تاند- په بریتانیا کې پولیسو د لاریو دوه چلوونکي، چې ۳۴ تنه افغانان یې دغه هیواد ته په قاچاق وړي ول، تورن کړل.
د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ /اګست۱۶/ د لندن په ختیځ کې د تیلبري په ساحل کې کارګرو په یوه کانتینر کې ۳۴ افغان سیکان وموندل.
کارګر وايي چې په کانتینر کې خلکو چیغې وهلې. دوی په داسي ناوړه حالت کې په کانتینر کې اچول شوي ول چې یوه ساه پرې کړه.
مړ شوی کس میټ سینګ کپور نومېږي او عمر یې ۴۰ کاله ښودل شوی دی. پولیس وايي چې د نوموړي د مړینې د علت د څرګندولو لپاره څېړنې روانې دي.
په ژوندیو پاتې شویو کې ۱۳ ماشومان هم شامل دي چې ناروغ دي.
د شمالي ایرلنډ اوسېدونکي سټېفن مک لوګلین او ټیموتي مورفي په دې تورن شول چې بریتانیا ته یې د غیرقانوني مهاجرو په راوستلو کې مرسته کړې ده.
دوی نن /شنبه/ محکمې ته احضار شول.