په تخار کې د ۲ ښوونځيو نوې ودانۍ پرانېستل شوې
د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ د خواجه حسین جان لیسِې او د محمد نظر شهید منځني ښوونځي لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دواړو جوړو شویو ودانیو څه باندې ۳۵ زره ډالره لګښت راغلی، چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له لوري ورکړل شوي دي.
هره ودانۍ ۸ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، مېزونه او څوکۍ او نورې لازمې اسانتیاوې لري.
د دغو ودانیو له پرانېستې سره نژدې ۲ زره زده کوونکو ته د زده کړې خوندي تدریسي چاپېریال برابر شوی.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د تخار ولایت د مقام او پوهنې ریاست مسوولینو، د ولایتي شورا غړو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
په لوګر کې نالوستو مېرمنو ته د سواد زده کړې مرکز جوړ شو
د لوګر د مرکز پل علم اړوند د سید حبیب الله د کلي نالوستونو میرمنو ته د لیک لوست د زده کړې نهه میاشتنی کورس جوړ شو.
د سواد زده کړې دغه نهه میاشتنی کور د یاد ولایت د پوهنې ریاست له لوري جوړ شوی، چې ددې سیمې شاوخوا ۵۰ تنه نالوستو مېرمنو په کې برخه اخیستې.
د سواد زده کړې په دې کورس کې به مېرمنو ته په یاده موده کې د سواد زده کړې په اړه لازم معلومات ورکړل شي او له فراغت وروسته به دوی وکولای شي، چې لیکل او لوستل وکړي.
د سید حبیب الله د کلي اوسیدونکو د پوهنې ریاست له منسوبینو څخه مننه وکړه، چې د دوی نالوستومیرمنو ته یې د لیک لوست د زده کړې زمینه برابره کړه.
دا مهال په ټول لوګرکې د نالوستوکسانو لپاره د سواد زده کړې ۱۶۵ فعال مرکزونه شته او شاوخوا ۲۸۶۷ تنه ښځینه او نارینه نالوستي کسان پکې په زده کړو بوخت دي.
د غور ولایت ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو
د غور ولایت د مرکز اړوندو ښوونځیو ښوونکو ته ۷ ورځنی رونیز ورکشاپ پیل شو، چې پکې د فېروزکوه ښار ۳۳ بابه ښوونځيو ښوونکو پکې ګډون کړی دی.
په دې ورکشاپ کې ګډونوالو ته د ښې ښوونې او روزنې، عمومي تعلیماتو، د ښوونځیو حفاظت او مصونیت، د زده کوونکو پوښتنو او غوښتنو ته د ځواب ویلو او ځينو نورو مسایلو په تړاو جوړ شوی، چې ښوونکو ته به پکې اړین معلومات ورکړل شي.
دغه ۷ ورځنی ورکشاپ د غور ولایت د پوهنې ر ياست په همکارۍ او د يونيسف ادارې په مالي مرسته جوړ شوی دی.
په دې اړه جوړې شوې غونډه کې د نوموړي ولایت د پوهنې رییس د ورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل، چې په ورکشاپ کې وړاندې شوي مسایل په سمه توګه زده او په اړوندو ښوونځیو کېد پوهنې وزارت
دې پلي کړي.
په بادغیس کې ښوونكو ته څلور ورځنى ښوونیز ورکشاپ پيل شو
د بادغیس ولايت د قادیس او جوند ولسوالیو اړوند ښوونکو ته د فعاله زده کړې د لارو چارو تر عنوان لاندې ۴ ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو، چې د عمومي زده کړو په تړاو ښوونکو ته نوې روزنه ورکول کېږي.
په دې ورکشاپ کې د یادو ولسوالیو نژدې ۴۰۰ ښوونکي ګډون لري، چې د یونیسف موسسې په مالي لګښت جوړ شوی دی.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د نوموړي ولایت د پوهنې رییس د ورکشاپ ګډونوال خپلو مسوولیتونو ته ځیر کړل او ترې ویې غوښتل چې په ورکشاپ کې وړاندې شوي مسایل په سمه توګه زده او په ښوونځیو کې پلي کړي.
د ننګرهار په عالي دارالمعلمین کې د شمولیت په موخه ازموینه واخیستل شو
په دې ازموینه کې د ننګرهار ولایت د بېلابېلو لېسو فارغو شویو شاوخوا ۱۲۰۰ نجونو ګډون کړی وو، چې ډېره برخه به یې په یاد دارلمعلمین کې د زده کړو د دوام په موخه جذب شي.
د عالي دارالمعلمین رییس محمد داود ابراهیم خیل وویل، چې د امکاناتو په پام کې نیولو سره به د ګډونوالو یو زیات شمېر ددې مرکز په ۷ څانګو کې جذب کړي، چې له دوه کلونو زده کړو وروسته به د مسلکي ښوونکو په توګه ټولنې ته وړاندې شي.
د ننګرهار د عالي دارالمعلمین په ۷ بېلابېلو څانګو کې دا مهال دوه زره او درې سوه تنه زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.
په درنښت
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست