تاند- د افغانستان د ملي شورا د دواړو جرګو شاوخوا ۱۵۰ غړیو، چې د اشرف غني احمدزي ملاتړ کوي، په یوه غونډه کې د حاجي ظاهر قدیر په مشرۍ په ملي شورا کې د بدلون او دوام د ټیم په ملاتړ پارلماني ګروپ جوړ کړ.

د ګروپ غړیو د رایو په اتفاق په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو یو استازی ظاهر قدیر خپل مشر او په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو استازی ډاکتر زلمی زابلي مرستیال غوره کړل.

د ګروپ سرچینو تاند ته وویل چې ژر به دوی خپل دوهم مرستیال، ویاند اومنشي هم په خپل منځ کې د رایو له لارې انتخاب کړي.

سرچینې د دغه پارلماني ګروپ د دندو او هدف په اړه څه ونه ویل.

خو د مشرانو جرګې د شکایتونو د کمیسیون مشر ډاکتر زلمي زابلي د دغه خبر د تاییدولو ترڅنګ په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې د دغه پارلماني ګروپ دنده به دا وي چې له ډاکتر اشرف غني احمدزي سره د ملت مشورې شریکې کړي او په ټولو سیاسي، تشکیلاتي او اداري برخو کې به په مستقیم ډول خپل استازي ورلېږي.

ښاغلي زابلي دا هم ویلي چې دا ګروپ د ډاکتر غني احمدزي په مشوره جوړ شوی څو په مهمو پرېکړو کې د ولس مشورې او نظرونه په پام کې ونیسي.

ټاکل شوې ده چې دا ګروپ د یکشنبې په ورځ خپل موجودیت رسماً اعلان کړي.

د چارو کتونکي په ملي شورا کې د یوه پیاوړي ګروپ لرل راتلونکي حکومت ته مهم بولي خو هغوی په عین حال کې زړه نا زړه دي چې که ځانګړي وکیلان او سناتوران راتلونکی ولسمشر په ځان پوري منحصره کړي، ښايي د نورو مخالفت زیات شي او د نوي کابینې وزیرانو ته د اعتماد رایې په ورکولو او د حکومت د نورو پرېکړو په تصویبولو کې ستونزې جوړې کړي .

6 thoughts on “د ملي شورا ۱۵۰ غړیو د اشرف غني په ملاتړ پارلماني ګروپ جوړ کړ”
  1. ماشا الله داخو ډیر ښه کار دی چی د افغانستان د ملی شورا غړی سره متحد او په خپلومنځونوکی یی یو لوی پارلمانی ګروپ جوړ کړ. دا ستاسو د بریالیتوب لومړی ګام دی . هیله ده چی دی محور ته نور هم وسعت ورکړی او د ضرورت په وخت کی یو له بل سره مرسته وکړی او ټول د یومتحد ، خپلواک ، پرمختللی افغانستان له ملی منافعو نه دفاع وکړی. یوالی ستاسو د بریالیتوب ضامن دی. مونږ پرتاسو ویاړو.

  2. سلام دوستانو زه ډير خوښ شوم چي په ملی شورا کی يو پر ځای او دمعاصری نړی د تجربو اونوښتونو سره سم ،پارلمانی ګروپ، زموږ په هيواد کی هغه هم دخلکودملی شورا داستازو په وجود کی مينځ ته راځی، چي داډير يو لوی پر مختګ دديموکراسی په لوردی،داسی سالم اتحادونه ددی معنی بايد ورنکړی چي ګويا په سيستم کی دمنفی اړخونو طرفدار ګروپ مينځ ته راځی ، بلکه برعکس روشنفکران، په وطن مين ، ترقی خوا ،ديو ښه نظام د جوړيدوطرفدارګروپ بايد وی.چي وکولای شی جمهور ريس،وزيرانو او دولتی اداروسره په ورځنی دولتی چارو کی مرسته وکړی.دا ګروپ کولای شی دفساد،اختلاص،دحق اوبا طل په وړاندی غوڅه مبارزه وکړی،نو په دی اړوند د خلکو دټولو استازو څخه هيله داکيږی چي ددی ګروپ ملاتړ وکړی اوخپله وفاداری په دی کی ثابته کړی چي واقأ دخلکو خدمتګاران او استازی دی .دی پارلما نی ګروپ ته لا بريا غواړم، دضرورت پر وخت موږ ددوی تر شاه ولاړ يو.اکبری سهاک

  3. دا کابل دی ؟
    جون ۳ / ۲۰۰۹
    کله ورک شمه په هند کښی
    کله ورک یم په ایران کښی
    کله ځان لټووم دلته
    کله هم په ترکستان کښی
    هغه بل رنګه کابل و
    دا هم بل شانی کابل دی
    دا کابل دی؟ دا کابل دی؟
    دظلمت تیاره خوره ده
    د رڼا بڅری ورک دی
    کابل وخوړو ګردونو
    رڼا ورځ ېې توره شپه ده
    دخوښی نښه په چا کښی
    نه ښکاریږی هدیره ده
    ژوندی نشته مړی ګرځی
    خاموشۍ کښې غلبله ده
    د ګلانو مخ سپیره دی
    هغه بل شانی کابل و
    دا هم بل شانی کابل دی
    دا کابل دی؟ دا کابل دی ؟
    دوطن بچو ته ګورم په کوڅو کښی را لویږی
    په تن لوڅ په پښ، بی ابله
    نس ېې تش لاس ېې اوږدیږی
    دزمان په تیریدو ېې دغرور شمله ټیټیږی
    لوی افغان ته دسیسه ده
    بی همت او کوچنی کیږی
    هغه بل شانی کابل و
    دا هم بل رنګه کابل دی
    دا کابل دی؟ دا کابل دی؟
    خلک بل شانی غږیږی
    بله ژبه ده غټیږی
    پښتو ورانه ګډه وډه
    دری ژبه پاړسی کیږی
    زه ددوی اودوی زما هم
    په خبرو نه پوهیږی
    بله ژبه ده اخبار کښی
    بل اهنګ دی په رادیو کښی
    عجیبه شانی کابل دی
    هغه بل رنګه کابل و
    دا هم بل شانی کابل دی
    دا کبل دی؟ داکابل دی ؟
    جمهوریت لوی مصیبت شو
    ازادی لویه بلا شوه
    یوه لومه خپره شوی
    یوه لویه دسیسه ده
    د ډالر او یورو جګ دی
    د ازاد بازار په منځ کښی
    افغانان دی چې خرڅیږی
    هغه بل شانی کابل و
    دا هم بل شانی کابل دی
    دا کابل دی ؟ دا کابل دی؟

  4. i am apreciating this band …it is the first step of our union and stability…but try to invite and give place to other members of parlement…zalmy sherzad from khost

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *