د تیرې جمعې ورځ- د اګست پنځلسمه د هندوستان د خپلواکۍ ورځ وه. ۶۸ کاله وړاندې په همدې ورځ هندوستان له انګریزانو خپلواکي واخیسته. د خپلواکۍ اخیستل اسانه نه وي، هم قرباني غواړي او هم خواري. خو تر ټولو مهمه داده، چې د ازادۍ له ترلاسه کولو وروسته خپلواکي څه ډول وساتل شي. هندوانو، له خپلواکۍ وروسته، هم خپله ازادي ساتلې او هم یې پرمختګ کړی.

د هندوستان د ازادۍ له ورځې یوه ورځ وروسته د بنګلدیش او ترې یوه ورځ مخکې د پاکستان د ازادۍ ورځې وي. د هندوستان د ازادۍ په ورځ، په دغه هیواد کې هر څه رخصت وي، لومړی وزیر په پلازمینه ډهلي کې ګڼو خلکو ته وینا کوي، په نورو ایالاتونو کې هم ورته سترې او کوچنۍ غونډې جوړیږي. د پوهنتونو زده کونکي هم په دغه ورځ هغه ځاینو ته ورځي، چې انګریزانو پکې د هندوستان د واکمنۍ پرمهال ځانونو ته مهم مرکزونه جوړ کړې وو.

ټولګي ته د تللو مې ایله دوه ورځې وتلې وې، زه په صنف کې یواځینی افغان محصل یم. له ډیرو سره یې بلد نه یم، په صنف کې محصلان ډیر وخت پر خپله ژبه خبرې کوي. خو زما په هندي ژبه ډیر سر نه خلاصیږي. په انګریزي سره خبرې کړو. هندوان په ټوله کې بې کبره خلک ښکاري. د چا په کار کې کار نه لري، یواځې خپل ژوند کوي، حتا ځینې خو یې په دې هم نه پوهیږي چې افغانستان یوه بیل هیواد دی او که د هندوستان کوم لرې پروت ایالت.

محصلانو له خپلې څانګې نه اجازه واخیسته، چې د ازادۍ په ورځ به چکر ته ځي. دوی د هندوستان په شمالي ایالت شمله کې یوه تاریخي ځای ته تلل. دا ځای د انګریزانو د واکمنۍ پرمهال د هغوی مهم مرکز و. دلته یې خورا تاریخي ځایونه دي، پخوانۍ ودانۍ لا همغسې ولاړې دي، د انګریزانو د مهال لوړې لوړې ودانې په همغه پخواني ډول پاتې دي. د نړۍ له بیلا بیلو هیوادونو خلک دغه ځآی ته د سیل او تاریخي څپړنو لپاره راځي. دا ځای ټول په شنو دنګو ونو او ځنګلونو داسې پټ دی، چې ځمکه ترې نه ښکاري. داسې ورځې کمې وي، چې باران پکې نه وي.

که څه هم زما لږې ورځې کیدې چې پوهنتون ته تلم، خو همصنفیانو مې ټینګار کاوه، چې باید حتمي ورسره لاړ شم. نژدې شل ملګري میلې ته روان شوو. پر لاره د تاریخي ځاینونو کیسې راته کوي. ټول یې له تاریخ سره مینه نه لري خو د ځینو یې بیا له تاریخ سره علاقه وه. له نژدې دوه ساعته پیاده مزل وروسته داسې یوه ځای ته ورسیدو، چې پخوانۍ کنډوالې پکې ښکاریدې او لویې لویې  څمڅې پکې ایستل شوې وې. دلته لږ سره دمه شولو. بحث مو پر هندوستان د انګریزانو پر واکمنۍ او په دغه هیواد کې د هغوی پر ظلمونو ورټول و.

د هندوستان په شمال کې له دغه ایالت (شملې) سره نژدې دوه هغه سیمې هم پرتې دي، چې احمدشاه بابا پکې په ۱۷۶۰ لسیزه کې له  مرهیټانو او هندوانو سره پراخې جګړې کړې دي. دغه دوه سیمې امرستر او پانې پت نومیږي. کله، چې د پنجاب ایالت له مرکز چهاندیګر نه شمالي ایالت شملې ته ځې، دغه دواړه سیمې مخ ته درځي او په لویو لوحو یې پرې همدغه نومونه لیکل شوې دي.

په دغو دواړو جګړو کې احمدشاه بابا هندوانو ته درانه تلفات اړولې وو ځکه هغه مهال د دغو سیمو خلکو د هغه له امپراطورۍ نه سر کشي کوله. له خپلو ملګرو سره په بحث کې مې ترې وپوښتل چې تاسې په خپل تاریخ کې داسې څه لوستي چې افغانانو پر هندوستان واکمني کړې وي؟ دوی ته مې د احمد شاه بابا ترڅنګ د غوریانو، سوریانو او غزنویانو د ځینو پاچاهانو نومونه وریاد کړل. د پانې پت د جګړې یادونه مې ورته وکړه. خو په دې شلو کې یوه یې هم په دې اړه مالومات نه لرل. یواځې یې له انګریزانو د خپلې خپلواکۍ پر اخیستلو ویاړلې خبرې کولې او دا خو یې حق وو.

یوه یې راسره خبرې اوږدې کړې. بحث مو وغځیده. له تاریخ سره یې مینه ډیره وه. ما ورته ویل چې افغانانو هم کلونه کلونه پر دغه ځای چې اوس پکې زه او ته روان یوو، واکمني کړې ده خو موږ اوس له پښو لویدلې یوو. که څه هم  د ده ځواب راته په خندا وه خو هم راته پیغور ښکاریده او هم درس. ده راته کړل: که تاسې پيړۍ پخوا پر دې ځای واکمني کړې خو اوس تحصیلي بورسونه موږ درکوو. د ده مې دا خبره ډیره خوښه شوه، چې موږ د تیر غم نه کوو او نه پرې ویاړو بلکې د سبا لپاره کار کوو خو له تیره مو عبرت اخیستی. ښايي ډیره بده نه وي، که موږ افغانان هم له بې ځایه غروره راښکته شو، یواځې پر پخوانیو هډوکو ونه ویاړو او د سبا لپاره کار وکړو، ممکن په راتلونکې کې ښیرازه هیواد شو او د دې پرځای چې له نورو تحصیلي بورسونه وغواړو، نورو ته یې ورکړو. د همدې ورځې په هیله.

————————————————-

عکس: د هندوستان په شمالي ایالت  شمله کې مال روډ هغه سیمه ده، چې د انګریزانو د مهال ودانۍ پکې ولاړې دې.

0 thoughts on “د هندو یوه خبره، هم پيغور او هم عبرت/ حفیظ الله معروف”
  1. چی نیت پاک وی منزل آسان ا ول خو خپل ځانته ګوته ونیسه بیادبل پسی خبری کوه هندو پیغور راکړل او بل پيغور راکړل /ته چی کله د بی بی سی رپورټر وی نو بد نیتي قیصی دما لیدلی وی په بل به همیش نیت بد وه چی دجا مرکی ته لاړشی او رپورټ چمتو کړی هرځای کی ځان تورۍ کړل جی بس په دی بی بی سی هم زه یم /بل څوک ریپورټ نشی برابرولی او نه هم مرکه کولی شی /بدنیتی هم یو حد لری /تاخو بی بی سی سمه په ټیکه اخیستی وه بد نیته /

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *