تاند- کېدای شي چې  د کار په منځ کې یا ان د رخصتۍ په ورځ ناڅاپه ستوماني احساس کړئ او له ځان سره ووایاست  چې دومره کار خو مې هم نه دی کړی، نو ولې ستړی شوم؟

 ماهران وایي چې که تاسې یو لید او پروګرام ونه لرئ نو ممکن ناڅاپي او بې دلیله ستړیا احساس کړئ او یوه وړه پلمه د دې سبب شي چې ځان ستومانه وبولئ.

 د ماهرانو په نظرپه دې خبره باندې پوهېدل ډېر مهم دي چې ستوماني یو ذهني حالت دی او کله چې دا ومنئ چې تاسې ستومانه یاست نو ستوماني به احساسوئ.

 ارواپوه او د ژوند د طرز په چارو کې سلاکار ډاکتر ایس، کې، شرما وایي چې  د ستوماني حق نا حقه احساسول په حقیقت کې یوه انګېرنه او یو تلقین دی. تاسې ځان ځکه ستومان ګڼئ چې ستوماني ته مو اجازه ورکړې ده چې ستاسې ذهن ته لاره وکړي. د غیرواقعي ستوماني له شره د ځان د ژغورلو لپاره پکار ده چې په ژوند او فکر کې یو څه تغییر راولئ. ستوماني ته ووایاست چې ژوند ته دې نه راپرې ږدم. ډاکتر شرما سپارښتنه کوي چې د ستوماني د احساسولو فکرونه پرېږدئ او د داسې فکرونو ځای  یو څه کولو ته ورکړئ. دغه راز د کار په منځ کې یو څه تفریح کول، ورزش کول یا د خپل شوق او  ذوق مطابق چاره تر سره کول، مه هېروئ. د کار په څنګ کې یو  څه تفریح ، ورزش او ذوقي بوختیدا به مو خوشحاله وساتي او د ستوماني مخه به مو ونیسي.

 ډاکتر شرما په دې نظر دی چې که مو کار زیات هم وي خو چې خپل وخت او وسایل ښه تنظیم کړئ نو د تفریح کولو، ورزش کولو او ذوقي چارو لپاره به فرصت پکې ومومئ.

 ډاکتر شرما وایي چې ځینې کسان په خپل کار باندې دومره زیات بوخت وي چې چارو ته د بیاکتنې او تفریخ وخت نه پیدا کوي او په نتیجه کې ژر ستومانه کېږي.

 تنوع او تغییر د ژوند مالګه ده. دا لازمه ده چې په ورځني ژوند کې کوچیني، کوچیني تغییرات راولو. په لباس کې تغییر، په خپله کوټه کې یو څه بدلون، یو نوی نظر لرل او کله نا کله یو داسې کتاب لوستل چې بېخي درته نوی او نا اشنا وي، دا ټول بنیادم ته تحرک او انرژي ورکولای او له ستومانۍ یې ژغورلای شي. مقصد دا چې د ستوماني د مخنیوي لپاره د ژوند په چارو کې یو څه تنوع او ډول ډول والي ته اړتیا ده.

 ډاکتر شرما وایي چې : ستاسې ذهن د خوشحالۍ او تحرک د احساسولو لپاره تنوع او تغییر ته ضرروت لري او تاسې په ورځني ژوند کې د وړو تغییراتو په راوستلو سره کولای شئ چې ژوند جالب کړئ او د ستوماني مخه ونیسئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *