د پکتیکا د والي ویندوی: مخلص افغان
په پکتيکا کې د سيمه ييزو پوليسو لخوا د عملياتو پرمهال نيول شوي سپکې او درنې وسلې د ډاياګ پروګرام مسؤولينو ته ورسپارل شوې.
د سيمه ييزو پوليسو قومندان وايي چې يادې وسلې يې د عملياتو پر مهال نيولي دي، په همدې حال د پکتيکا والي محب الله صميم د ډاډمن امنيت په برخه کې د سيمه ييزو پوليسو رول خورا مهم بولي
په پکتيکا کې د سيمه ييزو پوليسو عمومي قومندان عزيزالله کاروان وايي چې ځواکونو يې د ياد ولايت په بېلابيلو ولسواليو کې د عملياتو پر مهال نږدې ۴۰ ميله سپکې او درنې نيولي چې د سيمه ييزو چارواکو پر وړاندې يې د امنيه قومندانۍ د ډاياګ يا بې وسلې کولو پروګرام مسؤولينو ته سپاري
د کاروان په وينا په نيول شويو سپکو او درنو وسلو کې ۳۵ ميله کلاشنکوفونه، دوه ميله پيکا، دوه راکټ او يو دانه اګايس هم شامل دی.
د پکتيکا والي ښاغلي محب الله صميم وويل چې په هيواد کې د نافظه قوانينو په رڼا ټولې غير قانوني وسلې چې نيول کيږي د ډاياګ يا بې وسلې کولو پروګرام ته به سپارل کيږي.
د ښاغلي صميم په وينا چې سيمه ييز پوليس په خپلو دندو کې ځکه بريالي دي چې د سيمې خلک دي او د ولسونو په خوښه په دندو ګمارل شوي دي.
د يادولو ده چې د تيرو دوو کلونو راهيسې د پکتيکا ولايت په اتو ولسواليو کې نږدې دوه زره سيمه ييز پوليس په دندو ګمارل شوي چې د سيمه ييزو چارواکو او پکتيکاوالو په وينا يې د امنيت په خونديتوب کې خورا مثبت رول لوبولی دی خو په ځينو نورو ولايتونو کې بيا خلک د سيمه ييزو پوليسو له چال چلند ناخوښ ښکاري .