تاند- وسله والو سخت دریځو په غزني ولایت کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې ۱۱ کارکوونکي د کابل- کندهار په لویه لار برمته کړل.

د غزني د والي ویندوی شفیق ننګ نن /یکشنبه/ رسنیو ته وویل، یوولس تنه ماین پاکان پرون مازدیګر د دې ولایت د ملانوح په سیمه کې وتښتول شول.

ده وویل چې تراوسه پوري د برمته شویو ماین پاکانو د برخلیک په اړه هیڅ راز معلومات نشته خو قومي مشران او سپین ږیري هڅه کوي چې له طالبانو سره د دغو کسانو د خلاصون په اړه خبرې وکړي.

طالبانو د دغو کسانو د تښتولو په اړه څه نه دي ویلي خو د سیمې اوسېدونکي او امنیتي چارواکي وايي چې دا ماین پاکان وسله والو طالبانو تښتولي دي.

له دې سره په یو وخت پرون په هرات کې امنیتي چارواکو وویل چې وسله والو کسانو په دغه ولایت کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ۵ افغان کارکوونکي تښتولي دي.

د هرات چارواکو د سره صلیب د کارکوونکو د برمته کېدا انګېزه غلا وبلله. د سره صلیب کمېټې بېوزلو خلکو ته پسونه ورکول.

له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري برمته ګري او پر دولتي ځواکونو او ودانیزو پروژو حملې زیاتې شوي دي.

پرون د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ځواکونو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې له وسله والو طالبانو څخه ۳ هندي انجنیران راخلاص کړل. د ملي امنیت د ریاست سرچینې وايي چې طالبانو غوښتل دا انجنیران کوټې ښار ته یوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *