ليکوال: محمد داود سليم
محترم علي خوشال صيب! ته لکه چې د ډاکټر صيب دوست نه، دښمن يې، ځکه په عربۍ کې يو متل دی، وايي: که خبره د سپينو زرو وي، نو سکوت د سرو زرو دی. تا زما په ليکنه او ستا په اند ((ګډې وډې)) کې د الفت بابا شعر بيخي لوستی نه دی او سملاسي دې د ډاکټر صیب محترم په ننګ ملا تړلې. له تا څخه هيله کوم چې پر سپينو زرو سره زر غوره وګڼې!
دويم دې يا بې ايماني کړې او په مستعار نوم دې ليکنه کړې او يا دې دا لومړی ځل دی چې ليکنه کوې، که بې ايماني دې کړي وي، نو بې ايماني خو ښه کار نه دی، ښکاره خبرې کوه، له بنده مه ډارېږه! او که دا دې لومړی ځل وي، نو قضاوت تا ته پرېږدم چې بې ايماني دې کړې او که ګډې وډې دې ويلي دي. ما تراوسه په دې نوم له دې وړاندې کومه ليکنه نه وه لوستې. په هر صورت، زه د يو مسلمان په توګه تاسو ته له لومړي حالت څخه دا دويم هغه غوره ګڼم. خو زه دا يو احتمال هم نه ردوم او هغه دا چې کېدای شي تاسو د دې لپاره خپله ليکنه په مستعار نوم کړې وي، چې خدای مه کړه دا ډاکټر صيب ته غوړه مالي نه شي، خو په دې شرط چې هغه ته په خپلو بريتو لاس ونه وهې چې دا دې د غلام کار دی!
پاتې شوه د ابرهه خبره چې د خپل مال خبره يې کړې، نه د بيت المال، نو که څوک له عربۍ سره اشنا وي، هغه پر دې پوهيږي چې په عربۍ کې پر يوه موضوع څو روايتونه، له لږ ډېر اختلاف سره، يوه عامه خبره ده، بايد ووايم چې دا هم يو روايت دی چې عبدالمطلب د مال او بيت المال دواړو خبره کړې. که په عربۍ پوهيږې، دا څو ټکي ولوله چې په معلوماتو کې دې اضافه وشي: ((فذهب إليه عبد المطلب لاسترداد النوق وترك الكعبة وشأنها)).
تاسو زما په ليکنه ((ستا په اند ګډې وډې)) کې يوازې يوه خبره ياده کړې وه، دلته دې له هوښيارۍ کار اخيستی، په نورو خبرو نه يې تم شوی، په سپينو زرو دې سره زر غوره ګڼلي.
خو يو وړانديز مې دې خوښ شو او هغه دا چې که رښتيا موږ په معارف دردمن يو، نو بايد کندهار، پکتيا او ….. ته لاړ شو، خو که موږ دا کار وکړو، دا تضمين به څوک راکړي چې د نه اقدام په صورت کې به ته له موږ سره راوځې، په داسې حال کې چې زما په فکر همدا اوس دې هم لیکنه په مستعار نوم کړې، تا به څنګه پيدا کوو؟
محترم علي خوشال صيب ګزاره کوه! ايا تاسو ته پته شته چې په ولايتونو کې ډېری رئيسان د وکيلانو او چارواکو خپلوان دي؟ تاسو په دې پوه ياست چې د ولايتونو خو پرېږده په کابل ښار کې هم اکثره مديران يا د چارواکو خپلوان دي او يا هم په رشوت داخل شوي دي؟ د بېلګې په توګه، بصير ارين طاهري د هرات د معارف رئیس، د سپنتا د کورنۍ. محمد نسيم د نسيمه نيازۍ ورور د هلمند د معارف رئيس و چې بلاخره د خلکو د مخالفتونو په پایله کې له رياست نه لرې شو او اوس ويل کېږي چې په کابل کې پرې ډاکټر صيب کوم بل رياست لورولی دی. ايا ته له دې خبر يې چې ما په لغمان کې له يوه ۱۵ کلن زده کوونکي نه پوښتنه وکړه ��ې ښوونځی مو څنګه دی او هغه راته په ځواب کې وويل چې د چا رئيس چې شرابي وي، د هغه ښوونځی به څه ښه شي؟ تېر نږدې شپږ اووه کاله په لغمان کې اسدالله رؤيا د معارف رئيس و، همدی شرابي و او انجنير قرار په ډاکټر صيب وردګ مقرر کړی و، اوس د مدير حضرت په نوم يو څوک د لغمان د معارف د نوي رئيس په توګه مقرر شوی او دی هم قرار مقرر کړی، په داسې حال کې چې مولوي حيات الله فرقاني له مدير حضرت څخه په تحريري ازموينه کې ۱۷ نومرې وړاندې و. ايا چا درته ويلي چې اقبال عزيزي په ننګرهار کې د ملنګ جان له لېسې د شېرزي د زکات په پيسو رانيول شوې قالينې پټولې، خو چې کله د دې ښوونځي مسؤل ورته اجازه ورنه کړه او د يوه ټوټه خط غوښتنه يې ترې وکړه، هغه يې په کور کېناوه. او په دې اړه هماغه مهال په روهي وېبپاڼه کې يوه ليکنه هم خپره شوه. ايا ته له دې خبر يې چې ما به کله د کابل ښار له رئيس سره د کوم فاسد او فاسق مدير په اړه معلومات شريک کړل، هغه به هغه مدير راوغوښت او ورته به يې ويل چې خدای دې غرق کړه سليم درباندې خبر دی! او ايا ته په دې خبر يې چې د کابل ښار په رياست کې يو داسې مدير هم شته چې د خپلې حيواني غريزې د اشباع لپاره يې په څلورو تعليمي حوزو کې د حوزو مديريتونه له يوه ښوونځي څخه بل ته لېږدولي؟ په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت يو بې ايمانه چارواکی يې ملاتړ کوي. اوس نو که نر يې راووځه چې اول يې له کابله پيل کړو او د همدغه بدبخته مخ تور کړو او معارف يې د تل لپاره له شره خلاص کړو.
په پای کې بايد ووايم چې زه د افغان کلتوري جرګې له مشرانو څخه ډېره بښنه غواړم چې له کومې مشورې پرته مې هغه او دغه ليکنې وکړې، او ان پرون د جمعې په ورځ دوی (د جرګې مشرانو) په دې اړه بحث هم کړی او زما دا کار يې ښه نه دی ګڼلی، خو په هر صورت، دا دواړه ليکنې زما شخصي نظر دی او په