احمد ولي سرحدي- د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي چي د کابل کندهارپر لویه لاره د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالي د سنګي پله په سیمه کي د یو تونس او مزدا ډوله موټر د ټکر له امله چي نن غرمه مهال رامنځ ته سوه ۵ کسه مړه او ۲۶ تنه زخمیان دي چارواکي وايي چي د زخمیانو روغتیايي د ډاډ وړدي.
د زابل امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني له رسنیو سره د خبرو پرمهال وویل چي نن غزمه مهال د شهرصفا ولسوالۍ اړوند د پل سنګي په سیمه کي د یوه مازدا اوټونس ډوله موټر ترمنځ د ترافیکي پیښې له کبله پنځه ملکي کسان وژل سوي او ۲۶ نور ټپیان سوي دي.
امنیه قومندان وايي د پيښي دځای څخه يې ټول ټپیان د دې ولایت ولایتي روغتون ته وړي چي روغتیايي حالت يې د ډاډ وړدی.
امنیه قومندان همداراز وايي یاده ترافیکي پیښه د موټرچلوونکو دبې غورۍ له امله رامنځ ته سوې او دوی د دې پیښې په تړاو د دواړو موټرونو موټرچلوونکي نیولي او دا مهال ددوی لخوا تردرملنې لاندي دي.
پرهمدې مهال ددې ولایت دعامي روغتیا رئیس لعل محمد توخي بیا وايي چي دوی ته د پیښې له ځایه څخه ۲۴ تنه زخمیان او ۵ تنه مړې راغلي او په زخمیانو کي د پنځو کسانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.
خو د پیښې څخه راوړل شوي زخمیان بیا موټرچلوونکي په بې احتیاطي تورنوي او د ترافیکو څخه غوښتنه کوي چي په دې اړوند جدي ګامونه پورته کړي.
د کابل کندهار پرلویه لار ناامنۍ، د ترافیکو قوانینو نشتوالی، د لويي لاري خرابوالی او د موټر چلوونکو بې غوري اکثره مهال ترافیکي پیښي رامنځ ته کوي .