شراب
د پراګ د (نیبوشیڅې) په ځنګل کې ورو ورو رهي وم. د هسکو ونو په منځ کې به یو نیم ځل د شمال غږ شو، نوره کراره کراري وه. دغه ځنګل په زرګونو جریبه مځکه کې پروت دی او پکې وحشي غرڅه هم شته چې د شپې په مخه کله ناکله د ښار کوڅو ته راوځي.
له لرې مې یو سړی ولید چې مځکه کیني. ورګړندی شوم څو پوښتنه ترې وکړم چې د هوایي ډګر د سړک لور ته کومه لاره وتلې ده. سړی وارخطا غوندې شو. بیل یې شاته ونیو. لږ شکي شوم خو دستي مې پوښتنه ترې وکړه چې (یوروپسکا) ته په کوم لورې روان شم؟
څو ګامه یې راسره واخیستل بیا یې د ونو په منځ کې یوې نرۍ لارې ته ګوته ونیوله:
– دغسې سیده ځه.
یوه اونۍ وروسته چې بیا دې ځنګله ته ورغلم همهغه سړی مې ولید چې بیل یې په لاس کې دی او تر پخواني ځای لږ وړاندې خاوره اړوي. سلام مې ورته وکړ، ده هم سر وخوځاوه.
دریمه اونۍ مې بیا دا سړی ولید. دا ځل یې په غبرګو لاسونو له مځکې خاورې راایستلې او بیل یې د ناجو ونې ډډ ته درولی و.
پرې غږ مې کړل:
– څه دې لکه چې ورک کړي؟
لاسونه یې له خاورو وځنډل:
– همداسې ده
– مرسته دې پکار ده
– زما کال وشو چې په دې ورکې پسې ګرځم نه مې نه دي موندلي
– څه شی دی؟
سړی غلی شو. وسواسي راته معلوم شو. ترې روان شوم. راغږ یې کړل:
– که له زړه مرسته کوې نو راشه
وروګرځیدم. په بیل یې لاسونه تکیه کړل:
– تیرکال د اکتوبر په ۱۵ مې پلار و مور جرمني ته په موټر کې روان وو ټکر یې وکړ دواړه مړه شول…
سړی لږ غلی شو د تندي خولې یې پاکې کړې او ویې ویل:
– پلار مې ماته نه و ویلي چې زما د واده شراب یې چیرته خښ کړې دي کور مې لټ په لټ اړولی، تر دغو ونو ورها خوا مې کور دی او اوس په ځنګله کې دغه کور ته نژدې سیمې پسې ګورم.
د چکانو چې زوی پیدا شي نو دا یې دود دی چې د هغه په نوم دستي څو بوتله شراب ښخوي او چې کله دا هلک د واده شي بیا یې د واده په ورځ را اخلي.
ما ورته وویل:
– د یکشنبې په ورځو له پنځو بجو وروسته زه وخت لرم چې ته وایي درسره وبه یې ګورم
– یکشنبې لرې ده، د شنبې په شپه مې واده دی که په دې دریو ورځو کې پیدا نه شي نو بیا یې وخت تیر دی.
ماته زنګ راغی. د خدای پاماني لپاره مې لاس پورته کړ. ده تر مخکنۍ ایستلې سوړې څو ګامه وړاندې بیل په مځکه کې ښخ کړ، ماته یې پام نشو. زه رهي شوم، چې شاته مې وکتل د سړي سر ټیټ و مځکه یې کینایستله.