د همپالنې د ټيم ځينې غړي‌ وايي، د اجرايوي پوست له صلاحیتونو څخه د عبدالله عبدالله ننګه ددوی د ناکامۍ سبب شوه او ګټلی میدان یې له لاسه ووت.

ددوی په خبره چې مشر یې ونه کولای شول، د لومړي مقام ګټلو په ادعا ټينګ ودرېږي او په پایله کې نه بریالي شول او نه یې اجرایوي پوست ته د خپلې توقع په اندازه صلاحیتونه خپل کړای شول.

لس ورځې وړاندې یو ماښام د کارته پروان په یو میلمستون کې چې د عبدالله عبدالله د کور کیڼ څنګ ته دی، د همپالنې د ټيم د مشرتابه ترمنځ د یوې پټې غونډې په ترڅ کې د پخوانۍ شمالي ټلوالې غړو په غوڅ اکثریت یو دستور صادر کړ، چې د اجرایوي پوست د صلاحیتونو د محدودیت له کبله دې یوار بیا د عبدالله د بریالیتوب ادعا راپورته کړل شي. د عطامحمد نور او محقق وروستۍ څرګندونې د همدې دستور لومړني اقدامات وو.

 د عبدالله نږدې او همرازه پلویان چې ډېری یې د پخوانۍ شمالي ټلوالې بانفوذه کسان دي، له خپل سیال اشرف غني احمدزي سره د واک د ویش په سیاست کې د پاتې راتلو په سبب خواشيني دي او بهیر ته د زیان رسولو لارې لټوي.

د لویې جرګې په تالار کې د موازي حکومت د اعلان له صحنې تر دم ګړۍ دغه ډله د خپلو پرېکړو او د هغې د عملي کولو په لالچ کې ښکېل ده، اما دغه مقطعي دريځونه په ټوله کې ددوی په زیان تمام شوي دي.

د عبدالله عبدالله پلویان مني، چې د اجرايوي پوست له صلاحیتونو د دوی دفاع ددې سبب شوه، چې نه د واک د متناسب ویش چانس ترلاسه کړي او نه هم با صلاحیته اجرايوي مقام خپل کړي.

ددغه جریان یوه سرچينه له جان کيري سره د عبدالله او غني لومړنۍ مشترکې غونډې ته اشاره کوي، چې عبدالله عبدالله ته ځان بایلونکی ښکارېده او په اسرار سره یې د اجرايوي پوست د صلاحیتونو په زیاتولو سرماتاوه. هغه غونډه د واک د انډول یا په بله اصطلاح د ملي وحدت د حکومت د جوړېدو معیار شوه، غني په مطلق ډول ځان ګټونکی ولید.

په دویم ځل او بیا وروسته ناستو کې عبدالله عبدالله د اجرایوي پوست د صلاحیتونو په ډېرښت ټینګار کړی، خو بلې خواته ډاکتر غني او مرکچیان یې د اجرايوي پوست د صلاحیتونو په هکله ډېر بخیل وو. دا څرګندوي، چې د ټاکنو نتیجه مشخصه وه، غني ځان یو باصلاحیت حکومت مشر لیده او عبدالله د مادون په توګه لږ ډېر واکونه غوښتل.

د همپالنې د ټيم ځينې غړي اوس په عبدالله عبدالله نیوکه کوي، چې د حداقل امتیازاتو لپاره یې ناندرۍ د سیاسي باخت سبب شوې، خو عبدالله عبدالله بیا وايي، چې د اعلاميې د موادو د ملاتړ لپاره یې قانوني دريځ غوره کړی، اصلاً یې غوښتل چې اجرايوي پوست ډېر صلاحیتونه ولري او په لوی سرکې دوه کاله وروسته په نظام کې دلومړي وزیرڅوکۍ رامنځ ته شي.

په کابل کې د همپالنې وروستۍ غونډه چې د مشورتي غونډې په نامه جوړه شوې وه، پکې د عبدالله عبدالله، محقق او ځينو نورو مخورو خبرې بې ربطه، ناانډوله او ناهماهنګه وې. پخپله عبدالله عبدالله په یووخت هم د تفتیش پروسه منله، هم یې ماتې قبلوله او هم یې بیا د نتیجې په اړه متضاد دريځ درلود. د واک لپاره بې ترتیبه توجیهات ددې سبب شوي، چې سوکه سوکه له دغه ټيم څخه د ډېری ملاتړو مخ پربله واوړي او له دوی څخه هم ټاکلی هدف لادرکه شي.

بل لور ته عطا محمد نور یوازینی شخص دی، چې په کابل کې له خپلو جهادي ملاتړو سره په ناستو ولاړو بوخت دی او تر ډېره له دغو ناستو پرخپل حریف د فشارونو په توګه استفاده کوي. سیاسي څارونکي وايي، عطامحمد نور په کلیدي مشاورینو کې راځي او عبدالله ته د غلطو تاکتیکونو د ښودلو په سبب هغه مجبور شوی، چې د تورو په بریښولو سره عبدالله ته په سیاسي ‌میدان کې تکیه ورکړي.

څارونکي وايي، عبدالله عبدالله او پلویان یې د سیاست په یوه څلورلاره کې پاتې دي او ښايي سخته وي، تردې وروسته د خپل ټيم د ګټې لپاره کومه روغه پرېکړه وکړای شي.

0 thoughts on “محور ورځپاڼه: عبدالله عبدالله د ناممکن ارمانونو په لټه”
  1. ـ دیته وایی مذبوحانه هڅی دوی باید پدی پوه شی چی عبدالله نه یوازی ټاکنی وبایلودی بلکه لویه سیاسی ماتی یی هم وخوړه. په راتلونکی کی به نه یوازی پر عبدالله څوک اعتماد ونه کړی بلکه شمال ټلواله یی هم د تاریخ د نابودۍ کندی ته وغورزوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *