تاند- پاکستان نن /پنجشنبه/ له افغانستانه وغوښتل چې د پاکستاني پوځیانو د درنو وسلو د حملو، د وسله والو طالبانو په حملو کې د دخالت او نورو تروریستي اقداماتو کې د اسلام اباد د لاس لرلو د ادعاوو په اړه خپل اسناد او شواهد ورسره شریک کړي.
د چین د خبري اژانس سینهوا د راپور له مخې پاکستان دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ پر پاکستان تور پوري کړ چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.
په وروستیو ورځو کې نورو افغان چارواکو هم د افغانستان په جګړه کې د پاکستان د رول په اړه انتقادونه زیات کړي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ وویل چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات د ګډوډولو لپاره سخت دریځي ملېشه ځواکونه جوړوي.
د باندنیو چارو وزارت ویندوی احمد شکېب مستغني وویل، د افغانستان د ملي امنیت ادارې داسي اسناد او معلومات ټول کړي چې پاکستان د دغه ملېشه ځواک د جوړولو لپاره پیسې وېشي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، د دغه هیواد د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز په اسلام اباد کې د افغانستان له سفیر سره په کتنه کې د افغانستان ادعاوې چلینج کړې، ویې ویل چې باید داسي شواهد وي چې دا ادعاوې ثابتې کړي او باید له پاکستان سره شریکې شي.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د افغانستان سفیر جانان موسي زي ته وویل چې هیواد یې له افغانستان سره د دوه اړخیز درناوي پر اساس دوستانه او ښو اړیکو ته ځان ژمن ګڼي.
ده دا هم وویل :«موږ به د ګډو اندېښنو د پای ته رسولو او په خپل منځ کې د اعتماد او پوهاوي د ټینګولو لپاره معنالرونکو هلوځلو ته دوام ورکړو. د دې هدف لپاره باید دواړه خواوې د افغانستان- پاکستان د امنیتي همکارۍ او د پولې د کنټرول او ادارې د پیاوړتیا په خاطر له دوه اړخیز مکیانیزمه کار واخلي.»
د افغانستان د ملي امنیت شورا د دوشنبې په ورځ پاکستان تورن کړ چې خپلو ملېشو ته پیسې او وسلې ورکوي چې د ډیورنډ کرښې دې خوا ته پر افغانانو بریدونه وکړي.
سلام
دالاندنى خبر داگست په شلمه كال ٢٠١٤ كى پرون خپور شو چى سرليك يي ما كاپى كرى :
پاکستاني پوځیانو د کونړ پر ۲ ولسوالیو ۴۶ توغندي وویشتل
دامداخله نده نو حًه دى ديوه مستقل هيواد په خاور حمله كوى او دوه كلى ورانه وى بيا هـم ثبوت غوارى ستا خو سترگى درانده دى نه وينى حًكه داسي احمقانه خبره كوى خى له اي ايس اي نه تپوس وكره مردارشي دالخوره د هندو حًو . قواره د دهندوانو ده سره لنگوته وتره با اينه كى حًان ته وگوه چى ستا او دمون مهن سنگ تر منحً حًه تو پير ده سنگ په واروار له تا حًخه نورانى ده
سر تاج عزیز دې په افغانستان کې د نه لاسوهنې شواهد افغانستان ته وښیي . او هم دې دا واضېح کړي چې ترورېزم ، طالب ، القاعده او نړیواله ټولنه ددوی له خاورې افغانستان ته نه ده را غلې ، نه یې اکمالات ددوی له لارې شوي دي، نه اسامه بن لادن په پاکستان کې موندل شوی ، نه (۲۴ ) ستر پاکستاني صاحب منصبان امریکې وژلي ، او نه یې ټانکر په پاکستان کې لوټ کړي او ور سوځولي دي؟