تاند- د بریتانیا پوځي چارواکي وايي چې په افغانستان کې د دوی پوځیان ښايي تر ۲۰۱۹ پوري په افغانستان کې پاتې شي.

د بریتانیا د پوځ جګپوړي چارواکي وايي چې په افغانستان کې ممکن د دوی پوځیانو ته تر ټاکل مهال درې یا پنځه کاله زیاته اړتیا پیدا شي.

په داسي حال کې چې بریتانیا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو حربي یا جنګي ماموریت د ۲۰۱۴ کال په پای کې ختموي، د دغه هیواد د پوځ سرچینو ډیلي مېل ورځپاڼې ته ویلي چې بریتانوي پوځیان به د روانې لسیزې تر پایه په افغانستان کې پاتې شي.

1

د بریتانیا صدراعظم ډیوید کامرون پوهېږي چې نور بریتانویان یا رای ورکوونکي نه غواړي چې پوځیان یې په جګړه کې ښکېل وي.

په افغانستان کې تراوسه پوري ۴۴۴ بریتانیايي پوځیان وژل شوي او په زرګونو نور ژوبل شوي دي.

ډیلي مېل وايي، یوه دیپلومات ورته پرون وویل چې په هلمند کې به د پاتې کېدونکو بریتانیايي پوځیانو شمېر له دې سره تړلی وي چې ترهګرې حملې څومره کېږي. یعني که هر څومره حملې کېږي په هماغه اندازه به د پوځیانو شمېر لږ وي.

تر دې پخوا بریتانیا ویلي و چې له ۲۰۱۴ وروسته به په افغانستان کې ۱۷۰ پوځیان د کابل د قرغې په اکاډیمۍ کې د افغان ځواکونو د روزنې لپاره پرېږدي.

2خو قومندانان اوس وايي چې د ناټو اړوند ځواکونه به په هوايي عملیاتو، لوژیستیکي چارو او د طبي مرستو په برخه کې هم د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې به د بریتانیا د پوځیانو شمېر د ۲۰۱۳ م کال په پای کې۵۲۰۰ ته کم شي او د اډو شمېر به یې د سږ کال تر پایه له ۱۱ څخه پنځو یا څلورو ته لږ شي.

پوځي سرچیني وايي چې بریتانیا به راتلونکی کال جنګي رول پای ته ورسوي خو له دې وروسته به هم له درو تر پنځو کلونو پوري اړتیا ولري چې په افغانستان کې ځواکونه پرېږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *