تاند- په افغانستان کې له یوې خوا درې برمته شوي هندي انجنیران خوشي شوي خو له بلې خوا د سره صلیب د نړیوالې کمېټې پنځه کارکوونکي یرغمل شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې درې هندي انجنیران، چې د هیواد په ختیځ کې تښتول شوي ول د دغه ریاست د خاصو ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د برمته ګرو له منګولو ازاد شوي دي.
دا درې انجنیران، چې له (OASIS) تعمیراتي شرکت سره یې کار کاوه، د چهارشنبې په ورځ هغه مهال برمته کړای شول چې له لوګر ولایته کابل ته روان ول.
د ملي امنیت ریاست وايي چې طالبانو غوښتل چې دا هندي انجنیران د بلوچستان ایالت مرکز کوټې ښار ته یوسي.
کوټه د افغان طالبانو د مشرتابه شورا مرکز ده او ویل کېږي چې د طالبانو د مشر په ګډون د اکثرو طالب قومندانانو کورونه په دغه ښار کې دي.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې د خلاصون د عملیاتو په ترڅ کې یې برمته ګر هم نیولي دي.
د ملي امنیت د ریاست په اعلامیه کې د نیول شویو برمته ګرو د شمېر یادونه نه ده شوې او نه هم په دې اړه څه ویل شوي چې دا عملیات یې د لوګر په کومه سیمه کې کړي دي.
له بلې خوا په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه هڅه کوي چې خپل پنځه کارکوونکي، چې په هرات کې تښتول شوي دي، د برمته ګرو له منګولو راخوشي کړي.
د هرات د پولیسو ویندوی روف احمدي وویل چې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې کارکوونکو د سیمې کلیوالو ته پسونه ورکول چې د وسله والو کسانو له لوري ودرول شول.
تېرکال په جلال اباد کې د سره صلیب پر نړیوالې کمېټې د طالبانو له بریده وروسته دې کمېټې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې خپل دفترونه بند کړل او یو شمېر کارکوونکي یې له افغانستانه وایستل.