تاند- روانه اوونۍ په افغانستان کې لسګونو زرو رضاکارو د امنیتي وضعیت له خرابوالي او د سخت دریځو د حملو له خطر سره سره ملیونونو افغان ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیسو پر ضد دوه څاڅکي واکسین ورکړل.
په افغانستان کې د ناامنۍ او د واکسین ګټو په اړه د خلکو د پوره معلوماتو د نشتوالي له کبله د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد د واکسیناسیون کمپاین نه اسانه او نه بې خطره دی.
افغانستان په نړۍ کې یو له درو هیوادونو څخه دی چې لا هم د ګوزڼ ناروغي پکې کاملاً له منځه وړل شوې نه ده.
د افغانستان د پولو په اوږدو کې د پاکستان په قبایلي سیمو او افریقايي هیواد نایجریا کې هم د ماشومانو د ګوزڼ ویروس کنټرول شوي نه دي.
افغانستان، سره له دې چې په جګړه کې ښکېل دی، د ماشومانو د ګوزڼ په مخنیوي کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب عمومي رييس توفیق مشال ازادي راډیو ته وویل چې ناامني د واکسین د تطبیق لپاره تر ټولو لوی خنډ دی.
د ده په وینا د واکسین لپاره تر ټولو زیاتې امنتیتي ستونزې په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې پېښېږي.
په ۱۹۹۹ میلادي کال په دغه هیواد کې د ګوزڼ ۶۳ قضیې تشخیص شوې وي خو په ۲۰۱۳ کې یوازې ۱۴ په ګوزڼ اخته کسان وموندل شول. سږ کال تراوسه پوري په دې ناروغۍ یوازې شپږ تنه اخته شوي دي، دا په داسي حال کې ده چې په پاکستان کې تراوسه پوري سږ کال په ګوزڼ ناروغۍ د اخته شویو کسانو شمېر ۱۰۸ تنو ته رسېدلی دی.
د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغي ویروس حتي که په یوه کس کې هم پاتې شي، هماغه یو تن یې ګڼو نورو ته خپرولی شي.
د افغانستان د وقایوي طب د عمومي رييس په وینا په افغانستان کې د دې ناروغۍ د مخنیوي بله ستونزه دا ده چې یو شمېر افغانان دایماً په یوه سیمه کې مېشت نه دي. ده په دې برخه کې د کوچیانو او کورنیو بې ځایه شویو مثال ورکړ.
د عامې روغتیا وزارت د روزنې مسوول ډاکتر محمد وسیم سجاد وايي، روانه اوونۍ روغتیايي کارکوونکي د هیواد د ختیځ او جنوب ختیځ په لېري سیمو کې کور په کور وګرځېدل او ماشومانو ته یې واکسین ورکړ.
ده همداراز وویل چې خلک غواړي چې ماشومان یې واکسین شي.
ډاکتر سجاد دا هم وویل چې د واکسینرانو د امنیت لپاره له سیمه ییزو قومندانانو سره خبرې شوي دي.