د محور ورځپاڼې راپور:
تر ۸۰۰ زیات کورني او بهرني طالب اورپکي د جلغوزو او چرسو د عوايدو د ترلاسه کولو په هدف د لوګر ولايت په ازرې ولسوالۍ د بيا بريد تابيا نيسي، دوی ددولت له خوا د وروستیو تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ غرونو ته ختلي وو.
ځايي خلک وايي، هر کال طالبان د دې ولسوالۍ د چرسو او جلغوزو له حاصلاتو تر ۳۰ ميليونو افغانيو پورې عوايد ترلاسه کوي.
له تېرو دریو کلونو راهیسې د افغانستان مليامنیتي ځواکونو څوځلې د ډېرو قربانیو په قیمت ازره له طالبانو پاکه کړه، اما له بېرته وتلو سره طالبان ټول هغه خلک وژني او شکنجه کوي، چې یې امنيتي ځواکونو ته معلومات ورکړي، خوراکي توکي یې ورباندې پلورلي او یا یې ناستې ولاړې ور سره کړې دي.
له تېرې يوې نيمې مياشتې راپدېخوا د طالب اورپکو له لوري د لوګر ولايت په ازره ولسوالۍ درې ستر بريدونه شوي، چې د ځايي خلکو او چارواکو په وينا په هر ځل عملياتو کې يې تر ۷۰۰ کمو جنګياليو برخه نه ده اخستې. دوی وايي، په وروستي ځل چې کله بريد وشو، ۱۲۰۰ جنګياليو پکې برخه اخستې وه، چې د پاکستاني پوځيانو په ګډون، ازبک او چيچينایي اورپکي هم پکې وو.
له نېږدې شپږو کلونو راپدېخوا د وسله والو طالبانو زيات پام ازرې ولسوالۍ ته اوښتی، دا ځکه چې دا سيمه د دوی لپاره ستراتيژيک موقعيت لري، له دې سيمې سره د کابل خاکجبار ولسوالي، د پکتيا ولايت، د ننګرهار ولايت او ان له پاکستان سره ۱۲۵ کيلومتره کرښه لري.
ځايي اوسېدونکي وايي، همدا اوس اوس تر ۸۰۰ پورې طالب اورپکي د ازرې ولسوالۍ په غرونو، سپين جومات، منګل درې، قاسم خېلو، زمانخېلو، عثمانخېلو تنګي درې او نورو سيمو کې مېشت دي.
د دوی په وينا، له کله چې په وزيرستانونو کې عمليات پيل شوي، ټول جنګيالي، د ازرې ولسوالۍ يادو سيمو ته را کېشول شوي او هڅه کوي، چې منګل دره خپل ولايت وټاکي.
ځايي اوسېدونکی او مخور اسماعيل خان وايي، تر ۸۰۰ پورې کورني او بهرني طالب اورپکي د جلغوزو او چرسو د عوايدو د ترلاسه کولو په هدف د لوګر ولايت په ازره ولسوالۍ د بيا بريد تابيا نيسي.
د ازرې ولسوالۍ کرنيز محصولات جلغوزي او چرس دي، چې طالبان يې د عشر له درکه هر کال لسګونه ميليونه افغانۍ تر لاسه کوي. کله چې حاصلات تر لاسه کړي او يا هم هوا سړه شي، بېرته پاکستان ته ستنېږي.
د لوګر د ولايتي شورا مشر عبدالوکيل وايي، د کوچي طالبانو په مټ بهرني جنګيالي په سيمه کې د اوړي په وروستيو او د مني په لومړيو کې نارامۍ جوړوي، تر څو دوی په ډاډه زړه سره له خلکو عشر ټول کړي او حکومت بوخت وساتي. دی وايي، ددې ولسوالۍ د جلغوزو او چرسو کلني عوايد د طالبانو لپاره له ۲۰ تر ۳۰ ميليونو افغانيو پورې رسېږي. ښاغلی عبدالوکيل زياتوي، طالب اورپکي هغه کليوال ډېر ځوروي، چې له دولت سره يې اړيکي کړي وي: ((کله چې امنيتي ځواکونه په سيمه کې چاڼيز عمليات تر سره کړي، طالبان غرونو ته وتښتي، خو کله چې امنيتي ځواکونه له سيمې ووځي، دوه درې اونۍ وروسته بېرته سيمو ته راستانه شي او ټول هغه کليوال په نښه کوي او ځوروي، چې يايې افغان ځواکونو سره ناسته ولاړه کړې وي، ډوډۍ يې ورکړې وي او يا يې هم پرې سودا پلورلې وي.))
له تېرو دریو کلونو راهیسې د افغانستان مليامنیتي ځواکونو څوځلې د ډېرو قربانیو په قیمت ازره له طالبانو پاکه کړه، اما له بیرته وتلو سره طالبان ټول هغه خلک وژني او شکنجه کوي، چې یې امنيتي ځواکونو ته معلومات ورکړي، خوراکي توکي یې ورباندې پلورلي او یا یې ناستې ولاړې ور سره کړي دي.
د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش وايي، تېره اونۍ تر ۸۰۰ وسله والو پورې پر ازرې ولسوالۍ بريد وکړ، چې د امنيتي ځواکونو له لوري په شاه وتنبول شول، خو له ولسوالۍ ايستل شوي نه دي. ښاغلی دروېش وايي، پکار ده، چې د دايم لپاره امنيتي ځواکونه ځای پرځای شي، ځکه چې طالبان د ازرې ولسوالۍ له لارې غواړي، په څو ولايتونو په ځانګړې توګه پلازمېنه کابل فشار راوړي. دی نه مني، چې ګويا دا بريدونه دې اقتصادي جنبه ولري، بلکې وايي، دا ټول د سياسي موخو لپاره تر سره کېږي.