هر کله چې زمونږ کړنې،کردار او اعمال له شعوري چوکاټه وځي او په افراط تکیه کوي هلته هر څه تر خاورو لاندې کیږي او پایله هغه څخه وي چې هر څه مو د بربادۍ لور ته بیایي. خو دلته ګیله نه ده پکار د افراط پلویانو بایکاټ هم افراطي وي. هغه وخت یې چې کمپاین کاوه، هېڅوک یې په پت کې پرینښودل او په یوه داسې لاره تلونکي شول چې له پښیمانۍ یې بل څه په ورغوي کې نه پاتې کېدل. دا اټکل له پخوا کیدونکی و چې اوس یې د سر په سترګو ګورو، ان ځینو ته مې په هماغه پیل کې وویل : اشنایانو! تاسو په سمه روان نه یې، ستا سو هر څه له پوچو هوا ګانو ډک دي، هغه څه وکړه چې ستا حق جوړیږي ځکه د حق ریښتني ملګري ډېر وي او ترشا یې موسمي دریدونکي نه وي؛ بلکې د یو کلک هوډ خاوندان ولاړ وي او پر هغه لاره لاړه شه چې بېرته ګرځیدلو کې درته د چا پام نشي. خو چاته یې وایې دهمدې خبرې په ځواب کې هم افراط کاوه او خپلې کږې وږې خبرې ورته هغه ��رغلرې ښکارېدې چې ګواکې روا او په مخ یې هېڅوک د سپیړې د ورکړې نشته. خدای موخوار مه کړه! وايي به ستا په سر مې د هغې پلانکۍ ډلې سره جنجال وکړ، ورسره مې جنګ وکړ، له تاسره مې دا منلي او دا مې نه و منلي دا مې وکړل هغه مې وکړل لګیا دي په سپکو سپورو سر دي هغه څه بیا وايي چې د منلو نه دي او که دې ورسره د هوکې سر ونه غوځاوه لاړې د ملي ګټو خلاف شوې ….. دوی بیا هم لاره غلطه کړې فکر کاندي چې ګواکې نن هغه ورځ رارسېدلې چې د ورښودنکي ور زده کړې لار هغې ته وښايي. خو تا هېڅ هم نه دي کړي، یواځې خپل مسئولیت دې ترسره کړی تاته هغې ډلې چې دهمدغې بدمرغیو او بدبینو او یو سالم نظام رامنځته کېدو راپورته کړي او هیلې هم هغه څه دي چې زمونږ د ټول دردیدلي ملت خیر پکې وي څنګه اجازه درکړه چې هغه څه ترسره کړې چې د دوی په منشور کې ځای نلري تا دلته هم افراط کړی ځان دې سم پوه کړی نه دی، هغه منشور دې لوستی نه دی چې نیږدې څه کم پنځه میلیونه ملاتړي لري او پرې سلا شوي او دیو سالم او پرمختللي ولسواک نظام جوړیده یې ارمانونه دي. دا به ومنو په افغانستان کې داسې کم حکومتونه منځ ته راغلي چې د رښتینې ولسواکۍ هېنداره وي او هر څوک دې په کې خپل ځان وګوري؛ خو وروستۍ هڅې او د عام ولس راویښدنه ښايي چې مونږ اوس هم ډېر څه ترلاسه کړي که مو رښتینې ولسواکۍ د راتلو هیلې نه ریښتینې کیږي لږ ترلږه د تمثیل زمینه یې خو راته برابره کړه دا چې مونږ ځان نه پیژنو او په ګډو وډو سر کیږو بېله خبره ده. دا خلک ملامت نه ګڼم دوئ له اصله په یوه ایډیال نظر نه و راپورته شوي په دا ډول ملي او برخلیک ټاکونکو شیبو کې یې هڅه کوله دځان ترکچې ځان مطرح وساتي دوئ نظریاتي او دژور فکر خاوندان نه و، خو دغه څه ځینې نوي ځوانان هم ورکاږه کړه اوس چې جذباتو په نیلي سپاره او ځان خوښي هرڅه وايي زموږ دا ځوانان چې لايي فکرونه پاخه نه دي ورته چک چکې کوي، دوئ یوه خونړي طوفان ته هم شور اوځوګ کوي او بدرګه کوي یې ځکه دا د دې خلکو ماډول دی . هیله: سوال به درته وکړم، ځولۍ به درته وغوړوم چې اوس د دې وخت نه دی چې نیوکې وکړو، لاره بېله کړو او یواځې یې پریږدو پکار ده انتظار وباسو څو مو رایه خو تر یوه ځایه ورسیږي، زمونږ په رایه زمونږ کاندید ته ولسمشر وویل شي بیا که یې ناغیړي کوله یا یې لاره کږه کړې وه ورسره به حساب کتاب کوو او مجبورو به یې څو خپلې ژمنې عملي کړي تر هغې وړاندې زمونږ او ستاسې دا افراطي او له خامو احساساتو ډکې او تندې خبرې او پریکړې یواځې زمونږ د کاندید د قوي هوډ ګراف راټیټوي نه کومه بله کټه چې بیا هم به یې قربانیان مونږ یو. ذبیح الله رحیمزی /د اګسټ ۱۳ ـ ۲۰۱۴