ښاغلى رياض تسنيم چې د شعر و ادب په حواله قدرې پېژندلې نامه ده او بيا په تېره تېره نوي کهول کې د هغه خپله يوه پېژندګلوي هم شته، چې داسې سترګې پرې هم نشي پټيدى، خو له بده مرغه د دغه ښاغلي د شاعرۍ زياتره برخه د سرقه دوزۍ په حد کې راځي، که زه دا ووايم بده به نه وي، چې دغه ښاغلي سرقه دوزي يا ادبي غلا ته په باقاعده ډول د يو رجحان بڼه ورکړې ده او څه نفسياتي کشاله ورته جوړه شوې ده، د سرقه دوزۍ دا عمل خپله څيړنه کې درې وجوهات لري يا دا د ذهني افلاس له کبله وي، چې ليکونکي سره خپل څه سوچ فکر نه وي ، خالي ذهن وي نو پردي فکر باندې چپه چلوي، لکه څنګه چې يو اوږى د ناپختګي کېدى شي، لکه يو ماشوم چې هر ښکلي شي ته پسخيږي او جېب ته اچول يې خپل حق ګڼي، دغسې ځنې ليکونکي هم د خپلې ذهني ناپختګۍ او نا بالغتيا له کبله هر ښکلي شعر باندې قبضه اچول خپل حق ګني، د سرقه دوزۍ دريمه وجه يو قسمه نفسياتي خبط وي، دې کې زړه هيڅ بې هيڅه پردي شي ته پسخېږي خو دغه غلا باندې يو قسمه ذهني خوشالي او سکون مومي، دغه قسمه غلا ته نفسياتي اصطلاح کې کلپټو مينيا ويلى شي. د ښاغلي ملګري د سرقه دوزۍ د دغه بشپړ عمل په هکله کوم چې د هغه شعري تجرباتو کې څرګندېږي، زه په سکوټه نه شم ويلى چې کومه وجه ده او د دې پريکړه په لوستونکيو پريږدم، خو ولې دلته د هغه په يو څو شعرونو باندې خبرې کول غواړم، چې د سرقه دوزۍ غوره بېلکې دي،
ژوند حادثې او توره شپه جانانه
ورک شومه ستا نه څه پرده جانانه
زندگى يه رات رات حادثے
کهوچکے هم تجه سے کېا پرده صنم
زه د ښاغلي ملګري رياض تسنيم او د اردو شاعر محسن نقوي شعر دواړه دې لوستونکي وګوري او بيا دې فيصله وکړي، چې ايا دا د سرقه مکمل مثال دى او کنه؟ زما په اند د ادبي غلا لپاره د دې نه غوره مثال موندل به ګران شي ، خو داسې ده چې دغه ګرانتيا هم موږ ته ښاغلي ملګري آسانه کړې ده ، دا بل مثال يې وګورى
ټوله دنيا وه د هغه په تماشه کې غرقه
زه مخکې تېر شوم چې زما ضرورتونه نور وو
سب لوگ تهے اسى کى محبت مين گرفتار
مين بړه گيا که مېرى ضرورت هى اور تهى
دې کې هم ښاغلي ملګري ښه په سړه سينه پاندې د هندوستان د غزلپال ندا فاضلي شعر چپه کړى دى، خو د اردوئيت د اغېزې له کبله يې پښتو امروزه هم مسخ کړې ده ، تماشه کې غرقه پښتو ژبه نه ده ، دلته په تماشه ولاړه، په سوچ کې ډوبه، په تماشه تللې، په ننداره کېدل او دغسې نورې امروزې شته، تماشه کې غرقېدل غلطه ژبه ده، البته سوچ کې غرقېده ژبه هم صحي ده، که ښاغلي ملګري لږ غوندې د فکر نه کار اغستى وو نو دا مصرعه به داسې وه .
ټوله دنيا وه د هغه په تماشه ولاړه
دغسې دويمه مصرعه کې به مخکې تېرېدو سره صفت تضاد فطري پکارونه هم راغلې وه ، نه پوهيږم چې د قلندر مومند غوندې د صنعت ساز شاعر چې ټوله شاعري يې په صنعت تجنيس باندى قربان کړې ده ، د شاګرد کېدو باوجود هم قلندر مومند صيب ته کوي. لومړي کتاب کې يې رحمان بابا او دويم کې خوشحال خان خټک سره څنګ په څنګ درولى دى، راتلونکې کتاب کې اورم چې حمزه شنواري او بل کې به يې غني خان سره دروي او تړون به يې ورپسې کوي، خو په دې نيوکه ځکه نشي کېدى چې هغه د قلندر مومند صيب مقلد او مريد دى او عاقلان وايي چې که پير خس وي، مريد ته بس وي، خو مسله دا ده چې دغه څلور شاعران د پښتو شعر و ادب ستنې دي، هسې د دوى مقلدين به وګڼي چې يو خوا څلور ستنې، بل خوا يواځې قلندر مومند د دې مطلب خو دا شو چې دى د دې ټولو نه برتر او على دى، خېر دا خو يوه معترضه جمله وه ، وړاندې به لاړ شو .
تصويرونه لکه فريم کې
خلک ټوک دننه مړه وو
لگى هے فريم مين تصوير انسان
جو زنده هے مگر زنده نهين هے
عابد علي عابد د اردو يو ښه تنقيد نګار او د روايتي شاعرۍ مبلغ، مفسر و، چې البديع ، البيان ، يې مشهور کتابونه دي ، د هغه يوه لور شبنم شکيل نومېږي ، دا اردو شعر د هغې دى چې د ملګري رياض تسنيم د پام وړ ګرځېدلى دى او د هغه د پام وړ ګرځېدو مطلب يواځې دا وي چې شاعر دې د خپل شعر د حقوق نه لاس ووينځي، هسې دا هم ښه اسان کار دى، يو شاعر به په يو شعر باندې خپل دماغ سېزلي وي او بل به راشي، څه ټکي به مخکې وروسته کړي، غزل کې به يې ځاى کړي، او د نوي او جديد غزل ګو خطاب به ومومي، نه يواځې دا بلکې بيا به د کتابونو فليپونو ، ديباچو کې دا ګيله هم کوي چې دلته خلک د حقيقي شاعرانو قدر نه کوي او په لعلونو د ايرو ټوپکې ولاړ دي، څنګه اسانه کليه ده کنه ؟ د مشهورېدو لپاره جمات والا کليه کې رسوايي هم شامله ده او دې کې د دانشورۍ مقبوليت هم شته دى . بل شعر وګورئ
تل د پنجو په سر ګرځي
څوک دي کم چا نه قامت کې
اټها ليتا هے اپنى ايړيان جب ساتهه چلتا هے
وه بونا کس قدر مېرے قد و قامت سے جلتا هے
ښاغلي ملګري دلته شعر کې د قدرې بدلون هڅه کړې ده ، خو ډېر خوند يې نه دى کړى ، بايد دلته خو يې لږ زړه کې ترس راغلى و ، دا شعر د هغه شاعر دى چې غزل کې د شاعر مزدور په خطاب لمانځلى شوى، يعني د تنوير سپرا غزل دى، هغه ټول عمر خپل غزل کې د استحصالي طبقې غندنه کړې ده او د مل ملکان يې په ګوته کړي،
مل کا مالک آج بهى سپرا اسکو لوټ کے لے جا تا هے
مين لوهے کى ناف سے پيدا جو کستورى کرتا هو ن
خو شاعر مزدور ته پته نه وه چې د هغه يو پېټي بند ورور به د هغه د شعر کستوري هم لوټ کوي او داسې به يې لوټ کوي، چې خلکو نه په پرې داد هم اخلي، خو دلته بله مسله هم ده، سپرا وائي چې يو ليشتونک زما قد و قامت نه سوزي نو پۀ پنجو ودرېږي، خو ښاغلي ملګري چې ټول خلک ليشتونک ياد کړي دي، چې ټول ليشتونک دي نو بيا د شعر د مفهوم هغه جواز کوم چې تنوير سپرا بيانوي هغه د سره ختم شو او شعر بې مطلبه شو، په دې مضمون کې د يو بل نوي شاعر دا شعر وګورى چې خپل مفهوم او مطلب کې بېخي ښکاره ده،
سېورى هم په فيته ناپ کړي
يو سړى دلته خپل قد کې
بل شعر ته يې ځير شئ، چې دې کې يې کومه تخليقي کارنامه تر سره کړې ده ،
نه دې مخ مخ نه سترګې سترګې پاتې
قسم په خداى که پېژندى شي سړى
مصور اپنى صورت مجه سے پۀ جانى نهين جاتى
مين ايسا هوگيا هون يا مېرى تصوير بگړى هے
دا خيال او مضمون د اردو غزل يو داسې پرېشانه کونکى خيال و مضمون دى ، چې کم از کم يو لک پنځويشت زره شاعرانو خو به خامخا استعمال کړى وي، خو ښاغلي ملګري رياض تسنيم د استاد قمر جلالوي د بدنامۍ تر حده دا مشهور شعر راپه بډه کړى دى، قمر جلالوي د اردو د عبوري دور د شاعرانو لکه عزيز لکهنوي ، آرزو لکهنوي ، بيخود دهلوي ، ثاقب لکهنوي ، دل شاه جان پوري، جليل مانک پوري د ډلې وروستى شاعر ؤ ، دا شعر خو يې ډېر زيات مشهور دى
دعا بها کى مانگى تو اتنے پهول کهلے
کهين جگه نه ملى مېرے آشيانے کو
دې غريب شاعر په وروستي عمر کې ناظم آباد پاپوش نګر کې بايسکلو ته پنچرې لګولې، خو هغه ته څه پته وه چې زمونږ ښاغلى ملګرى به د مرګ نه پس هغه ته پنچر لګوي، خو داسې ده چې د سرقې پرته هم ښاغلي ملګري يو بېخي ناکام شعر ليکلى دى، وړومبۍ مصرعه کې مخ مخ تکرار تعقيد او تناظر دواړه خاميانې لري او سکتې ښکار شوى دى، بله خبره دا ده چې وړومبۍ مصرعه کې حاضر ته مخاطبه ده، دويمه مصرعه کې ځان سره خبره شوې، يعني خود کلامي ده، د ښاغلي ملګري زياتره شاعرۍ کې دغه قسمه خاميانې زياتې ليدلى کېږي ، په دې موضوع باندې د بشير سيفي يو شعر هم څه داسې دى چې ښه شعر دى
ائينه ديهکتا هون تو آثار کهنگى
تصوير ديکهتا هون تو اب تک جوان هے
اصل کې شعري تجربه کې استفاده هم يو عمل دى، خو دغه عمل چې د شاعر نه کوم تخليقي نفسيات غوښتنه کوي ، له بده مرغه ښاغلى ملګرى رياض تسنيم د هغې نه محرومه دى، نه پوهېږم چې څنګه او ولې او په کومه خپلې شعري تجربې کې د استفادې په ځاى د سرقه دوزۍ عمل ته داسې غاړه ووت چې اوس يې دا د شعري تجربې نه بېلېدونکې برخه ده، کېدى شي چې راتلونکي وخت کې هغه دې نه خلاصى ومومي، خو د دې لپاره به هغه ته خپلې لومړۍ شعري ټولګې ( دا کوم رنګ مې کشيد کړى) د% 99 شاعرۍ نه د برات اعلان کول پکار وي ، بله خبره چې زما پۀ خيال دا د هغه د وس خبره نه ده ، هغه دا ده چې د هغه شاعرۍ کې د فن و فکر دومره زياتې غلطۍ دي، چې شمېر يې ګران دى ، خو داسې ده چې د زيات غزل ليکونکيو په نسبت د اردو غزل مطالعې په رڼا کې چې هغه په اردو شاعرانو کومه چپه چلولې ده، د هغې له کبله يې غزل کې يو نوى والى ضرور راغلى او د کم فهمه او کم مطالعه لروکيو لوستونکيو لپاره دا هم ځکه د هغه غزل داسې څه نوى او تازه غوندې ښکاره شي او دوى ته پکې زړه راښکون پيدا شي،
خپل تفصيلي ليک به که خير وه زه د ښاغلي ملګري رياض تسنيم د دواړو مجموعو تنقيدي تجزبه کومه او هغه ټول پټ پناه اړخونه به يې وړاندې کومه چې لوستونکي د سرقه دوزى د مختلفو قسمونو، اړخونواو طريقو نه خبر شي، بلخوا د استفادې، سرقې ، اصلاحي تنقيد ، هر څه يې د وړاندې راشي او د دې تر مخه توپير باندې تيندک ونه خوري ، دا ځکه چې دا ډېر مهمه او حساسه موضوع ده .
ښاغلى ملګرى موږ د استفادې کونکيو لړ کې هم اچولى شو، خو يو هغه د خپل شعرونو ما خذونه نه ورکوي ، بل خوا دغه قسمه مثالونه د هغه شاعرۍ کې د شمېر نه اوړېدلي دي، ځکه زه په دې مجبوره يم چې هغه د سرقه دوزو په لړليک کې وليکم، ګڼي که زه نه نو سبا به يې بل څوک دغه فهرست کې اچوي، خو د دې وخت نقاد پورې خندا سره به دغه کار کوي .
هغه دور خليل خانه لاړو تېر شو
چې به والوځوې بيا خپلې کونترې
دا کوم رنګ مې کشيد کړى ددې کتاب د چاپ کال څو دى يانې په کوم کال چاپ شوى دى؟