آزادي تر باشادهيه لا تېری کا         چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي

خپلواکي هغه حالت ته وايي چې يو ولس، هېواد یا دولت په خپله خاوره کې بشپړ واک او اختيار ولري. خپلواکي د انسان د فردي او ټولنيز ژوند تل پاتي ضرورت او د حرکت په حال کي يوجريان دي. خپلواکي او اذادی له يو بل څخه په جدايي او گوښه توب خپل مفهوم له لاسه ورکوي خپلواکي د دې له پاره ده چي انسانان د نوروله تسلط وژغورل شي او ازاد ددې له پاره چي هر وگړي په خپل ژوند او په خپل برخليک واکمن شي او د حق او ازادي درناوی يي وشي.

 خپلواکي يو پراخ مفهموم دی اقتصادي خپلواکي، سياسي خپلواکي، حقوقي خپلواکي، قضايي خپلواکي، فرهنگي خپلواکي او فکري خپلواکي.

موږافغانان د خپلواکي په اقتصادي لور دومره ټينگار کړی چي د خپلواکي نور لوري او په تيره بيا فکري خپلواکي مو په بشپړه توگه له ياده ايستلې ده. په يوه ټولنه کي د فکري خپلواکي نشتوالی له يوي خوا ټولنه د ايديولوژيک فکري ښوونځيو په وړاندي بي وسه کوي او له بلي خوا په ټولنه کي پراخه ذهني خلا هم منځ ته راوړي او دا خلا ډيره ځله د بيگانه او افراطي فکرونو پوسيله ډکېږې.

 د خپلواکي د نشتوالی معني اسارت دی او د ازادی د نشتوالی معني، د استبداد ادامه او وروسته پاتي والی دی آزادۍ او خپلواکۍهغه وخت ارزښت لري چه دفاع اوو ساتل شی. له لس ګونو کلونو اوحتي له پیړیو څخه راپه دیخوا موږ د یوې داسې خپلواکۍ لپاره په جګړو کې تېره کړې، چې هېڅکله موتل پاتي خپلواکي نه ده ګټلې، ډیرځلي داسی راغلي چي جګړه مو ګټلې مګر خپلواکي مونه ده ګټلي، خوهر څه مو پرې ژوبل کړي دي، آزادي او خپلواکي د یوه ملت د سوکالۍ دوه وزرونه دي، له دې دوه وزرونو که یو هم نه وي ولسونه د نیکمرغۍ آسمان ته نه شي ور لوړیدای خو زموږ په برخه دغه دواړه خدایی نعمتونه ډیر کم وو، مونږافغانان نه یو توانیدلي چی د تلپاتې خپلواکۍ د ساتلو بنسټونه جوړ کړو. دخپل ولس پوري دآبادۍ وزرونه وګنډو او بیا د خپلواکۍ په لور دالوتلو هڅه وکړو.

خپلواکي هغه لمر دي چې بايد په هر زړه کې وځلېږي،هر هغه څوک چې په ژوندانه کې ورنه محروم پاتې شي،په هغه تياره کې به ژوند کوي چې پيل يې د رحم په تياره پورې او پاي يې د قبر په تياره پورې نښلي.

موږ افغانانوڅو ځلی خپلواکي ګټلی اوپردی مو شړلي، خو نه خپلواک شو، نه ازاد شو او نه مو ملت جوړ کړ. موږڅوڅوځلي خپلواکي ترلاسه کړي، خو په ټولنه کي يو په بل پسي له يوي خوا استبدادی او له بلي خوا کمزوريو واکمنيو و نشوای کولاي ټولنه له مزمن سياسي ــ ټولنيز بحراني حالت څخه را وباسي، د واکمنو خپلواکي د ټولني خپلواکي نه ده، خو د ټولني خپلواکي د واکمنو خپلواکي هم دی دملتونو اوهيوادونو تجربي ښې چه آزادي او خپلواکي د  ولسي یووالي ویښ ملت،دسوکاله، آزادو اوبرابرو وګړو په اتکا، با کفايته زعامت اوښه مديريت ،دولس په خدمت کې سالمې دولتي ادري ، غښتلي امنیتي ارګانونه، دلوړدفاعي قدرت ، غوړيدلۍ او ځواکمن ملې اقتصاد اومجربي ديپلوماتيکې دستګاه او په ملي ګټو ولاړې فعالې ديپلوماسۍ ، په صورت کي دفاع اوساتل کيږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *