…..د عثماني خلافت د له منځه وړلو لوبه خپل پای ته رسېدونکې وه، اوس داسې يوه مصنوعي هيرو ته اړتيا وه، چې د دښمن پوځ ته د فرار شکل ورکړي، دا شخص بايد د اسلامي امت سره اړيکه ولري، د داسې امت سره چې د خپلې مايوسۍ اوج ته رسېدلی دی، دا شخص بايد په داسې ډراماتيک شکل ميدان ته راوستل شي، چې د دې امت زړونه وګټي. مسلمانان په دغه شخص د نجات راوستونکي، محسن او هيرو ګمان وکړي، تر څو هغه لږ څه ځواک چې د مسلمانانو په منځ کې پاتې دی، هغه له منځه يوسي او اسلامي سيمې ونيسي، دغه پروژه د هغه لسګونو پروژو څخه ډېره ګټوره وه، کومې چې پخوا کله نا کله جوړې شوې وې.

    انګرېز د خپلو جاسوسانو په ملتيا وکولای شول، چې داسې يو هيرو پېداکړي. يونانيانو په ۱۳۳۸ هـ ق کال کې ازمير د انګليسانو په مرسته نيولی وه او په اناطوليه کې خښه شوې صليبي کينه يې بېرته راويستې وه، مصطفی کمال اتاترک د عثماني دولت د عزت او حرمت د ساتلو په شکل راښکاره شو . هغه په ترکانو کې د جهاد روح واچاوه، قران کريم يې په خپلو لاسونو کې ونيوه او يونانيان يې وشړل. د دښمن فوځ د وسلې د استعمال پرته وتښتېده او ډېرې سيمې يې خالي کړې. مصطفی ورو ورو راښکاره کېده، اسلامي نړۍ د هغه په دې کار ډېره خوشاله شوه، هغه ته يې د غازي لقب ورکړ او شاعرانو يې په ستاينه کې شعرونه وويل.

    احمد شوقي د خپلې يوې مشهورې قصيدې په لومړي شعر کې هغه دويم خالد بن وليد ونوموه.

    شوقي هغه د صلاح الدين ايوبي سره په يوه صف کې ودروه.

    کله چې خلک د مصطفی کمال پاشا او د خليفه شپږم وحيدالدين محمد ماتې سره پرتله کوي؛ نو مصطفی ته ډېر درناوی ورکول کيږي، ځکه چې خليفه خپل سر په ګرېوان کې ټيټ کړی او ذليل ناست وه. په ورځپاڼو کې د مصطفی نه دا غوښتنه کېده، چې خليفه د ټول قوم مجرم دی او د مرګ د سزا مستحق دی. مصطفی د هغوی په نظر يو مجاهد شو، داسې چې خپل ځان يې د خلافت د لوړوالي لپاره نذرانه کړی وي.

    خو، ډېر وخت نه وه تېر شوی، چې د مصطفی کمال حقيقت ښکاره شو، خلک پوه شول، چې دا خو د اسلام د دښمنانو د يهودو او عيسويانو تراشل شوی هيرو دی، په ځانګړي ډول د انګرېز، چې پوهېده، د خلافت له منځه وړل دومره اسانه کار نه دی. د له منځه وړلو لپاره يوه لاره ده، چې يو هيرو رامنځته شي او د يوه ستر لارښود په توګه وړاندې کړل شي، د هغه شخص په شاوخوا د عزت، کرامت، او برياليتوبونو داسې يو جال خپور کړای شي، چې خلک هغه ته د يوه معجزه شخص په توګه وګوري، د هغه شخص په لاس څه داسې اعجازي کارنامې وکړي، چې خلک يې په اړه د اسلامي امت د نجات ورکوونکي شخص فکر وکړي، د هغه په لاس داسې يو ټپ رامنځته کړي، چې ډېر ژور نه وي، تر څو د هغه د اخلاص په اړه شک ونکړای شي. خلکو د هغه په درواغجنو برياوو باندې د شک فکر نشو کولای، بس هغه يو هيرو وه. متحدينو خپله هم خفګان ښکاره کړ او د سلطان نه يې د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه. هغه د سولې لپاره مصطفی وړاندې کړ، تر څو د خلکو غوښتنو ته ځواب ووايي، د فوځي افسرانو تر منځ يې ځای پېداکړ، درناوی يې زيات شو، د خليفه درناوی کم شو، تر څو د خلافت په اړه د خلکو فکر خراب شي. د انګرېز په چالاکيو باندې پوهېدل دومره اسانه کار نه دی.

    د انګرېز جاسوسي شبکو خپل هدف ترلاسه کړ، د دې شبکو او مصطفی کمال تر منځ د ارمسټرانګ په نوم يوه شخص تګ راتګ کاوه، دغه شخص د مصطفی کمال سره هغه وخت اړيکې جوړې کړې وې، کله چې مصطفی کمال په شام او فلسطين کې د عثماني فوځ سپه سالار وه.

     ارمسټرانګ په خپل کتاب کې ليکلي، چې څنګه يې د مصطفی کمال سره اړيکې جوړې کړې او له کومه دا لړۍ پېل شوه. هغه د مصطفی کمال د مور دويم واده چې د يوه امير (دوډيسي) سره يې کړی وه، د مصطفی کمال د بدلېدو د پېل نقطه بولي، مصطفی کمال د خپلې مور څخه خفه شو او د هغې سره يې د ملاقات کولو نه انکار وکړ. بيا هغه د خپل يوه مقدوني راهب ملګري (فتحي) څخه د فرانسوي ژبې د زده کړې لپاره هغه ته ورته. په دې وخت کې يې د والټر او روسو کتابونه ولوستل، د هريز، جان سټيورټ او ميل منع شوي کتابونه يې هم ولوستل، تر دې چې د قومي جذبې څخه ډک شعرونه او نظمونه ويل يې شروع کړل او خپلو هغو فوځي ملګرو ته به يې اورول، کوم چې د ده سره په کالج کې په زده کړه بوخت ول. هغه به د سلطان پسې بد ويل، په داسې حال کې چې ۲۰ کلنۍ ته لا نه وه رسېدلی. هغه بيا استنبول ته لاړه او عيش او عشرت يې پېل کړ، د شراب څښلو او قمار بازی په څېر قباحتونو باندې اخته شو او په (وطن ګوند) کې د داخلېدو څخه مخکې د عشق په څېر ناروغۍ باندې هم اخته شو.

    ارمسټرانګ د مصطفی کمال د بيوګرافۍ د ليکلو پر مهال د هغه او د دوئمه او ماسوني يهودو د مجلسونو تر منځ د اړيکو ذکر هم کوي او ليکي: هغه ته د يو ايټالوي هويت لرونکي يهودي په کور کې د ماسوني ټولنې لخوا دعوت ورکړل شو؛ ځکه هغه ايټالوي ته د تړون پر اساس ځانګړي مراعات ورکړل شوي وه او هغه د دغو مراعاتو نه په استفادې سره داسې ټولنې جوړولې، متحدينو به د يهودو د ملاتړ په موجوديت هلته غونډې کولې او د هېواد او قوم پر ضد به يې پلانونه جوړول. متحدينو به د يهودو کورونو ته په ډېر اطمينان سره تګ راتګ کاوه، په دې يهودو کې به ځينې د مصطفی کمال ډېر نږدې دوستان ول، لکه (فتحي) چې د مقدونيي وه او د مصطفی کمال پخوانی ملګری وه، فتحي د ماسوني ټولنې غړی وه. ارمسټرانګ دا هم ليکلي، چې څنګه هغوی خپله انقلابي ټولنه جوړه کړه او د ماسوني ډلو د غوښتنې پر اساس يې هغوی د خپلو موخو لپاره څنګه منظم کړل او څنګه يې د هغو خلکو سره اړيکې جوړې، کوم چې سلطان د هېواده شړلي ول.

    ارمسټرانګ د دې خبرې ذکر هم کوي، چې څنګه يې مصطفی کمال انتخاب کړ او د هغه نور ملګري يې پرېښودل، تر څو د هغه په واسطه انګلستان خپل وروستي پروګرام ته د عمل جامه ور واغوندي. ارمسټرانګ ليکي: مصطفی کمال په فطري توګه د واکمن کېدو شوقي وه، هغه خوښول، چې د امر او نهي واک يې په لاس کې وي، هغه د متحدو مشرانو هېڅ درناوی نه کاوه او د هغوی سره يې جګړه کوله، لکه انور جمال، جاويد، کوم چې اصلاً يهودي الاصل وه، نيازي المانی کوم چې ډېر بد صورته انسان وه او طلعت کوم چې په يوه پوسته خانه کې ملازم وه.

    نور بيا….

    مأخذ: سلطنت عثمانيه، ليکوال، ډاکټر علي محمد محمد صلابي.

    يادونه: د کتاب ليکوال د ځينو پراګرافونو په پای کې د ځينو کتابونو يادونه د مأخذ په توګه کړې ده، چې دلته يې يادونه نه ده شوې.

————————————

د لیکوال له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی. اتاترک ته د ترکیې تقریباً ټول خلک، چې په اسلامي نړۍ کې تر ټولو مدرن او پرمختللی هیواد دی، د پلار په سترګه ګوري او د ترکیې پرمختګ د اتاترک یعني د ترکانو د بابا له برکته بولي.

0 thoughts on “مصطفی کمال اتاترک/ ژباړن: زاهد خليلي”
  1. زموږ دهیواد بد بخته اخوانیان او بد بخته کمونیستان لوی احمدشا ه با با نه منې او په هغه پسې چټیا ت او بې ځا یه تبلیغا ت کوې دوی یوازې حسن البنا ، سید قطب ، زموږ دګا ونډی هیواد منحوسه ډله په اصطلاح جما عت اسلامې چې زموږ دهواد ډیره دښمنه اوددوی دهیواد دپوځ او استغفا راتو سره نژدې ډله ده وهغوی ته عقیده لرې یعنې اخوانیان او کمونیستان دبهر څخه روزلې ډلې دې. نو دوی به مصطفی کمال پاچا څنګه ومنې؟؟؟؟؟؟؟ او دبهرنیانو لاسپوڅې کمونیستان ومنحوس لینین ، مارکس او منحوس شوروې اتحا دته عقیده درلوده چې دوی بد بخته نه محمود غزنوې اونه احمدشا ه با با منې. الله دې ددغو دواړو ډلو ټغر دګران هیواد څخه ټول کړې.ځکه تیرو (۳۶) کلونو تجریبو وښودله چې زموږ دهیواد دبد بختیو عمده لا مل همدغه دوې منحوسه ډلې دې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *