سید اصغر هاشمي

غني خان منظوم او منثور اثارخپلې ټولنې ته ډالۍ کړي دي، کله چې د پښتو معاصر شعر او پښتو معاصرې شاعري څخه خبره را منځ ته کېږي. نو غني خان غني یوازنی شاعر دی، چې د نورو زیاتو ښو او دردمنو شاعرانو په لړ کې د یوه ځلیدونکي ستوري په څېر سترګې جلبوي او شعر یې ښکلاویې رانغاړي، چې له شعر یې انتظار کېږي، ځکه سربېره پردې، چې د غني خان شعر له خیالي او عاطفي ژورو ممیزاتو څخه ډک دی. له ښکلې او زړه وړونکي اهنګ څخه هم ښه برخمن دی. او په دې سربېره د محتوا او مضمون له پلوه هم غني دی او پریمانه او هر اړخېزه شتمني پکې نغښتې ده او له ژوند او خوند سره سره ژور فلسفي مسایل هم دده د شعر پراخې زمینې جوړوي .

منظوم اثار :

۱: د پنجرې چغار: د غني د شعرونو لومړی مجموعه د پنجرې چغار ده، دغه مجموعه یې په بند کې لیکلې ده.

میراحمد ګوربز،( غني غني دی) اثرکې وايي: « د غني د جیل د شعرونو څخه داسې معلومېږي، لکه چې غني خان په جیل کې نه وي. ځکه هغه لیکوالان او شاعران چې په بندیخانه کې یې پنځه ورځې تېرې کړي دي. ددوی په شعرونو کې په دومره زیاته اندازه او مبالغه امیزه توګه د جیل د سختیو، تکلیفونو، او کړاوونو څخه فریادونه او د غم ساړه اسویلي ایستلي دي، چې لوستونکې یې د ویلو توان نه لري او هغه به هک پک ورته پاتې شي او فوراً دا خیال ورته پیدا شي، چې ا

غني خان
غني خان

یا دا د جیل خاوندانو ته انسانان ویلای شو، دې ډول اشعارو ته جسیات وايي.

د غني خان د بند شعرونو کې کله کله د خپل ټاټوبي او مینو یادونه لیدل کېږي. خو بیا هم د جیل د تکلیفونو او کړاوونو څخه شکایت نه کوي او داسې نه معلومېږي چې غني خان دې دا شعرونه په جیل کې ویلي وي.

غني خان ته خپل عالي همت او پښتونولي دا اجازه نه ورکوي، چې د واکدارانو د ظلم، استبداد او بندیخانې څخه لږ شکایت او ګله هم وکړي او دښمن ته داسې معلومه شي چې ګوندې غني خان په جیل کې خفه دی او د جیل د فشارونو او تکلیفونو طاقت نه لري.

او دا کار د غني خان نهايي استغنا، په ځان باور، متانت، میړانه او پښتن�� غرور ښکاره کوي او دا خپل دښمن ته په ډاګه ښکاره کوي، چې زما لپاره کور، کلی، ماڼۍ او جیل ټول یو شان دي.

د غني خان دې اشعارو ته چې په بند کې یې ویلي دي، حبسیات نه شو ویلای، ځکه چې د بندیخانې د سختیو، تکلیفونواو یا د مشکلاتو او ستونزو یادونه یې پکې نه ده کړې.

پښتو ادبیاتو منځنۍ دورې کې خوشحال او اشرف خان هجري د مغلو لخوا بندیخانې تېرې کړي دي.

خوشحال څلور کاله او نهه میاشتې او اشرف خان څلوارلس کاله بندی وه.

د دوی اشعار په معنوي لحاظ حبسیات لري. په فارسي ادبیاتو کې مسعود سعد سلمان حبسیاتي اشعار ډېر لري او دی هم شپاړلس کاله بندي و.

یوه ورځ مې په کابل کې د خپل استاد سره په دې بحث وکړ، چې حبسیاتو کې باید د بندیخانې د ستونزو، تکلیفونو، د بند دحالاتو او داسې نور انعکاسات په اشعارو کې وي، چې دې ډول اشعارو ته بیا حبسیات ویل کېږي.

ښاعلي استاد وویل: ټول هغه اشعار چې په بندیخانې کې وویل شي حبسیات دي، که د بند انعکاسات ولري او که یې ونه لري.

اوس ښکاره شوه، چې د غني خان د «پنجرې چغار» په بند کې لیکل شوی دی، خو اشعارو ته یې حبسیات نه شو ویلای.

۲: د غني پلوشې: د غني خان دویمه شعري ټولګه ده، دغه مجموعه د پښتو ټولنې لخوا چاپ او د استاد ګل پاچا الفت لخوا پرې مقدمه ولیکل شوه.

۳: پانوس: د غني خان دریمه شعري ټولګه ده، په دې ټولګه کې د پنجرې چغار او د غني پلوشې نه ځیني اشعار راغلي دي او ډېرې ملي، وطني ترانې په احساساتي او جذباتي ډول پکې ویل شوي دي.

۴: د غني کلیات: دغه اثر د غني خان د پنجرې چغار، د غني پلوشې او پانوس د اشعارو مجموعه ده، په کلیاتو کې د غني خان منثور اثار او ځینې منظومې نمونې راغلي نه دي.

منثوراثار:

۱: د غني لیکونه: دغه اثر نه دی چاپ شوی. غني خان د افغانستان، پاکستان، بلوچستان، سوبه سرحد او ځینو نړیوالو شاعرانو، لیکوالانو، پوهانو، سیاست پوهانو او اجتماعي اشخاصو سره نیک روابط درلودل ا�� هغوی ته یې لیکونه استول، چې دغه لیکونه یې په ځینو کتابونو کې موجود دي، که چېرې دغه لیکونه سره راټول شي، نو د یادوو ځایونو اجتماعي، ادبي، سیاسي او کلتوري حالاتو په پېژندنه کې به مرسته وکړي.

۲: پټانز: دغه اثر په انګریزي ژبه لیکل شوی دی، دغه اثر لومړي ځل لپاره په بمبیي کې او دویم ځل لپاره پېښور کې چاپ شوی دی. په دې اثر کې د پښتنو کلتور ښودل شوی دی، دغه نثري اثر هم د ارزښت وړ دی.

۳: ګډې وډې: د غني خان د مهمو اثارو ځینې دی، دغه اثر افتخار حسین د پښتون مجلې نه یوه ـ یوه لیکنه راټوله کړې ده.

د پښتون تر عنوان لاندې رساله په ۱۹۲۸ میلادي کال د مې د میاشتې څخه تر ۱۹۴۷ میلادي د اګست تر میاشتې پورې خپرېده.

په دې رسالې کې خان عبدالغني خان د لیوني فلسفي په نوم طنزیه،

مزاحیه او تنقیدي مضامین او اشعار د ګډې وډې عنوان لاندې لیکل.

دغه اثر د نظم او نثر دواړه برخې لري، د رسالي راغلي نثرونه د محتوا په لحاظ انتقادي مضامین لري او د اجتماعي انتقاد ډېر غوره مفاهیم یې په مزاحیه الفاظو او ادبي طنزونو په بڼه وړاندې کړي دي.

په نثرونو کې یې ځینې کوچنۍ قصې هم شته، چې موږ یې په ادبي څېړنو کې د ټوکو په نامه یادوو او ځینې طنزونه او انتقادونه یې داسې دي چې مطالب یې په حکایوي بڼه وړاندې کړي دي.

د غني خان نثرونه په منظم ډول نه و چاپ شوي او دا دی دا رساله د خان یوه زیاته اندازه نثرونه تر موږه پورې رسوي.

غني خان سربېره پر دې، چې منظوم او منثور اثار لري، د فن په برخه کې دده مجسمه جوړونه او د تصویرنو جوړونه د یادولو وړدی، په رسامي کې یې هم پوره مهارت درلود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *