د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره

خبرپاڼه

د ۲۰۱۵ کال لپاره د جنوبي اسیا د فرهنګي پلازمینې په توګه، د بامیان ولایت د نمانځنې د چمتووالي کمیسیون لومړنۍ غونډه وکړه. په دې غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لومړي مرستیال محمد یونس قانوني، د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس عبد الخالق فراهی، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ډاکټر سید مخدوم رهین، د کابینې یو شمېر نورو غړو او د بامیان ولایت سیمه ییزو چارواکو برخه اخیستې وه.

د غونډې په پیل کې، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال محمد یونس قانوني، د سارک سازمان د فرهنګي پلازمېنې په توګه د بامیان ولایت غوره کېدل، د افغانستان او سیمې لپاره لویه لاسته راوړنه وبلله.

 قانوني وویل، چې بامیان د تاریخ په اوږدو کې د تمدنونو د راټوکیدو او خپرېدو مرکز پاتې شوی او د سارک سازمان له خوا، یاد ولایت ته د دې ویاړ ورکول، د افغانستان پر وړاندې د نوموړي سازمان د ښه نیت څرګندونه کوي.

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال د نمانځنې د چمتووالي په کمیسیون کې له ټولو ادارو و غوښتل، چې د ۲۰۱۵ کال تر را رسیدو د بامیان ولایت د بڼې د بدلولو او هلته د اړینو سهولتونو د رامنځته کیدلو لپاره، خپل کارونه په همغږۍ سره پر مخ بوځي.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس عبد الخالق فراهي، بامیان، د تاریخي ارزښت، سیاحتي سیمو، امنیت او اجتماعي ظرفیتونو له اړخه، د افغانستان مهم ولایت وباله او د خپلې ادارې په استازیتوب یې، د فرهنګي پلازمینې په توګه د بامیان د نمانځل کیدو لپاره د هر ډول چمتووالي او همکارۍ ډاډ ورکړ.

 فراهي وویل، چې د نمانځنې مراسمو ته د چمتووالي لپاره، یې د لومړي ګام په توګه د بامیان ولایت درجه له دریمې دویمې ته لوړه کړه او له ټولو ښکېلو ادارو سره به د چمتووالي په پروسه کې برخه اخلي.

بامیان والي غلام علي وحدت، وویل، چې د نمانځنې د مراسمو لپاره یې د زرغون انقلاب په نوم د نیالګیو او ونو د کېنولو بېساری کار پیل کړی دی. د ده په خبره تر ۲۰۱۵ کاله پورې به، د بامیان تاریخي سیمې، سیاحتي ځایونه او ښار په ونو او نیالګیو شنه کړي.

د یادولو وړ ده، چې د اسلامي نړۍ د فرهنګي پلازمېنې په توګه غزني وروسته، د سارک هېوادونو لخوا د فرهنګي پلازمېنې په توګه د بامیان نومول د افغانستان لپاره په وروستیو لسو کلونو کې لوی ویاړ بلل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *