دا خاطره د۴۵ کالو په هاخوا د مرحوم محمد ظاهرشاه د سلطنت د وختو خاطره ده ،هغه وخت زه په شپږم ټولګۍ که وم، د استفلال په مفهوم دومره نه پوهیدمه خوجشن ډیر راته ګران ؤ د جشن مراسم ډیرپه زړه پوري وه ، زموږ په ولایت کي د جشن تیارۍ عین ۲۰ -۲۵ ورځي وړاندي شروع کیدي، داتیاري به هم حکومتي وی اوهم وګړنیز ؤ ، د جشن په پراخه منطقه کی به یوشمیر هوتلونه ،کافي ګاني اودهنرمندانو کمپونه دوی دري اونۍ دمخه لاجوړی سوی وه ،دحاجي سیدمحمد هوتل به دلومړیو هوټلو څخه ؤ . مرحوم سید محمد زموږ دښار مشهور اشپزؤ پرخپل هوټل به یی داعلحضرت محمدظاهرشاه په امضا مزین سوی ستاین لیک او تصویرونه ځړولی وه ،وایی کله چه به ظاهرشاه بابا کندهار ته راغی نوسیدمحمد اشپز به ډوډی ورته پخوله .
موږ چه ددوبي رخصتی تیروله خوبیا به هم دخپلو ښوونځیو لخوا جلب او جذب سو اودجشن لپاره به یی موږ ته دعسکروغوندي قواعد رازده کوله اویوسلسله نمایشات یی هم راښودل چه دجشن په ورځ یی اجراکړو ، موږ ته ویل سوی وه چه یوډول اویورنګ یونیفورم جوړکړو . هري ښوونځی به جلا رنګ یونیفورم درلود ، دمعارف پریډ اونمایشات به دجش په لومړی ورځ دماسپښین لخوا په لوی لوبغالي کی ترسره کیده ،ډیرخلګ به ننداري ته راتله اوپر سټیج به لوړچارواکي ناست وه .
دجشن په لومړی ورځ سهار به عسکري رسمي ګدشت ؤ اوډیرو به شاخیز هم ورته وایه دلويي جادي پریوه غاړه به موږ دمعارف زده کونکی ولاړؤ اوپربله غاړه به ښاریان اوډیری خلګ چه داطرافو راغلي وه په قطارونو ولاړ وه ،داسي ویل کیده چه دعسکرو دپښو ګرد که پرچا ومښلی نو دانیک شګوم دی ،بعضو به ویل چه ثواب لري .
لویه خیمه کی چه دسټیج دپاسه درول شوی وه ،نایب الحکومه ،عسکري جنرالن اولوی چارواکي درسمی ګدشت ننداره کوله ، دعسکري رسمي ګذشت په پیل کي به دعسکري موزیک ټولۍ چه موزیک به یی ږغاوه دستیج دمخي تیره سوه اودستیج په څنګ کي به ودریده اوملي حماسي نغمی به یی ږغولي ، دعسکري مختلف قطعات به په ډیرښه نظم اوموزونو قدمونوسره دسټیج مخ ته تیریده په پښو به یی درزهار جوړ کړ ، نوی عسکری جامي به یی اغوستي وی توپکان اونوري وسلي به ورسره وي . په هغه وخت کی زموږاکثره سلاح روسی وه کربین توپکان ،پپشه اوروسي ماشینداران وه . پیاده قطعات به یوبه بل بسي تیریدله اونطاقانو به دهري قطعی پرمسلکي ظرفیتونو باندی معلومات ورکول ، موتریزه قطعات چه توپونه به یی کشول په منظموګروپوسره به تیرسوه ، دزرهداروټانکو قطارونو پرمځکه اودهوایی قواو جټ الوتکو اوهیلي کفترو په هوا کي درزهارجوړکړی ؤ . زما ښه په یاددی چه زړه کی می ویل چه کاشکی زه هم یوعسکروای اونن می همداسی سلاح په غاړه دولس په مخ کي تیریدلای .
دجشن منطقه به درنګارنګ ګروپانو په لاړونو ښایسته سوی ، ډیر شمیر کمپونه به جوړ سوی وه دهرریاست کمپ جلا ؤ هرکمپ به دښایسته اورنګه ټوکرانو په واسطه پوښل سوۍ و ، یوشمیر هنرمندان به دکابله راغلي وه اوبه مختلفوکمپو کي به یی سندري ویلی ،مرحوم استادرحیم بخش ،مرحوم استادشیدا اومرخوم استاد سراهنګ اوځایی هنرمندانو به سندري ویلی . دجشن په ورځو به دمټایی اوجلبیو بازار ډیر تودؤ . په کمپونو کی به ځوانانو اتڼونه کول ،دامرسم به دسهارترازانو پوري دوام کاوه ، دجشن دریمه شپه به دشپي په نیمایی کي اتش بازی وسولی اوبیابه نو دسپیدوپرمهال جشن خلاص سو ، په دي ټول مدت دجشن کی به داسي ارامی وه چه اوس یی سوچ هم نه کیږی ، یوخوب اوخیال ؤ . اوس چه داسد ۲۸ راورسیږی نو زما زاړه یادونه رایادسي اوډیر پریشانه سم اودځانه سره سوچ کوم چه داڅه ډول حالت دی اوموږ داستقلال دورځي دنمانځني وړتیا لرو ؟ که نه خودومره پوهیږم چه دایوناڅرګند حالت دی .