه سترګه نه کتل او دهغو تر منځ بې ځایه سیالۍ ته لمن وهل. د هغي مږور ډېر عزت کول چې له بډایه کورنۍ څخه راواده سوې وي او ډېره شتمني یې د خپل خاوند کورته راوړې وي.
خواښي ، زوی په خواری لو ی کړي وي، تر ګټي وټي یې رسولي وي، د زړه ټوټه یې وي، مینه یې زیاته ورسره وي، خو چې کله مږور کورته راسي نو د زوی پاملرنه یې تر ډېره حده خپلي مېرمني ته سي، د هغه کار لپاره چي به یې ږغ تر موره پوري و هغه اوس مېرمني ته وایي، مور دلته ډېره ناهېلې کیږي چې زوی یې دغه توازن نه سي ساتلای، که څه هم چې د زوی دې باریکو ته ډېر لږ پام کیږي خو که چیري زوی د واده سره سم د خپلي مور او مېرمني تر منځ د پاملرنې انډول وساتلای سي نو شاید د مور طبیعي حسادت یوه څه راکم سي او زور یې تر بې ځایه پلمو او بهانو ونه خیژي.
تر ډېره ځایه د خواښي او مږور تر منځ مسایل زوی حلولای سي ، هغه نارینه چې په کور کې دغه اړیکو ته خاص پام کوي او ځان په خبروي کېدای شي یوڅه کورني مشکلات حل کړي. د مثال په توګه: څه وخت چي تر غوږه یوه خبره یا شخړه رارسیږي نو که هغه موضوع د هر چا له خوا راپورته سوې وي نو باید د کیسې دواړه خواوي وڅېړي، بې طرفه قضاوت وکړي، د مور احترام او د مېرمني ګرانښت تر منځ ځان بند رانه ولي او د موضوع اساسي ريښو ته ځان ورسوي. دا دیو ه نارینه په مهارت او هوښیاري پوري اړه لري چي دې ډول مسایلو ته څنګه د حل لار را پېدا کولای سي. په یاد ولري چي یوه کیسه دوه اړخه لري. قضاوت باید د روغې جوړې بڼه ولري او داسي حل ولري چي نور د دې موضوع ته د پای ټکۍ کښېږدي او داسي شخړي نور جنجالونه ونه زېږوي.
د مږور باید دغه خبره چې یو سر دوغوږونه مېړه به په لاس ورځي مطلق له خپل زړه څخه وباسي ، د لومړی ورځي د مېره سره یوځای د هغه کورني هم په دې پوري اړه لري، واده یوازې د مېړه سره نه کېږي په اصل کې د هغه ټوله خپلولان او ان ګاونډیان یې هم په دې پوري اړه لري.
د کور د کار په هکله هم د لومړی ورځي باید خپل روښانه دریځ وړاندي کړي، که د کار کولو طریقه یې د خسرګني سره فرق کوي نو کولای سي هغه څه چې د دې ښه زده وي هغو ته ور وښووي او هغه څه چې یې د خسرګڼي ښه زده وي خپله زده کړي په زده کړه کې شرم نسته خو بې ځایه پر خپل غلط کار باندی د صیحي ټاپې وهل یې هم په تاوان ده او هم د کور آرامه فضا خرابوي.
مېړه ته هره ورځ د مور او پلار څخه سر ټکول د هوښیارۍ علامه نه ده، د مېړه مور او پلار هم د زوی بد نه غواړي او دمږور ژوند یې د زوی سره تړی وي. ښه خبره به دا وي چې کوچني مسایل د مېړه د مور او پلار سره پرته له بې ځایه احساساتو مطرح سي او هغوی ته دا ووایي چې دا هم د دوی د اولاد په څېر ده، هغوی ته د درواغو ویلو، بې ځایه غرور څخه ځان وساتي ، ښه انسان هیڅ وخت په ژوند کې پر شا نه ځي. خو باید د خپل حق څخه دفاع وکولای سي ، هغه څه چې خوښ یې نه وي د سالمه د لایلو سره سم ددوی په مخ کي وړاندې کړي او خپلي خسر ګڼي ته قناعت ورکړي.
مږور ته باید د اولاد په سترګه وکتل سي، ټوله نجونې چالاکه او تیزي نه وي، ځیني نجونې د کور په کار کې ډېري کرار وي، په ښکنځلو ، بد ویلو او پیغورونو له مږور څخه د دوی د خیالاتو ملکه نه سي جوړېدای. هر څوک بېل وي ، کار یې بېل وي، څنګه چې وي هغه سی به وي که نجلي تېزه وي او که ارامه وي د انسا�� په د ې خاصیت کې که یو څه تغییر هم راځي نو هغه به دښکنځولو په زور نه راځي. ښکنځل، ترټل، پېغورنه ورکول او ډبول یوازې عقدو ته ټینګي غوټي ورکوي. نو ښه به دا وي چې یو دبله ښه ژوند کول زده کړي او یو دبل زغم ولري. دا باید تر زړه وباسی چي موږ له یو بله چاره نه لرو، نو راځي چي دغه ورځي او شپې په ښه سره تېري کړو.
زموږ په ټولنه کې د علم نشتوالي او د څو لسیزو جګړو د ژوند شرایط ډېر سخت کړي دي، پر دې سر بېره بې ځایه دودونه او رواجونه هم د زیاتو کورنیو تر منځ له لومړی ورځي کوږ تهداب جوړوي.
یوې افغاني نجلي ته ډېر علم په کار دی، تر هر څه نه مخکي د ځان په هکله، د خپلو احساسوتو او خپل صحت په هکله ، ځکه چې تر واده وروسته هغه ټوله تغییرات چي د دې په صحت کې راځي د دې د احساساتو او فکرونو سره تړي دي، اکثرا دغه فکرونه او احساسات د جنګونو لامل کیږي. شخړي حتمی نه وي چي د خواښي یا د خسرګنۍ د نورو غړو سره به وي، دمېړه سره به یې هم اوقات تریخ وي او نه به پوهیږي چي څه وکړي او یا ولي د هغه په وړاندې ځیني وخت ښه احساس نه لري.
تر څو چي یوه مېرمن په اقتصادي لحاظ د خپل خاوند او د هغه کورنۍ باندې تکیه وي ، د حکومت له خوا مرسته نه وي، دکار کولو زمینه ورته مساعده نه وي، تر هغو دا خپل صلاحیت نه سي کارولای ، د ښځو حقوق په اسلام کې خوندي دي خو له بده مرغه زموږ دین په سمه توګه تر خلکو نه دی رسېدلی او ښځي حق په هر وخت کې تر پښو لاندي سوی دی. او دا حق یوازې د نارینه له خوا نه دی تر پښو لاندې سوی بلکه دا خپله د ښځو له خوا تر پښو لاندې دی.
د حل له لارو څخه یوه داده چي په سختو شرایطو کې مږور له خپل عقل او فکر څخه په ښه مهارت کار واخلي. د لومړی ورځي باید د بدي ورځي د راتلو مخنیوی وکړي او د ژوند ښو او بد ورځو ته پيشبینه اوسي. خواښې او خسر سره ښه ژوند کول زده کړي. کوچني مسایل د مېړه په مرسته حل کړي.
خو دغه ټول بیا هم د علم او پو هي په رڼا کې تر سره کیدای سي. ځکه نو په لور تعلیم کول د مور او پلار تر ټولو لویه دنده ده. تر څو اولاد یې د ژوند ه�� ه لار زده کړي او د هېواد په سختو شرایطو کي د کورني تاوتریخوالي مخنیوی وکولای سي او هم دخپلي روغتیا او په راتلوونکي کې د خپلو اولادونو صحت ته پاملرنه وکړي. لور ته د علم څراغ ورکول یوه بې سارې تحفه ده.