استاد احمل ښکلی

له ليکوال و شاعر مير احمد ياد سره مې په فيسبوک کې پر سبک خبرې کولې. هغه خبرې د ليکنې په بڼه دلته کاږم:

زموږ نوي ليکوال او شاعران د سبک د خاوندېدو اندېښنه لري، خو دا د اندېښنې خبره نه ده. کله چې ليکوال، ليکوال شي او شاعر، شاعر؛ نو پخپله د سبک خاوند شي. د خپلې ليکوالۍ او شاعرۍ پر پرمختګ فکر پکار دی. دا لکه چا چې ټول ودانيز توکي چمتو کړي وي او لګيا وي دېوال جوړوي، خو اندېښنه يې وي، چې دېوال به لوړ شي که نه. دېوال به لوړ شي که نه، خو دېوال به نه شي، کوږ ووږ او کندې کپرې.

ليکوال او شاعر هله د سبک خاوندېداي شي، چې پرله پسې مطالعه وکړي، فکر ورسره وي او لوړ خيال ولري او چې کله يې دا درېواړه ترلاسه کړل؛ نو دی ليکوال يا شاعر شو.

اوس چې دی د سبک خاوند شو، د ده سبک د دوو شيانو ټولګه ده:

له لوستې ټولې ليکوالۍ/شاعرۍ څخه د ده د اخيستي اغېز او له هغې سره دتوپير. د هر چا د سبک د ورته والي او توپير دا دوه وزري وي.

خو بنسټ پکې اخيستی اغېز دی. که  يو شاعر يا ليکوال رنګ وانخلي، خپل سبک نه شي جوړولای. د نورو سبکونه مو د خپل سبک پر توپير او ورته والي پوه کوي. له دې امله يې هم لوست ضرور دی.

خو دا رنګ شاعر يا ليکوال ښايي له يوه کسه اغېز وانخلي، له ډېرو بې شمېره شاعرانو او ليکوالو يې واخلي، خو له چا نه زيات او له چا نه کم.

پنځګر ښايي له يوه نه د موضوع د انتخاب رنګ واخلي، له بل نه د فکر، له بل نه د طرز. مطلب سبک د دې ټولو مجموعې ته وايي.

داسې هم کېداي شي، چې له څو کسو نه موضوعي رنګ واخلي، له څو نه د فکر او له څو نه د خيال پردازۍ.

دا هم شونې ده، چې له يوه کسه هم د طرز رنګ واخلي، هم د موضوع د انتخاب.

موخه دا ده، چې دا اندازه ټاکلې نه ده. د هر ليکوال يا شاعر کار بېل وي.

له دې نه ښکاري، چې اغېز د سبک بنسټ دی او همدا له نورو نه اخيستی اغېز د يوه شاعر/ليکوال د سبک مشخصه هم وي، لکه: د يوه ماشوم ټول خوی او رنګ چې د ده ټولې کورنۍ( د مور او پلار له خوا د غور نيکونو، نيکونو، پلرونو، نياګانو، ميندو، مور و پلار، وروڼو، ترونو، تريندو او…) د اغېز ټولګه وي او همدا د ټولو اخيستی مجموعي اغېز يا اغېزې له نورو سره د ده بېلندوی دی او همدا د ده د وجود اساس او توپيرونکی دی. د پنځګر سبک هم د نورو له اغېزو جوړ يو موجود دی، چې د ټولو اغېز پکې شته، خو بيا هم له نورو بېل او مشخص دی.

دا اغېز هم د پنځګر د تفکر او تخييل له چاڼه وځي او د ده په مشخصه کي راځي ، خو په سبک کې د ليکوال/ شاعر سوچه برخه په اوړو کې د مالګې هومره وي.

له دې ځايه د سړي زړه ته د نسبي نوښت خبره لوېږي. پوهان وايي، چې له شاعر و ليکواله د نسبي نوښت تمه پکار ده، د چورلټ نه.

ټي ايس ايليټ وايي، چې پر يوه پنځونه موږ د تاريخي درک له مخې پوهېږو. تاريخي درک په يوه ادب کې راروان ادبي دود ته وايي. مثلا: په پښتو کې د شاعرانو او ليکوالو ترمنځ څه مشترکات دي او د دغو مشترکاتو له مخې د يو بل پر پنځونه پوهېږي.

په دې مشترکاتو کې کليات هم راځي او څه نا څه جزيات هم. په کلياتو کې ادبي اصطلاحات، اصول او تخنيکونه راځي او په جزياتو کې يې ژبه، کارېدونکې کلمې، سمبولونه، چاپېريال او نور راځي.

يوه ادبي دوره چې له بلې بېلېږي، په کلياتو کې دومره بدلون نه راځي، څومره چې په جزياتو کې راځي. غزل پخوا هم و، اوس هم دی، خو پخوا زياتره عشقي و، اوس هر اړخيز دی. تشبيهات پخوا هم کارېدل او اوس هم کارېږي. په پخواني ادب کې هم بلاغت مهم و او اوس هم، خو اوس پکې پرمختګ راغلی دی.

له جزياتو سره ځکه ادبي دورې بېلېږي يا يوه ادبي دوره ځکه پر جزياتو ولاړه وي، چې جزيات سبکونه رانغاړي او د سبکونو له بدلانه سره په ادب کې بدلون راځي او بلې دورې ته اوړي. جزيات د پنځګرو د تشخصاتو يا سبکونو ټولګه وي.

د ايليټ خبره، که دا تاريخې درک په پنځونه کې نه وي، موږ پر پنځونه نه پوهېږو، ځکه پنځونه به د پېريانو خبرې وي او دا شونې نه ده. مطلب، خلک دې له شاعره د چورلټ نوښت تمه نه کوي.

له پنځګره دا تمه، چې داسې څه دې راته په داسې بڼه ووايي، چې بېخي بل بن آدم نه وي ويلي، په تلي کې شړشم زرغونول دي.

په هر ادب کې تاريخي درک/مشترکه/اغېز هرومرو راروان وي، خو وخت په وخت پکې نسبي بدلون راځي. دا بدلون ورسره په تاريخي ادراک کې هم راځي، چې پرله پسې راته ادب تعريفوي.

دوه خبرې راته دلته جوتې شوې، يوه دا چې هر ليکوال/ شاعر د تاريخي درک يا مشترکې په بڼه د نورو له اغېزه مجبوره دی. هرومرو به ارادي، ناارادي له نورو اغېز اخلي او چې د نورو اغېز نه وي، سبک به جوړېږي څنګه؟

 بل دا چې له نورو اغېزمنېدل بدګړه نه ده.

که له بلې زاويې نه ورته وګورو؛ نو ارستو وايي، چې تقليد د انسان فطرت دی. انسانان له يو بله اغېزمنېږي. له يو بله اغېزمنېدل بدي نه ده.

ادب چې اغېز پکې د علم غوندې صريح يا پور نه دی، چې پلاني د نيوټن قانون پور کړ يا يې له بيستاني ساينسپوهه د اضافت قانون واخيست، بلکې پېچلی دی؛ نو په اسانه کره کتونکی يو پنځګر د بل په کټ مټ کاپي نه شي تورنولای، بلکې احتياط ورته بويه.

حتی د مکتبونو په اړه- چې له همرنګو سبکونو رامنځته کېږي- هم پوهان دا نه وايي، چې علي خان د حميد بابا کاپي کړې ده. هلته هم پوهان محتاطانه د ورته يا همرنګه نومونه(اصطلاح) کاروي، د کټ مټ کاپي يا غلا نه.

اغېز چي په ادب کې حتمي دی او د انسان فطرت دی؛ نو ادبپوهانو له شاعر و ليکوال سره يو څو مراعته کړي دي.

يو شاعر د بل قافيې او رديفونه کارولای شي، ځکه خيال او خبره پکې د ده وي. د تضمين په بڼه د يوه چا فکر، مسره يا بيت اخيستای شي ؛ خو دا به په لينديو کې ليکي، چې دا ورسره د هغه امانت دی.

له دې مراعت سره يې پرې ځينې بنديزونه هم لګولي دي، هغه دا چې ته د بل شاعر خيال، ادبي ژبه(تشبيهات، استعارې او…) نه شې پور کولای او نه خپل تکرارولای شې، که ودې کړل؛ نو دا به سرقت يا غلا وي.

سرقت يا غلا په اغېز کې نه راځي، ځکه دا ارادي وي، چې غوټ يو خيال يا يوه استعاره له بله راپټوې، د هغه پر زيار خاورې اړوې. اغېز داسې دی، لکه له سنځلو سره چې تېر شې او خوږبوی يې درپورې ونښلي يا لکه څوک درسره خوا کې تېر شي او د لوپټې خوږبويه پيڅکه دې په مخ راکاږي او احساس يې تر څه ساعته ستا پر مخ پاتې وي يا لکه د رنګ دېوال په خوا کې لاړ شې او رنګ يې درپورې شي؛ خو غلا يا سرقت داسې دی، لکه له سنځلې چې ټوله غونچه راوشکوې يا لکه له چا چې ټول زړوکی راکاږې يا لکه په رنګېدلي دېوال پوري چې ځان ومښې.

  پوهانو چې له يو بله اغېز د پنځګر مجبوري بللې؛ نو سرقت يې د شاعر مرګ بللای. څرنګه چې اغېز مجبوري ده، دغسې له غلا ځان ساتل پکار دي.

له بل پلوه، چې په کوم ځای کې احتياط پکار وي، زموږ کره کتونکي هلته پر شاعر يا ليکوال تېری کوي او زړه توری کوي يې او چې چېرته جرات پکار وي، هلته احتياط کوي.

د دې ليکنې موخه ستاسې لټ کول نه دي، بلکې ستاسې د دې اندېښنې ختمول دي، چې موږ به د سبک خاوندان شو که نه؟ لوی ليکوال او شاعران به شو که نه؟ بله موخه دا ده چي فکر مو د سبک د جوړولو پرځای خپل هنر او نوښت ته واوړي او د خپل هنر د پياوړي کولو هڅه وکړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *