تاند- د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې خلکو د وسله والو طالبانو پرضد پاڅون کړی دی.

پاڅونوال وايي چې د طالبانو له لاسه دومره تنګ شوي وو چې نور یې د صبر کاسه نسکوره شوه او هره وسله چې یې په کورونو کې لرله د طالبانو پرضد یې راپورته کړه.

راپورونه وايي چې د کونړ د ناړۍ ځوانانو له خپلو کلیو طالبان شړلي او اوس د دې ولسوالۍ په غرونو- رغونو کې د طالبانو  په لټه کې دي.

د پاڅون والو یوه غړي او د ګوجرو قومي مشر حاجي محمد ایوب، چې په لعل میر مشهور دی، د پاڅون د علت په اړه وویل:«دوی (طالبان) پر خلکو تور لګوي چې ته د حکومت سړی یې، بانډې ته به دې نه راځې، خپل پټي ته به نه راځې. موږ د دوی د ظلم په مقابل کې راپاڅېدلي یوو. کنې په دې ګرمۍ کې په هیچا خپل ځان تاوان نه دی، سخت ظلم و چې موږ یې پاڅون ته مجبوره کړو.»

د مشواڼو قومي مشر حاجي بیت الله وویل چې پخوا یې د دې لپاره د طالبانو پرضد پاڅون نه کاوه چې دلته بهرني پوځیان موجود ول خو اوس ل له ناړۍ او ټول کونړ ولایته بهرني پوځیان وتلي او د افغان ځواکونو پرضد جنګ په هیڅ وجه جواز نه لري ځکه چې افغانان ا مسلمانان دي.

ده همداراز وویل:«موږ په خپلو سترګو پنجابیان وینو چې د طالبانو په نوم پر خلکو ظلمونه کوي. د پنجاب له خاورې په لنګ کې راغلي او زموږ سره زموږ په خاوره کې ډزېږي.»

پاڅونوالو ژمنه وکړه چې له تور سرو او بوډاګانو سره به ښه سلوک کوي او هیڅوک به نه ځوروي خو خپله خاوره به له پنجابیانو پاکوي.

پاڅونوالو د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د افغانستان د سرحدونو د ساتنې لپاره دې د ناړۍ د خلکو ملاتړ وکړي.

پاڅونوالو وویل چې په چندو یې وسلې اخیستي خو د دې لپاره چې د تل لپاره د پردیو مخه ونیسي حکومت دې ورسره د وسلو مرسته وکړي.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله تایید کړه چې پاڅونوال تش لاسي دي خو حکومت به دوی یوازې پرېنږدي او تروسه وسه به د وسلو او نورو امکاناتو مرسته ورسره وکړي.

ښاغلي جلاله وویل چې له کورنیو چارو وزارت او نورو اورګانونو سره به خبرې وکړي چې له پاڅونوالو سره مرسته وکړي.

ده په عین حال کې وویل چې تردې دمه حکومت له پاڅونوالو سره مرسته نه ده کړې.

طالبانو د پاڅونوالو دا ادعا چې له خلکو سره یې ظلم کړی، ردوي او وايي چې پاڅونوال د حکومت له لوري لمسول شوي دي.

0 thoughts on “د کونړ په ناړۍ کې خلکو د طالبانو پرضد پاڅون کړی”
  1. «موږ په خپلو سترګو پنجابیان وینو چې د طالبانو په نوم پر خلکو ظلمونه کوي. د پنجاب له خاورې په لنګ کې راغلي او زموږ سره زموږ په خاوره کې ډزېږي.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *