تاند- د بریتانیا په ستوک انډ ترینټ ستفودشایر ښار کې یوې محکمې دا پاکستانی په دې خاطر په ۷ کاله کوټه قلفي بند محکوم کړ چې یوې نجلۍ ته یې لاس اچولی و.
د پاکستان د ګوجرات دغه ۳۱ کلن ځوان ته دومره سخته سزا په دې خاطر ورکړای شوه، چې ده د سږ کال په اپریل میاشت کې په یوه کلب کې د یوې شپاړس کلنې نجلۍ د ښکلولو او دوه ځلي هغې ته د لاس اچولو هڅه کړې وه.
ده د دې جنسي حملو پېښې په خپل موبایل ټېلفون کې ثبت کړې وې.
مظفر، چې په خپله دوه ماشومان لري، په محکمه کې پر ځان لګېدلی تور رد کړ، خو د قاضیانو پلاوي د ده په خپل موبایل کې ثبت شوی فلم کره سند ومانه او دی یې د جنسي ځناورو په لیست کې شامل کړ.
دا خبر د هغو کسانو لپاره ښايي نوې وي چې فکر کوي په لوېدیځ کې د جنسي ازادیو معنا دا ده چې هر څه دې زړه غواړي هغه کولی شې.
سلامونه
اسلام اباد داسلام به نوم داسی اعمال کوی جه غیر مسلم هم ورته گوته به غاش سی