تاند- د امریکا متحدو ایالتونو له افغانستانه په کلک وغوښتل چې له خپلې خاورې د امریکايي ژورنالیست د ایستلو پرېکړه بېرته واخلي.

متیو روزینبرګ ته د چهارشنبې په ورځ د افغانستان لویې څارنوالۍ ۲۴ ساعته وخت ورکړ چې له افغانستانه ووځي.

لویې څارنوالۍ د نیویارک ټایمز خبریال ته دا هم ویلي چې افغانستان ته د نوموړي پر بیا راتګ بندیز دی.

تر دې یوه ورځ مخکې لویې څارنوالۍ د نیویارک ټایمز خبریال له افغانستانه ممنوع الخروجه اعلان کړی و.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ماري هرف وویل، د نیویارک ټایمز د خبریال متیو روزنبرګ د ایستلو په اړه د افغانستان د حکومت پرېکړه په دغه هیواد کې د بیان د ازادۍ په برخه کې یو لوی شاتګ دی او باید فوراً بېرته واخیستل شي.

دا له کله چې په افغانستان کې د طالبانو رژیم پرزول شوی دی لومړی ځل دی چې یو لوېدیځوال خبریال له دې هیواده ایستل کېږي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار ویندویې کتلین هایدن وویل، د افغانستان د حکومت اقدام په افغانستان کې د مطبوعاتو او بیان د ازادۍ په برخه کې یو مهم مخ په شا ګام دی او باید سمدستي دا پرېکړه واخلي.

لویې څارنوالۍ د نیویارک ټایمز د خبریال په اړه دا پرېکړه په دې خاطر کړې چې روزنبرګ د سې شنبې په ورځ په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې په یوه راپور کې ویلي و چې د افغانستان د حکومت جګپوړي چارواکي او وزیران د روان انتخاباتي جنجال د یوې ممکنې حل لارې په توګه د یوه موقت حکومت پر جوړولو خبرې کوي چې عملاً یوه کودتا ده.

د لوی څارنوال محمد اسحاق الکو دفتر د چهارشنبې په ورځ له نیویارک ټایمز پرته نورو خبري رسنیو ته په یوه لېږلې خبرپاڼه کې د دې ورځپاڼې خبریال روزنبرګ د یوه داسي راپور پر لیکلو تورن کړ چې درز او نفاق رامنځته کوي او د افغانستان د ثبات، امنیت او ملي ګټو خلاف دی.

خبریال روزنبرګ پرون په کابل کې رویټرز خبري اژانس ته د ځان په اړه د لویې څارنوالۍ د پرېکړې په باب وویل، چې ښايي علت دا وي چې دا وخت په افغانستان کې ډېر حساس دی.

«زه په دې پوهېږم چې ممکن حکومت سیاسي مسلې ولري، دا د افغانستان لپاره خورا حساس وخت دی، په حکومت کې دننه او ورڅخه دباندې شرایط ډېر سیاسي شوي، خو دا چې ما د یوه راپور په خاطر چې د دوی خوښ نه دی، باسي، دا مایوسوونکې ده.»

خو لویه څارنوالي وايي چې متیو روزنبرګ په راپور کې خپل شخصي نظر څرګند کړی او په درغو یې د جګپوړو چارواکو حوالې ورکړي دي.

د ولسمشر کرزي د دفتر له لوري په دې اړه په یوه اعلامیه کې د روزنبرګ د اخراجېدو یادونه نه وه شوې خو په افغانستان کې یې د ملګروملتو خاص استازي ته ویلي د نیویارک ټایمز ورځپاڼې وروستۍ مقاله د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره د بهرنیانو دسیسه او لاسوهنه ښيي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې دا ډول لیکنو ته باید اجازه ور نه کړای شي.

د لوی څارنوال په اعلامیه کې ویل شوي چې د روزنبرګ د ایستلو پرېکړه یې د دې لپاره وکړه چې نوموړي د تحقیق په مهال همکاري ونه کړه.

د نیویارک ټایمز اجرايي مدیر دین بکویت د متیو روزنبرګ د ایستلو په اړه د افغانستان د حکومت پرېکړه وغندله.

روزنبرګ ویلي چې په لویه څارنوالي کې له ده سره دروند چلن شوی خو د هغو سرچینو په اړه چې ده یې په اړه راپور خپور کړی، معلومات ورنه کړل.

په افغانستان کې د خبریالانتو د ملاتړ ټولنې (نی) د نیویارک ټایمز د خبریال په اړه د لویې څارنوالۍ پرېکړه د رسنیو او بیان د ازادۍ د قوانینو سرغړونه بللې ده.

3 thoughts on “امریکا له افغانستانه وغوښتل چې د نیویارک ټایمز د خبریال د ایستلو پرېکړه بېرته واخلي”
  1. سلام وطنوالو
    موژ افغانانوهـم دبيان دآزادى ، يوخپلواك حكومت ،دحًمكى دتماميت ، استقلا ل لپاره حًه باندى دوه ميلونه افغانانو حًانونه قربان كرل او په ميلونونو افغانان معيبين شول .مگر داسى دبيان ازادى چى زموژ ملت او خاورى ته د كورنى جگرى اودخاورى په تقسيم تماميژى اجازه نه وركوو لكه تاسي چى اجازه نه وركوى او نه يي غوارى. كه د بيان آزدى دومره تاسوته ارزشت لرى او درلوده يي نو دويكليكس دويپ پانى نفر مو ولى په ملى خيانت متهم كر او ترنن پورى دستاسو له ويرى دكولمبيا په سفارت كى په لندن كى ژوند كوى. كه په ويكيلكس كى خپاره شوى اسناد دتاسو له نظره نا مناسب وه اوتاسو ته يي ضرر درسولى دى نو دنيويارك تايمز دژورنالست مقالى هـم كورنى جگرى ته لمن وهلى او دكرزى دحكومت دغرو ترمينحً يي دبى اعتمادى فضا جوره او دملت او حكومت ترمينحًه په داسى حساس وخت كى پطرول شندل اواوراچاوه.

  2. سلام دوستانو زه دغربيانو او امريکايانو اوهمدارنګه د خبريالانو دملاتړ ټولنی ته داحيرانيم چي دوی به کله تور ته تور او سپين ته سپين ووايي، دوی ډير ښه پوهيږی چي داژورناليست زموږ دملی ارزښتونو سره خيانت کړی، کنه ولی رښتيا نه وايي چي داراپور ماته دغی سرچينی راکړی، بل داچي ايا دبيان ازادی په توهين ،تحقير او دپرديو په حريم تيری ته وایی ؟ په داسی يو هيواد کی چي تراوسه اکثريت په دی نه پوهيږی چي دادموکراسی يعنی څه؟ ،زموږيو تعداد ژورناليستان اوس دغربی دموکراس اکتونه کوی اودخپل وطن دخلکو په سترګو خاور شيندی.زموږ او دنړی په هيوادونوکی ،ليری نه په دی نږدوورځو کی دنړی قدرت مند هيوادونه ،په داسی واقيعتونو سترګی پټوی چي دانسان دضمير نه لری خبره ده، ځکه داهيوادونه فقط دخپلو ګټو په لټه کی دي اوبس داچي ته څه وايي هغه ستا کاردی. دافغا نستان د لوی څارنوالی فيصله دملی ګټو اود قانون په رڼا کی سوی اودرست عمل دی ،اوکاميابی ورته غواړم.مخ په وړا ندی دملی ګټو دساتنی په لور.سيد اخون

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *