خبریال: محمدالله همت یار –

د پکتیکا د پوهنې ریاست چارواکي وایې، په روان ښوونیز کال کې به په دې ولایت کې د شپاړس ښوونځيو لپاره د لوبو میدانونه اوشنې ساحې جوړې شي.

د پوهنې رییس کوچې ځاځي وویل، د درې سوه پنځوس زره ډالرو په لګښت به دغه پروژې په مرکز ښرنه اویوسف خېلو ولسوالیو کې ترسره شي.

د نوموړي په خبره، د یادو شپاړس ښوونځيو څخه به یې هریوه ته د یووېشت زره ډالرو په ارزښت د فوټبال او والیبال واړه میدانونه اوشنې ساحې جوړې شي.

د پوهنې رییس وایې، د یادو پروژو مالي لګښت په پکتیکا کې د سیکا مؤسسې له لورې ورکول کېږي او د راتلونکې ښوونیزکال ترپایه به ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

د پوهنې رییس د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ځینو پروژو کیفیت خراب وي ، وویل: (( د پوهنې ریاست د انجنیرانو تخنیکي ټیم لري، هغوی د ټولو پروژو د کیفیت څارنه کوي.))

د ده په خبره، د دې لپاره چې پروژې باکیفیته ترسره شي، د پوهنې ریاست او سیکا مؤسسې انجنیري ټیم به یې پروخت څارنه وکړي.

په پکتیکا ولایت کي ځوانان او مدني ټولني هم پر دې پروژو خوښ دي د مدني ټولني فعال زلمی خروټی وايي د پوهني د ریس هغه هڅي چي په پکتیکا ولایت کي يي د ښووني او روزني لپاره کوي ستايي.

نوموړی وايي چي د پوهني ریاست باید د دغو شپاړس پروژو وخت په وخت څارنه وکړي څو کیفیت يې خراب نشي.

د پکتیکا د مرکز خلیفه بابا ښوونځي نهم ټولګي زده کوونکی محمدالله په خپل ښوونځي کي د لوبو د میدانونو جوړیدو ته خوښ او په تمه دی.

نوموړی د نورو زده کوونکو په استازیتوب وویل، دښوونځي زده کوونکي د تفریح او ورزش مضمون په وخت کې په خاورو او سپیرو ډاګونو لوبي کوي چې له بیلابیلو ستونزو سره مخ دي.

نوموړی وایې، که د پوهنې ریاست ورته د ژمنې سره سم ورته د لوبو میدان جوړکړي، زده کوونکي به د زده کړي ترڅنګ له لوبو څخه هم خوند واخلي.

هغه د دې ترڅنګ وویل، د مرکز د ښوونځيو زده کوونکي په اونۍ کې یو له بل سره د لوبو مسابقې هم لري، خو د لوبو د لپار یې کوم ځانګړی لوبغالی نه درلود خو د دې لوبغالو په جوړیدو سره به دا ستونزه حل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *