د ماین په دوه بیلا بیلو چاودنو کې یوه میرمن شهیده او د یوې میرمنې په ګډون یو ځوان هلک ټپي شوی.
د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د باد رو په سیمه کې نن سهار شپږ بجې او ۳۰ دقیقې په یوه پلې لاره د یو ماین د انفجار له امله چې د مخالفو وسلوالو له لوري ځای پر ځای شوی و، یو ځوان هلک زخمي شوی چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
بل لور ته په اتو بجو د یادې سیمې د څینزیو په ساحه کې په یوې پلې لارې د دوهم ماین د چاودنې له امله چې دا هم د مخالفینو له لوري ایښودل شوی و، یوه میرمنه شهیده او یوه بله ټپي شوې ده.
لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي د سولې او وطن د دښمنانو دغه کړنې چې همیشه ملکي وګړي په کې خپل هدف ګرځوي په کلکه غندي، شهیدې میرمنې ته د څښتن تعالی له درباره د فردوس جنت، زخمیانو ته د ژر تر ژر روغتیا او کورنیو ته یې د جمیل صبر هیله لري.