فاریاب ولایت

تاند- له فاریاب څخه تاند ته د رارسېدلیو خبرونو پراساس وسله والو طالبانو د دغه ولایت پر دوو ولسوالیو پراخې حملې کړي او زیاتې سیمې یې نیولي دي.

د لومړنیو راپورونو له مخې طالبان توانېدلي چې د فاریاب د قیصار او المار ولسوالیو زیاتې برخې ونیسي.

همداراز طالبانو په غورماچ ولسوالۍ کې پر دولتي ځواکونو بریدونه کړي دي. غورماچ اصلاً په بادغیس پوري اړه لري خو موقتاً له فاریاب سره تړل شوې ده.

د فاریاب ولایت چارواکو له دفاع او کورنیو چارو وزارتونو څخه غوښتنه کړې چې دغو ولسوالیو ته فوراً کومکي ځواکونه ولېږي.

له راپورونو سره سم له تېرو درو ورځو راهیسي د فاریاب او بادغیس ترمنځ لاره بنده ده ځکه چې لاره وسله والو طالبانو نیولې ده.

د فاریاب امنیتي چارواکي وايي چې د پرون او نن په سختو جګړو کې وسله والو طالبانو ته سختې مرګ ژوبلې اوښتي خو جګړه او ناامني لا هم دوام لري.

له بلې خوا له کندوز څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې دولتي ځواکونو په څو سیمو کې د وسله والو طالبانو پرضد عملیات پیل کړي او د یوه سرګروپ په شمول یې ۱۰ تنه وسله وال سخت دریځي وژلي دي.

په همدې حال کې د هلمند والي وايي چې وسله وال طالبان په سنګین او نورو ولسوالیو کې د وروستیو میاشتو له سختو مرګ ژوبلو وروسته بیا غواړي چې د دې ولایت پر شمالي ولسوالیو لوی بریدونه وکړي.

د هلمند والي وايي چې د سږ کال په حملو کې ۱۹۹۶ تنه طالبان، امنیتي ځواکونه او عام خلک وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *