یوه زمانه وه چې ایینه نه وه او انسان د خپل ځان د لیدلو په کوشش کې وو. په همدې تکل کې به یې تر ډیره د خپل سوري په لیدو د خپل ځان لیدل محسوسول. یا به کله د اوبو په غاړه ناست او به اوبو کې به یې خپل ځان ته کتل. هغه وخت ډیر عجیبه وو. په انسان کې نه د ځان غوښتنې درک لګیده او نه د ځان مننې.

ویل کیږي چې ایینه ۸۰۰۰ کاله مخکې جوړه شوه. او لیکن د ایینې ذکر د تاریخ به کتابونو کې ۸۳۵ عیسوي شا او خوا کې شوی.  بیا په تیرو دریو پیړیو کې ایینه د کور د زینت یوه اله وګرځیده. کله چې انسان خپل ځان په ایینه کې ولیده نو د خپل ځان د مینې په دوکه کې راګیر شو. ان تر دې چې بیا د ځان په هکله ډیرې قیصې په د ځان په هکله له ځانه جوړې کړی. چې له وروسته انسان ته د خپل ځان ښودنې او په ځان د مینې یادګار ترې پاتې شي.

په اکثرو قصو کې لولو چې یو ځوان وو او یا یوه پیغله وه . بې اندازې ښایسته وو او یو ورځ به لاره روان شو چې مخې ته یې سیند راغې او ده چې کله اوبو ته وکتل په اوبو کې یې خپل عکس ولید. او په خپل ځان مین شو. او بیا به هره ورځ د همدې سیند په غاړه ناست وو او خپل عکس ته به یې کتل. او به بعضو قیصو ان لا هغه څوا یا پیغله د خپل عکس د رانیولو او یا د ښکلولو په تکل ځان به سیند لاهو کړي. او بیا د هاغه د ناستې به ځای د نرګس یا نګړس ګل هم راختلای وي. او همداسې نورې ډیرې قیصي شته.

نفسیات پوه زیګمونډ فرویډ هم ددغه احساس د واضح کولو کوشش کړی. او ددې د معلومولو کوشش یې کړی چې اخر انسان ولې له خپل ځان سره دومره مینه کوي. چې داسې حالت کې مبتلا شي چې بیا هغه ته له خبل ځانه پرته بل هیڅ هم نه ښکاري. فرویډ انا یا ایګو چې غالبا د هغه خپله یوه اصحلاح ده د واضحولو او به دې لړ کې یې د ځان غوشتنه یا د ځان مینه یا نرګیست به مختلفو دورو او مرحلو تقسیم کړ.

فرویډ ځانه مینه یا ځان غوښتنه یو فطري عمل بللی. چې د همدې له وجې په انسان کې د ځان ساتنې قوه زیاتیږي. او د ځان مننې او د ځان سره د مینې له وجې انسان نور انسان خپل ځان طرفته د مایلوي او  روابط جوړوي. چې په همدې لړ کې فرویډ د ډیرو وضاحتونو به بنا باندې عشق ، روابط، او جنسیت هم له دې عمل سره په تړاوو کې بولي.

پوهیږو چې د ځوانې په دوره کې ځان ایینې ته ډیر ګوري ځکه چې د خپل ځان تشخیص کوي او ګوری چې کوم لباس کوم رقم ویښتان او کوم سټایل ورسره ښه ښکاري. همدا شان فرويډ د خپل ځان غوشتنې یا د ځان سره د مینې منفي اړخونه هم څیړلي. چې هغه د خبل ځان سره د بې حده مینې کول د ذهني محکموالي نه شتون او د ډیرو رواني ناروغیو جرړه ګڼي.

داسې خلک خو به ښکاره ډیر منظم او با ترتیبه ښکاری خو هغه د خپل ګیر چارپیره ماحول سره په بې ترتیبه رویه تنګ نظرې او غلط فکر کې مبتلا وي. ځکه چې په ځان بې حده مین انسان ته بیا له خپله ځانه پرته نور حقیقت، منطق او رشتینولي به نظر نه ورځي.

په ۱۹۹۰ عیسوي کال کې نیرو ساینس به دې باره کې نوې لاسته راوړنې راوړې. دمرر نیرو سانیسدان جیاکومو ریزولاتي وویل چې ذهن جدبه او عمل او تجربه داسې رامخته کوي څنګه چې ماحول وي. د مثال په ډول که یو بل انسان خاندي نو ورته لیدونکې بې د خندا د وجې له درکولو خاندي. یا د بل انسان د ژړا به لیدلو کیدای شي انسان بې له کومې وجې وژاړي. چې همدغه مرر نیرو د تولنې مزاج هم تعینوي. مثلا که یو سړی د مشکل په وخت کې د ژړا پر ځای خاندي او نور انسان دې وویني نو هغوې خو د خپل ذهني امر له مخې ورته خاندی او همداسې کیدلای شي چې بیا به د غم به وخت کې د تولنې انسانان د ژړا پر ځای خندا کوي. مثال یې زمونږ سره نزدې د چترال د سیمې کالاش یا کیلاش د ټولنې مزاج دی. چې مونږ د یوه انسان د مرګ به وخت کې ژاړو او هغوی د مړی په وخت کې کډیږي.

د نوو څیړنو له مخې تقریبا د دنیا له هرو لسو نه اته انسانان د نرګسیت مریضان دي خو دا نرګسیت یوه نوی او بدله بڼه خپله کړې. انسان د ځان او د نورو تر منځ د روابطو او یا د نظرونو او د ځان د مهم ښودلو لپاره د نورو اقدارو په شان دا اقدار هم سرچپه ټاکلي. په ۲۰۰۲ عیسوي کال کې ۷۲۰۰ خلکو د مخ عملیات کړی وو چې خبله څهره بدله کړي. د ارایش سامانونه په ټوله نړې کې له نور هر سامانه ډیر خرص شوي. او د اقتصاد پوهانو له نظره چې د انسان ضروریات او غوښتنې یې سره بیل کړي اوس د ځان بدلولو او ځان د سره د مینې له وجې دا سامان د انسان دضروریاتو په لست کې راځي.

انسان د نرګسیت له وجې داسې کارونه کوي چې له منفي طرفه ځان ته د نورو انسانانو فکر راړوي.یو څه وخت مخکې مې یو عکس ولیده یوه امریکايی هلک به خپل مخ د سپي خوله لګولې وه. یا په اروپايی ټولنه کې هلکان او جینکې د ويستو سره د ښکرو په شان شیان نسبوي. چې دا د نرګسیت یو بدل او نوی قسم راته ښکاره شو چې انسان یې د حیوانیت خوا ته بوولې.

مونږ ګوروچې زمونږ به تولنه یا زمونږ سره په نزدې تولنو کې هم د انسان د ځان سره د مینې له وجې د ښکلا معیارونه هم بدلیږي او انسان د نوي طریقو هڅه کوي.زمونږ په تولنه کې سپین ږیري خلک ګیره توروي. یا هغوې چې د عمر له وجې یې ويشته توی شوي وي د سرجرې له لارې ویښته لګوي.   په ښاري ټولنو کې هم اکثرو ځوانانو خپل وښته لکه د غوايي د غاړې ويسته یا د چرګ د کرکرې مشابې نیغ درولي وي. یا یې ګیره له لاندې او برې خوا نیمه خریلې او نیمه پرې ایښي وي. یا په لاس کې بڼګړی اچولای وي یا یې به غوږ کې میخکې ټومبلې وي.

ښځې او نجونې بیا له هغو لارو چې ټول انسانیت ورته بد ویلي چې د جنسي اخلاقو ماتول دي ځان ته د خلکو نظر جذبوي. اوریدلې مې دي چې په پاکستاني ټولنه کې(ددې الفاظو له ویلو دې ستاسې له مخې حیا وي) د مسالې نه جوړ شوي کوناټي خرصیږي او ښځې هغه ځان ته لکوي. یا هغه د ښځو په طیانو باندې له پاسه لګول شوي سینه بندونه له خپل مقداره غټ یا واړه هم خرصیږي چې شځې ترې د ځان ښودنې په لار کې کار اخلي.  او همداسې ډیر نور شیان چې د ځان مینې او یا ځان غوښتنې له وجې یې دوی مجبور کړي وي چې د خپلې ټولنې مزاج بدل او هاغسې حالت اختیار کړی. چې له نورو مختلف وي.

خو دا ډیره لویه خبره ده چې خبرې ډیرې او سر یې یو. اوس انسان د نرګسیت هغه حد ته رسېدلای چې د ایینې حقیقت نه شي برداشت کولای. خو خبره داده چې  دا خلک دا هیروي چې ایینې همیشه حقیقت ویلې او له هر څومره بدلون سره بیاهم ایینه ستا د ذهن په لاس کې ده.

خدای دې مریضانو ته شفا ورکړي (امین)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *