۲۷ زمری ۱۳۹۳
درنو هیوادوالو، استادانو، ښوونکواو زده کوونکو!
اجازه راکړئ چې د ګران هیواد افغانستان د خپلواکۍ د ۹۵ یمې کلیزې د رارسیدو په ویاړ د پوهنې وزارت د مشرتابه په استازيتوب تاسو ټولو ته د زړه له کومې مبارکي ووایم. زموږ غیرتي ولس په خپلې بې شانه میړانې او قربانیو سره ۹۵ کاله مخکې د نړۍ ستر زبرځواک لویه بریتانیا، چې په امپراطورۍ کې يې لمر نه ډوبیده په ګونډو او د ۱۲۹۸ کاَل د اسد ( زمري) د میاشتې پر ۲۸ مه یې د خپل هیواد بشپړه خپلواکي تر لاسه کړه. زموږ ميړني ولس د شاه امان الله خان غازي تر زړورې لارښوونې لاندې د استعمارګرو ٣٤٠ زره کسيز پوځ چې په الوتکو، توپونو او جنګي سامان الاتو پوره سنبال و، د افغان او انګليس په دريمه جګړه کې د زرګونو ځلميانو په سرښندنه او ځاني تيريدنه دړې وړې او انګريزان يې د راولپنډۍ د سولې د تړون لاسليک کولو ته مجبور کړل.
ویاړ دې وي زموږ په توریالیو او ننګیالیو پلرونو او نیکونو چې تل یې د ښکیلاکګرو، تیري کوونکو د اسارت یوغ مات کړی، د نړۍ او سیمې هیوادونو ته یې د خپلواکۍ درس ورکړی او د ظلم او زور په تورو تیارو کې یې د بري لاره پرانیسته ده.
درنو استادانواو ګرانو زده کوونکو!
موږ او تاسو ټول په دې پوهیږو چې ریښتینې خپلواکي هغه وخت حاصلیږي، چې په ښوونيز او روزنيز ډګر کې هم د خپلواکۍ د لارې د مبارز ينو په شان له ميړانې او سرښندنې کار واخلو، خو په تاسف سره موږ په خپلې میړانې او زړورتیا تل د استعمار د ځنځیرونو تر ماتولو وروسته په داسې حاَل کې چې د هیواد خپلواکي مو په وینو ګټلې، خو وروسته مو د هیواد په پرمختګ او ثبات کې ماته خوړلې او د اقتصادي آزادۍ اوخپلواکۍ لپاره مو بیا پوره کار ندی کړی.
موږ هغه وخت تر قربانیو وروسته دغې سترې موخې ته رسیدلای شو چې د سالمې ښوونې او روزنې لپاره مټې راونغاړو او د هیواد د پوهنې بڼ سمسور کړو. یوازې باعلمه، باتعلیمه او با درکه ځوانان کولای شي چې هیواد زرغون او د سوکاله او بسیا ژوند زړي ښیرازه کړي.
د پوهنې وزیر