تاند- که څه هم د کندوز چارواکي ادعا کوي چې په دغه ولایت کې روانه جګړه د خوشي شویو طالبانو په مشرۍ کېږي خو له سیمې ورکړای شوي راپورونه وايي چې د کندوز ډېرو خلکو د اربکیانو او غیرمسوولو وسله والو له لاسه پاڅون کړی دی.
د کندوز د چاردرې ولسوالۍ امنیه قومندان غلام مصطفي محسني ادعا وکړه چې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د جګړې مشري مولوي سلام کوي چې په وروستیو کې د افغانستان حکومت له بنده ازاد کړی دی.
د ده په ادعا مولوي سلام د چاردرې ولسوالۍ په روانه جګړه کې د ۲۵۰۰ تنو قومانده په غاړه لري.
خو له سیمې تاند ته رارسېدلي راپورونه وايي چې د کندوز په اکثرو سیمو کې عام ولس د خپلسرو وسله والو او اربکیانو له لاسه، چې اکثره په پخوانیو بې بندوباره وسله والو ډلو پوري تړلي کسان دي، پاڅون کړی دی.
خلک وايي چې په دې منځ کې طالبان هم د دوی له پاڅونه د ځان په ګټه کار اخلي خو د طالبانو شمېر زرګونه څه چې سلګونو ته نه رسېږي.
په چاردرې ولسوالۍ کې پاڅون کوونکو پنځلس پوستې نیولي او د ولایت د مرکز څو کیلومترۍ ته یې ځان رسولی دی.
حکومت کندوز ته اضافي ځواکونه لېږلي او په چاردره ولسوالۍ کې یې عملیات پیل کړي دي.
د چارواکو په وینا د چاردرې ولسوالۍ په عملیاتو کې۸۰ طالبان وژل شوي او ۵۰ نور ژوبل دي.
خلک وايي چې خپلسرو وسله والو هغسي کارونه پیل کړي چې د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې یې په کندوز او نورو سیمو کې کول او په نتیجه کې یې طالبانو ظهور وکړ.
د کندوز ښار په جنوبي څنډه کنم، همداراز خان اباد او ارچي ولسوالیو کې هم خلکو پاڅونونه کړي او وايي تر څو چې حکومت خپلسري وسله وال نه وي بې وسلې کړي له پاڅونه به لاس وانخلي.
په همدې منځ کې د کندوز ولایتي چارواکي وايي چې پر خپلسرو وسله والو یې زور نه رسېږي.