د زابل محلي چارواکو نن د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترځ کی د وسله والو طالبانو هغه څرګندوني ردکړي چی ګویا وسله والو د دې ولایت دنوبهار ولسوالي نیولي ده ، چارواکی وایی دوی دولسوالۍ لپاره یوه نويی وداني ته راګده شوی او هغه پخواني ودانۍ دپولیسو او ولسوال لپاره داستفادي نه و ، بلخوا دسیمي اوسیدونکی وایی چی نوي وداني دولسوالۍ په یوه مهمه نقطه کي ده او اکثره نا امنه سیمي تري څارل کیږي.

وسله والو طالبانو تیره ورځ ادعا کړي وه چی دزابل دنوبهار ولسوالۍ یی په بشپړه ډول نیولي او دپولیسو ټولو وسایطو ته یی ور ورته کړي دی خو نن شنبه دغه ادعا دزابل مرستیال والي لخوا دیوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کی رد شوه ، مرستبال والی وایی دوي په ولسوالۍ کی په پوره ډول فعاله دی او یوازي دسړي ودانۍ څخه دوه کیلو میتره لري نوی وداني ته ګډه شوي چی په خبره یی دغه ودانی په یوه ستراتیژیکه نقطه کي پرته ده او ټولي سیمي تري کنټرولیږي.

رسولیاروایی وسله والو اوس دجنګ توان نه لري او یوازي غواړي په تبلیغاتي بڼه دخلکو روحیه ځان ته جلب کړي ، دچارواکو په خبره په دغه ولسوالي کی به ډير ژر چانټیز عملیات پیل کړی او سیمه به دوسله والو دشتون څخه خلاص کړي ، که څه هم چارواکی په ولسوالي کی دوسله والو پراخ نفوس تایدوي خو زیاتوی چی دهغوی دخپلو لپاره یی پلان جوړ کړی او دیو نوي تاکتیک له مخي به یی عملي کړيږ بلخوا دولسوالۍ اوسیدونکي دولسوالۍ لپاره نوي وداني دټولو سیمو دڅار لپاره ګتوره بولي او زیاتوي چی دغه سیمه دټولو سیمو دڅار لپاره مهمه نقطه ده .

دیادوني وړده چی نوبهار دزابل یوه نا ارامه ولسوالۍ ده چی اکثره مهال پکی ددولتي سرتیرو او وسله والو ترمنځ نشتي رامنځ ته کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *