تاند- افغان طالبانو د دې لپاره چې د جګړې له میدانه د ناټو پوځیان وتلي او هوايي بمباري نشته خپل جنګي تاکتیک له ځانوژونکو حملو او چاودنو څخه پر ولسوالیو ډله ییزو بریدونو ته بدل کړی دی.

په وروستیو کې وسله وال طالبان پر بېلابېلو ولسوالیو بریدونه کوي چې د ناټو پوځیانو د وتلو له فرصته په استفادې سیمې لاندې کړي.

رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي چې افغان امنیتي ځواکونو تراوسه پوري د طالبانو د حملو په وړاندې کلکه دفاع کړې خو د افغانانو ترمنځ جګړه لا خونړۍ شوې ده.

د وروستیو جګړو د تلفاتو ساری د افغانستان د تېرو ۱۳ کلونو په جګړو کې نه دی لیدل شوی ځکه چې تر دې پخوا طالبانو جبهه یي او ډله ییزې حملې نه کولې.

په همدې حال کې د افغان امنیتي ځواکونو ځینو قومندانانو خپلو سرتېرو ته امر کړی چې اسیر طالبان د جګړې له میدانه ژوندي ورنه ولي.

ډېر افغان قومندانان په دې په غوسه دي چې حکومت په جګړه کې نیول شوي طالبان په یوه او بل نوم خوشي کوي او بېرته د جنګ جبهې ته ځي. د دوی په باور له همدې کبله طالبان زړه ور شوي دي خو که هغسي چلن ورسره وشي چې طالبان یې د ملي پولیسو او ملي اردو له ځواکونو سره کوي، طالبان د جګړې جرات نه لري.

رویټرز خبري اژانس وايي چې په داسي قومندانانو کې یو هم د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق دی.

د دې اژانس په وینا جنرال عبدالرازق تېره میاشت په ښکاره خبریالانو ته وویل:«ما په زغرده خپلو کسانو ته ویلي، تروریستان سمدستي ووژني او هیڅ اسیر ژوندی رانه ولي ځکه چې بیا پرېښودل کېږي.»

عبدارازق وروسته خپله خیره واخیسته، ویې ویل چې د ده خبره تحریف شوې ده.

همداراز په کندوز کې د پولیسو قومندان او نورو چارواکو ویلي چې د طالبانو له وژلو پرته بله لاره نه ویني ځکه چې نیول شوي طالبان په دوهمه ورځ خوشي شوي دي.

سږ کال ولسمشر کرزي د بګرام د سلګونو بندیانو د خلاصون امر وکړ.

خو د امنتیتي ځواکونو قومندانان وايي چې په روانه جګړه کې هماغه کسان د دوی مقابلې ته ولاړ دي چې د افغانستان له محبسونو څخه خوشي شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *