كوم سړئ چى دا مهال زما و مخته په پانسۍ ځړېږى ، هغه خوار په ډېر اذيت كښى دئ ، چارچاپېره خاموشى ده ، د توبو او خوف عالم دئ ، د جېل كاركونكى او زه په رډو سترګو و سزا كېدونكى ته ګورو ، حلقونه مى وچ دى ، زړونه مو په درزى دى ، د هر يوه مخ تك سور دئ او په انتظار يو چى كله به دئ مرى ، خو په هغه كښى لا ساه سته ، وجود ئې كپېږى ، په رسۍ شاوخوا څرخ خورى ، پشې غورځوى او دمرګ په غوټو اخته دئ .
موږ ټول په زړو كښى دعاوى كوؤ چى دئ دى زر له دې زاواله ووزى او ختم دى سى . اوس چى څنګه د هغه بدن بې دمه سى او په پنډى سوتلۍ كښى حركت بند سى ، نو موږ شكر وكاږو او د جېل كاركونكى دغسى ورمخته سى ، د هغه له غاړى رسۍ وباسى او پرې ئې باسى . اوس يو بل كار كونكئ زر زر ور مخته سى چى زنګى ئې وروتړى ، خو دا څه ، د جېل خلګ به مړئ سموى چى هغه جګ راكښېنى او سترګى خلاصى كړى . ټول دغسى چيغه كړى او شاته وغورځى . و پانسۍ كېدونكى ته په حېرانتيا ګورى چى دغه بلا خو نه ده ، دده خو ساه ختلى وه ، دئ څرنګه بيرته ژوندئ سو ، خو هغه سړئ چى مخ ئې تك ښين اوښتئ وى او دړدونه لوبه ورباندى كوى ، په ډېر تكليف اوبه وغواړى .
اوس و هغه ته زر زر اوبه وركړل سى ، جېلر خورا وار خطا وى او ماغزه ئې كار نه كوى چى دا څه وسو او دئ څه وكړى ، بيا هغه دغسى و خپلو خلګو ته امر وكړى چى بيرته ئې رسۍ په غاړه كښى ورواچوئ او را و ئې ځړوئ . دا رنګه يو ځل بيا د بندى په غاړه كښى د پانسۍ تڼاؤ واچول سى او هغه راوځړول سى ، خو كمال دئ چى هغه په وار وار پانسۍ كېږى ، خو مرى نه او دغه خبره ما او د جېل ټول كار كونكى زيات پرېشان كړى ، هر يو و بل ته په حېرانتيا ګورى او واى چى دا څه دى ، ولى دومره سخت مرګه دئ او په برخه ئې دومره ډېر اذيت ولي دئ .
اوس د لږ ساعت دمخه ننداره زما و سترګو ته جګه ودرېږى او تېر وخت را په ياد سى . زه چى كومى لوى خونى ته وروستل سم ، كه څه هم دا يو كوچنئ غوندى هال وى ، خو خورا ښكلئ وى او ډېرى كرسۍ پكښى پرتې وې ، تشى او خالى كرسۍ . دلته زه په يوې چوكۍ كښېنم ، له دې سره سم ، يو ځوان غوندى سړئ هلته راوستل سى چى په ځولنو كښى بند وى او زما له څنګ سره ئې د جېل كار كونكى كښېنوى .
دغسى دجيل مشر را ښكاره سى چى د بند ډېره ښكلى وردۍ ئې په تن وى لويه خېټه او پنډ برېتونه ئې وى او په څهره ئې خورا بې حسى ښكارى . هغه وماته په سترګو كښى وګورى چى ته ددې ځوان په وينا دلته راغوښتل سوئ ئې چى دده د خواهش مطابق دده وصيت وليكې ، له دې سره سم يو بل كار به هم كوې چى ته به ګواه هم جوړېږې .
“د څه ګواه “زه پوښتنه وكړم .
“دا به وروسته دروښيو . “هغه ومسېږى او پنډ پنډ شونډان ئې چى سګرېټو تك تور اړولى وى ، ما ووېروى .
بندى ځوان چى په تازه ځوانى كښى وى ، خورا ښكلئ وى ،جګه پوزه او غټى سترګى ئې وى ، خورا په فكرونو كښى ډوب وى . زه پوښتنه ورڅخه وكړم چى ته ما څه پېژنې او څه وصيت كول غواړې ، څه دداسى كار دپاره بل څوك نه وو .
هغه پر مخ مسكا راولى چى ته يو وكيل ئې ، يوه اهمه وظيفه دى ده ، له دغه سوبه ما راوبللې . زما د صدرۍ په دباندينى جېب كښى چى كوم دسمال ټك وهلئ دئ او دا ته چى دغه وخت ورته ګورې ، دغه وماته زما مور راكړئ وو چى دا مهال زما په حال ډېره غمجنه ده ،ژاړي او دعاوى راته كوى . زما يوه محبوبه هم ده چى دا وخت د هال دباندى ده ، بس د اخيرى ديد دپاره يوازى دا راته راغلى ده بلکه اجازت ورکړل سوي دي ، ظالمانو بل څوك نه پرېښول او هغه نازنينه زما په مرګ ژاړى ، بس ته به دا دسمال اخلې ، هغې ته به ئې وركوې او د وكيل په حيث به نړۍ په دې هر څه بلکه جبر خبروې .
تر دې د مخه چى هغه وماته دسمال راكړى يا زه دده څه وصيت وليكم ، د خندا ږغ سى چى د يو څو تور پوشو خلګو وى ، د ټولو په لاسونو كښى د شرابو بوتلان وى ، كاږه واږه كېږى ، نشه غوندى وى ، سترګى ئې د اناردانو په شان سرې وى او راسى زما و څنګ ته كښېنى . داسى ښكارى لكه چى ټول د جېلر دوستان وى . په داسى حال كښى بندى وماته په غوږ كښى د خپلى مينى او محبوبې كړه وړه راوښيى چى زه ښه سر ورباندى خلاص كړم .
له دې سره سم په ناولدو كښى ، يو د تورو جامو خاوند پوښتنه راڅخه وكړى چى ښه نو ته هم د پانسۍ نندارې ته راغلئ ئې . د هغه له خلې د شرابو خورا زيات بوئ راځى چى په ما ډېر بد ولګى ، خو زه ږغ نه وكړم .
“نه “جېلر ځواب وركړى “دئ به دلته د ګواه په حېث وى چى پانسۍ قانونى سى ، ولى چى دئ وكيل دئ .”
له دې سره سم جېلر خپلو خلګو ته اشاره وكړى ، هغوئ د سترګو په رپ كښى ځوان ولاړ كړى ، د كرسيانو مخامخ پر سټېج ئې وخېزوى ، په يو كوچنى مېز ئې ودروى او په غاړه كښى د رسۍ تڼاؤ ورواچوى چى په لوړى پنكې را ځړېږى .
“دا څرنګه پانسۍ ده “زه له ډېرى حېرانتيا په جېلر ناره كړم ” بل ددې سړى جرم څه دئ ، دده د مرګ امر چېرى دئ ، مجسټرېټ ولى نسته ، د هغه موجودګى خو په داسى وخت ضرورى وى ، بل څوك ډاكټر هم نه ښكارى چى دده صورت مناسب او روغ جوړ وګڼى او د مرګ اجازه وركړى . “
” دا دئ ته وكيل ناست ئې ، هر څه ته ئې ،قانون يې قانون ، د بل چا څه ضرورت دئ . “ټول شرابيان او جېلر وخاندى .
“زما سره دا اختيارات نسته چى د چا پانسۍ قانونى كړم ، بل دا را وښيه چى كوم عدالت دئ سزا كړئ دئ ، نوم ئې څه دئ ، ډېتھ وارنټ ئې چېرى دئ ، ولى نه ورته وئيل كېږى ، خو هر مجرم ته د مرګ و مخته د هغه جرم او ورباندى لګېدلئ تور ورښوول كېږى ، بيا د قانون مطابق كه دئ قاتل دئ ، نو د مقتول عزيزان چېرى دى ، كېدئ سى چى هغوئ ئې معاف كړى ، په اخيرى وخت كښى زړه ورباندى وسوېځى . “
“ستا په څنګ كښى چى دغه تورپوشى ناست دى ، دوئ ټول د مړى خپلوان دى ، هسى جزباتى سوئ ئې او خلګو ته نه ګورې يا دى نظر خراب دئ .” جېلر د پسخند په ډول وخاندى .
اوس چى زه خپل په څنګ كښى د تورو جامو و خاوندانو ته يو وار بيا په ځير نظر وګورم ، نو د ټولو مخونه داسى وى لكه د دېبانو ، لوئ لوئ د غوئ غوندى سرونه ، پړسېدلى بد مخونه چى پراسرايت ورباندى خور وى ، د اوښاںو غوندى غټ راځرېدلى شونډان او په سترګو كښى ئې يو عجبه شيطانت لوبى كوى ، دا شئ ما وار خطا كړى او خوله راباندى راسى .
جېلر بندى ته وائ چى د مړى له عزيزانو معافى وغواړه ، كېدئ سى چى وبخښل سې او بيرته دى ژوند په نصيب سى .
“چى ما څه كړى نه دى ، ولى زارۍ ورته وكړم ، كه ددوئ تور عزيز زما له وجوده مرى ، نو په دې كښى زما څه قصور دئ ، دا خو د خوشحالۍ خبره ده ، د فخر خبره ده . “
“بكواس مه كوه ، يو دى مړئ كړئ دئ او بل ورباندى نازېږې هم . ” جېلر ورباندى وخشمېږى
د بندى دغه زړورتيا ما حېران كړى چى ګرسره نه خو له مرګه وېرېږى او نه د بل په مرګ يا قتل پشېمان وى .
اوس زه ولاړ سم او خورا په جزباتو كښى يو وار بيا چيغى كړم چى دا سزا غېر قانونى ده ، داسى مه كوئ ، مه قانون په لاس كښى اخلئ او مه ملنډى ورباندى وهئ .
خو تر ما دمخه جېلر خپلو خلګو ته ووائ چى د بندى لاسونه او پشې په رسيو كلك ور وتړئ . د هغه د بندى په معافى نه غوښتلو او ضد تر اوسه خوا بده وى او د مخ ګونه ئې بدله وى .
” دا خو هال دئ ، د پانسۍ ځائ خو نه دئ ، هلته خو كډئ وى ، تمبه ولاړه وى ، لويه رسۍ وى چى سړئ په تكليف مړ نه سى او په اوله جټکه په بې هوشۍ کښي ختم سي ، دلته خو به دا خوار په تكليف سى ، ولى چى سوتلۍ خورا كوچنۍ ده ، دئ خو به بې هوشه كېږى هم نه او د مرګ بد اذيت به زغمى .” اوس زه په زوره زوره په دغه ظلم چيغى كړم .
” هال د نندارې دپاره وى ، ځكه نو موږ دلته دنيا ته ددې بدبخته او مست مرګ ورښكاره كول غواړو چى په خپل عمل نه دئ شرمنده ، خلګ عبرت ځنى واخلى او دده وروسته د چا جرات نه وى چى دده غوندى بد وكړى ، بل كه دئ په دې خوږېږى ، نو له يو مجرم سره داسى كول څه جرم يا زياتوب نه دئ ، وګوره هال څومره ډك دئ ، ډېر خلګ بلکه دنيا دده و نندارې ته راغلى ده او بل دلته كوچنۍ كوچنۍ كېمرې هم دى چى پاته دنيا به ئې په خپلو ټېلى ويژنانو هم وينى او توبې به كاږى . ” جېلر ووائ .
اوس چى زه په هغه لوى خونى نظر واچوم چى يو ساعت د مخه ئې ټولى چوكۍ خالى وې ، نو عجبه ده هغى كرسۍ بيا د سترګو په رپ كښى ډكى سوى وى او په ټولو خورا ډېر بلكه بې شمېره خلګ ناست وى ، خو كمال دا وى چى ننداره كونكى هم ټول تورپوشى وى ، د دېبانو غوندى خوفناكه ، د غټو سرونو خاوندان چى دا وخت ولاړ وى ، په زوره زوره د پانسۍ نارى وهى او د ښامار غوندى پشارئ ئې ځى . د هال و دېولو ته چى وګورم ، نو هلته هم خورا بې شمېره كېمرې لګېدلى وى ، وړې وړې كېمرې چى سره کوچني بلبان يې وي . ما زيات وارخطا كړى او دغه ځائ د يو جادوګر راته وښكارى ، د يو ظالم جادوګر .
اوس كړپ سى ، هغه مېز په لغته ووهل سي چي بندي ورباندي ولاړ وي او د جېل كاركونكى ځوان په پانسۍ راوځړوى . دا مهال هم خاموشي سي او هم مېز لېرى چپه پروت وى ، خو دا څه ، قېدي مرى نه ، لږ ګړي خو بې دمه سي ، خو هره پلا چى ئې له غاړى رسۍ راوباسى ، نو سترګى خلاصى كړى ، اوبه وغواړى او دا ډول د اوبو وروسته ټول حېران كاركونكى بيرته رسۍ په غاړه كښى ور واچوى او دغه عمل په وار وار كېږى .
د ځوان په نه مړېدو تور پوشى خورا بد خشمېدلى وى ، په خپلو ځايو ولاړ وى ، په هال كښى شور او ژوژ وى ، د ټولو د غويو غوندى پنډ او ډډ ږغونه وى ، خورا په جزباتو كښى وى ، په زوره زوره مټان په هوا كښى غورځوى او نارى وهى .
“مرګ ، مرګ ، مرګ .”دغه هر څه ما زيات وار خطا كړى او مخته د سټېج په خوا ور تېر سم بلکه ورمنډه کړم .
دې پلا چى ځوان ته اوبه وركول كېږى ، نو ناڅاپه د هغه نظر زما په وار خطا څهرې پرېوزى ، هغه ومسى او وماته اشاره وكړى چى نږدې راسه .
زه هم دغسى د جېلر په اجازه ور مخته سم ، كله چى په سټېج ور وخېزم ، نو هغه په ډېر زهير انداز كښى راته وواى چى زياتى له دغه ځايه ځه ولاړ سه كنۍ دغه ننداره به تا مړ كړى ، هسى هم خلګ داسى بدى نندارې نه سى زغملئ ، بس ځه . بيا هغه په خپلى صدرۍ كښى و ټك وهل سوى دسمال ته اشاره وكړى چى هېر دى نه سى ، دغه خو خامخا بلکه ضرور يوسه ولى چى ددغه كار دپاره خو ما ته را بللئ وې ، دباندى اوس هم زما مينه ، پر ما زهيره ناسته ژاړى ، زما زړه واى چى هغه به نه وى تللى ، هو هو دا زما يقين دي ، بس دغه دسمال به هم هغې ته وركړې ، خو هاں ته به د وكيل په حېث دا هر څه ناروا نړۍ ته ضرور ورښيې او دا هم چى دغه خلګ به دغه رنګه بى وسه او ستړى وى ، چيغى به وهى خو زه به نه مرم ، مرګ به نه راته راځى،ټول عمر به ژوندي يم ، بس زياتى اوس وزه .
زما زړه ډېر دړد وكړى چى خوار له دغه ظلمه را خلاص كړم ، خو د دومره ډېر مخلوق و مخته ځان بې وسه راته وښكارى او دا هم كه ما لږ احتجاج د عمل په صورت كښى وكړئ ، نو د جېل كاركونكى به مى دباندى وغورځوى يا كېدئ سى چى تورپوشى دېبان خپل خشم پر ما وباسى چى دا مهال د لېونو په شان په چيغو وى ، له خولو يې ځګونه راوزي او دربئ ئې ځى .
رښتيا هم دا وى چى له ما په رښتيا دا هر څه نه زغمل كېږى ، دغسى ورمخته سم ، دسمال د ځوان د صدرۍ د دباندينى جېبه راواخلم ،خو دا څه هغه په يو بل نيښتي دوه دسماله وي ، د يوه رنګ او ځوان بيرته وواي چي يو يوسه او يو پرېږده ، ولي چي په دوي کښي يو هم زما د ژوندي اوسېدو دپاره ضردري دي کني مړ به سم .
زه دغسي وکړم ، له سټېجه په تېزۍ كښته سم او دغسى له هاله په منډه راووزم . دغه مهال په ما خورا خولې را روانى وى او وجود مى په لړز وى .
دباندى توره شپه وى ، مخامخ د جېل تور ګېټ بند ولاړ وى چى خورا غټ وى ، نحوست له ورايه پكښى ښكارى او د جېل له دېولو لږ لېرى شاوخوا غرونه داسى وى لكه هلته چى يو لوئ جنګ روان وى او بد اور بل وى چى له ډزو او شوره ئې داسى اېسى لكه چى دغه شخړه ډېره خونى او خوفناكه هم وى ، دغه ننداره ما زيات خوفزده كړى .
دا څه ، ناڅاپه د بندى لړزانده مينه رامخته سى چى سترګى ئې له اوښكو ډكى وى او كټ مټ هغه كړه وړه ئې وى چى ځوان راښولى وى . واه څومره ښائست وى د هغې وجود کښي چى ګرسره سترګى نه ورباندى روڼېږى ، يو اسمانى تقدس وى د هغې په حسن كښى . دا شئ ما نور حېران كړى ، زړه مى وغواړى چى په وار وار ورته وګورم او د ستړيا نوم نه واخلم ، خو تر دې دمخه چى زه به څه ورته وايم او د بندى حال به وركوم ، هغه زما له لاسه په تېزۍ سره دسمال غوټه كړى .
عجبه ده څنګه چى هغه دسمال واخلى ، دغسى يو عجبه غوندى بدلون راسى ، په غرو كښى روان جنګ يودم ودرېږى ، ټكان او ډزى بندى سى او اور ئې چى چار چاپېره پكښى بل او خور وى ، له خپلو خوفناكو لمبو سره ورك سى . دا څه ، اوس يوه زلزله غوندى سى ، مځكه شور واخلى ، درزئ سى او دجېل ګېټ په داسى دربى سره خلاص سى لكه يو طاقت چى ئې ووهى . له دې سره سم زه خپل شاوخوا بې شمېره بندى خانې ووينم چى د بدرنګو او خيرنو قفسانو غوندى وى ، دراوزې ئې دغسى په يو لوئ ږغ سره په خپله خلاصى سى ، د بنديانو يو بهير ځنى راووزى ، د ټولو په پښو كښى ماتي ځولنى وى ، له خوشحاليه ډكى نارى وهى او په منډه له جېله دباندى وزى چى زنځيرونه مات سول ، زنځيرونه مات سول ، موږ ازاد يو .
په داسى حال كښى يو بل قيامت هم زما تر سترګو سى ، د پانسۍ د هال خلاصي د اوسپنى دروازى په درزى او بد ږغ سره ، په خپله بندى سى ، دننه د دېبانو پكښى چيغى سى ، داسى ښكارى لكه هغوئ چى له هاله راوتل غواړى ، خو نه سى راوتئ ، ټول دروازې په زوره زوره وهى ، خو هغه داسى كلكى وى چى ګرسره خلاصېږى نه . اوس د تور پوشو داسى بد او زړه لړزونكئ چيغى او پشارۍ سى ، لكه يوه بلا چى په ګډه سوى وى يا لکه دننه چي زهرجن اور بل سوي وي ، وژنى ئې او د ښامار غوندى په بد مرګ مرى ، عجبه ده ، ټول ژاړى هم ، واويلاوى هم كوى او بد حال ئې جوړ كړئ وى چي څوک خو دي دروازې خلاصي کړي ، خو داسي څوک نه وي.
اوس ماته خندا راسى ، ولى چى د ځوان محبوبه يوه ګوګوبختكه وى چى دا مهال په ازادى فضا كښى خورا لوړه اولوزى ، وزرى وهى او د خپل محبوب هغه غټ دسمال يې په خوله کښي خورا خوند ورسره كوى چى د سره رنګ وى ، د سحار باد لوبى او بازۍ ورسره كوى او خورا په مستۍ سره رپېږى .
دسمبر كال دوه زره دولس